د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

i
imranghani
Author
Nov 13, 2021
4 years ago
2,380 views
د انار دپوستکي روغتیایي ګټې

لیکنه: شکېبا نادري،  د انار د  پوستکي روغتیایي ګټې

 

انار هغه مېوه ده چې د مني په موسم کې پخېږي د مني پر مهال دا مېوه زموږ د ګران هېواد افغانستان په هر ولایت کې په ځانګړي توګه په کندهار او جلال اباد ولایتونو کې ډېره پیدا کېږي، چې هر څوک یې په اسانۍ او ارزانه بیه تر لاسه کولای شي، له بده مرغه چې ډېری خلک د انار پوستکی لرې غورځوي، خو که یې له روغتیایي ګټو خبر شئ، نو هېڅکله به دا کړنه تر سره نه کړئ.

موږ په نننۍ لیکنه کې د انارو د پوستکو په اړه تاسو ته معلومات در کوو هیله ده چې لیکنه تر پایله ولولئ!

 

۱. د ستوني د درد د درملنې لپاره

 د ستوني درد هغه ناروغي ده چې ډېری کسان پرې اخته کېږي، که تاسو هم همدا ناروغي لرئ تر ټولو اسانه او کورنۍ درملنه یې د انار پوستکی دی، د انار پوستکی په لږو اوبو کې واچوئ او جوش یې کړئ، په ورځ کې یې درې ځلې غړغړه کړئ ډېر ژر به مو د ستوني درد جوړ شي.

 

۲. د شکر د ټپ د درملنې لپاره

شکر هغه ناروغي ده چې ټپ یې په اسانۍ نه جوړېږي، خو د دغه ټپ د جوړېدو تر ټولو غوره لار د انار له  پوستکي څخه ګټه اخیستل دي، لومړی د انار پوستکی وچ کړئ، وټکوئ او بیا یې په ټپ واچوئ ډېر ژر به مو ټپ جوړ شي.

 

۳. د اسهال د درملنې لپاره

اسهال هغه ناروغي ده چې په لږ وخت کې ناروغ کس ډېر کمزوری کوي، ځکه چې ناروغ په چټکۍ سره د خپل بدن اوبه له لاسه ورکوي، نو هر څومره ژر چې کېږي باید مخه یې ونیسو، تر ټولو اسانه لار یې د انار پوستکی دی، لومړی د انار پوستکی جوش کړئ او بیا یې اوبه وڅښئ، نو ډېر ژر به جوړ شئ.

 

۴. د پوستکي د ښکلا او نرم والي لپاره

د انار پوستکی وټکوئ پوډر یې له  کریم یا واسیلین سره ګډ کړئ او هره ورځ ترې ګټه واخلئ، په ورځ کې یو ځل مو مخ او لاسونه پرې غوړ کړئ او وروسته له لسو دقیقو یې ووینځئ، د دې کړنې په تر سره کولو سره به مو پوستکی نرم او ښایسته شي.

 

۵. د غاښ د درد د درملنې لپاره

د غاښ درد هم هغه ناروغي ده چې د درد زغمل یې ستونزمن کار دی تر ټولو اسانه لار یې دا ده چې پرې د انار پوستکی واچوئ، د انار پوستکی لومړی وچ کړی، وروسته یې وټکوئ او په هغه غاښ چې درد کوي دا د انار د پوستکي پوډر واچوئ.

 

۶. د خولې د ټپ د درملنې لپاره

د ډېری کسانو په خولې کې یو ډول سپینې پولی د ټپ په بڼه پیدا کېږي چې ډېر درد او سوی لري که تاسو هم دا ناروغي لرئ د انار له پوستکي څخه ګټه واخلئ، لومړی د انار پوستکی جوش کړئ، دوه یا درې ځله مو په ورځ کې خوله پرې ووینځئ.

سربېره پردې د انار پوستکی ګڼ شمېر نورې روغتیایي ګټې هم لري، چې د ټولو یادونه دلته ناشونی کار دی.

Related Articles

Nov 30, 2020
3,693 views

هغه کړنې چې ستاسو شخصيت او ټولنيز محبوبيت ننګوي

موږ ټول غواړو چې په کورنۍ او  ټولنه کې محبوبیت ولرو. خو په دې نه پوهېږو، چې کوم کارونه موږ ته درنښت را بخښي او کوم مو شخصیت ننګوي. که تاسو ځير شئ په ټولنه کې ځينې وګړي ډېر محبوبيت لري او بعضي نور بیا د ټولو بدې شي. دا طبيعي خبره ده، چې هر انسان غواړي...

Oct 08, 2023
1,676 views

د فورسیج حراموالی دلیل

د فورسېج (Forsage) شرعي حکم څه دی؟سوال:  د فورسېج ترتیب داسي دی، چي ته فرضا ۲۷۰۰ افغانۍ په کمپنۍ کي پانګه اچوې، چي کمپنۍ ۱۷۰۰ ګرځوي او ۱۰۰۰ ستا دي، اوس کمپنۍ تاسي ته یو ټیم جوړوي، کله چي تاسي یو کس ودې ګروپ ته داخل کړئ نو کمپنۍ تاسي ته ۱۰۰۰ افغانۍ در...

Jun 02, 2023
1,623 views

که مو انګلیسي ښه نه وي،  څنګه په انګلیسي ژبه مالومات پلټلی شئ؟

که مو انګلیسي ښه نه وي،  څنګه په انګلیسي ژبه مالومات پلټلی شئ؟ لاندې اسانه طریقه وکاروئ  ۱. خپله پوښتنه مو لنډه په دقیقه پښتو ژبه ګوګل ټرانسلیټ کې واچوئ له یو کلیک ورسته سمه دمه انګلیسي پوښتنه ترې جوړیږي. ۲. پوښتنه له ګوګل ټرانسلیټ څخه را کاپي کړئ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...