To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 1 year ago 9,914
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟

ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ 

دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیوالې ورځې په بهانه له تاسو ته د وړیا او پرلیکه کتابونو ادرسونه شریک کړم.

دې لیکنه کې ځیني مشهور ویبسایټونه، ریسرچ سنټرونه، کتاب خاني او په پای کې د فیسبوک ګروپونه او د ټلګرام چینلونه در معرفي شوي. البته معرفي یی مختصره ده، نور تاسو کولی شئ د لینک له لاري لا زیات مالومات وپلټئ.

راځئ په ګډه سره ځیني ویبسایټونو ته سر ور ښکاره کړو 

1:  کتابتون ډاټ کام 

دې ویب سایټ کې زیات شمیر پښتو او فارسی کتابونه شته دي تنها سرچ انجن کې د لیکوال یا کتاب نوم پوره یا نیمایی ولیکئ.

https://www.ketabton.com/book/1056

2: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیتیوټ

دا بنسټ چې علمي معیاري ریسرچونه کوي، غړي یې مسلکي کسان دي او د افغانستان په اړوند یی زیات شمیر علمي تحقیقات په ویب سایټ کې موندلی او ډانلوډ کولی شئ  

https://www.aissonline.org/per/publication/books

3: د افغانستان د مالوماتو مرکز 

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د مالوماتو مرکز د هیواد په کچه د مالوماتو مرکز دی چې تر ۱۹۰ زره زیات تاریخي او علمي اسناد او کتابونه هلته موندلی شئ.
د څیړونکو لپاره یوه غوره مرجع ده 

https://acku.edu.af/

4: د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو موسسه 

دا موسسه هم د اقتصاد سولې او آزادي په باب غوره اثار لري پښتو، فارسي او انګلیسي نخسې یې دلته موندلی شئ. 
https://aelso.org/da/programs/publications/books/

5: افغانستان د څیړنې او ارزیابي واحد 

دا یوه فکري خونه ده او زیات شمیر نشرات یی تاسو پر لیکه ډانلوډ کولی شئ.

https://areu.org.af/governance-political-economy/

6: د افغانستان د تحلیل ګرو شبکه 

یو مشهور ویبسایټ دی فعال غړي او موثق راپورونه او نشرات لري

https://www.afghanistan-analysts.org/en/publications/

7: سیکارام 

سیکارام د سمون شریفي په تخلیق جوړ شوی په لیکه کتابتون دی چې د لیکوالانو او ژباړنو د حمایی لپاره نوې بڼې او پلانونه هم لري.

http://www.sikaraam.com/
دا یی فیسبوک پاڼه ده 
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086917142110&mibextid=ZbWKwL

ځیني نور بنسټونه او ادرسونه 

د پهاند کاکړ د تاریخ بنسټ 
https://www.kakarfoundation.com/publications/

د پوهاند مجروح د کتابونو ټولګه 
http://majrooh.org/

د انسان بنسټ  او نشرات یی
http://insan.af/

او نور داسې ادرسونه زیات موندلی شئ 

د انګلیسي عمومې کتابونو او سرچ لپاره 

8: انټرنیټ ارشیف 

د میلیونو وړیا کتابونو کور 
https://archive.org/details/texts?query=Afghanistan+
9: ګوګل بوک 

دا هم کتابونو موندلو ښه ادرس دی 

https://books.google.com/

همدا رنګه ګوګل کې PDF D.riv.e ولیکئ  البته دغه ټکي ورڅخه وباسئ (پي ډي ایف ډرایب) هلته کتابتون موندلی شئ او هغه کې ۸۴ میلیونه کتابونه لینک نشرول یی فیسبوک منع کړی 

10: هاتي ټرسټ 

د میلیونو کتابونو او جورنالونو کور

https://www.hathitrust.org/

11: کتابونو ته د آزاد لاس رسي ویب سایټ 

میلیونونه کتابونه وړیا لاسرسی پیدا کولی شئ 
https://www.doabooks.org/

12: منې بوکس
د ۵۰۰۰۰ وړیا کتابونو کور
https://manybooks.net/

13: بوک بون 

دا هم یو ښه ویب سایټ دی له تیرو لسو کلو یی کاروم 

https://bookboon.com/

14: وړیا الکترونکی کتابتون 
دې کتابتون څخه هره میاشت ۵ وړیا کتابونه ډانلوډ کولی شې 
https://www.free-ebooks.net/philosophy/Rediscovering-Transcendence

15: د ګوتنبرګ پروژه 

دا کتابخانه ۶۰۰۰۰ کتابونه لري
https://www.gutenberg.org/

فیسبوک کې ګروپونه 

فیسبوک کې هم ځیني پخواني ګروپونه شته چې کتابونه یې خپرول او ځینې یې لا فعال دي. تاسو کولی شئ دګروپ له غړی توب ورسته Files په ګزینه کلیک وکړئ او د کتابونو لیست تر لاسه کړئ. 

16: افغان سالار کتابتون 

دا کتابتون سالار اکا جوړ کړی دی او څو کاله زما په شمول زموږ ملګرو ورسره د کتابونو په نشر و پخش کې همکاری لرله ښه ذخیره لري 
https://www.facebook.com/groups/1822812871297698/?ref=share_group_link

17: د کتاب لنډیز ګروپ 

دا ګروپ هم زموږ ملګرو جوړ کړی او ددایروي مطالعې یوه برخه وه او ټولو به د خپلو لوستل شویو کتابونو لنډیزونه خپرول اوس هم فعال دی کولی شئ وړیا عضویت یې واخلئ 
https://www.facebook.com/groups/2749108235315819/?ref=share_group_link

18: کتابخانه ابو علی سینا بلخی 

دا کتابتون مي نږدې لس کاله مخکې موندلی وو ډیر ښه کتابونه او ذخیره لري 

https://www.facebook.com/groups/294460714025092/?ref=share&mibextid=NSMWBT

19: باور کتابتون
باور هم یو له غني کتابتونو څخه دی چې زیات شمیر کتابونه ذخیره لري.
https://www.facebook.com/groups/bawarketabtoon/?ref=share&mibextid=NSMWBT

تلګرام 

ټلګرام په اوس وخت کې د کتابونو د خپرولو غوره پلټفارم دی ځکه هلته د کاپي رایټ قوانین دومره نه نیول کیږي.  هلته کولی شئ د چینل دننه هم سرچ وکړئ او همدا رنګه په هر چینل کې د Files په ګزینه کلیک وکړئ او ټول موجوده فایلونه وګورئ

ټلګرام کې دا چینلونه کتابونه خپروي
 
20 : کتابتون 
https://t.me/Pdfbookpashto

21: نایابه او کمیابه فارسي کتابونه

https://t.me/freeforbiddenbook

22: کتابخانه مجازی دانشګاه 
https://t.me/PNUIRketab

23: کنګره بزرګ محصلین 
https://t.me/afghan_congres

24 : ټلګرام د انګلیسي کتابونو سټور 

دې چینل کې د نورو انګلیسي کتابتونو د چینلونو لینکونه هم موندلی شئ

https://t.me/bookstoretelegram

25:  ټافل زون 

ټافل زون د انګلیسي ژبې د زده کړي او ټافل په باب پریمانه کتابونه او محتویات لري.
https://t.me/toeflzone

۲۶:  د غږیزو کتابونو د موندلو لپاره لاندي لینک خلاص کړئ.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=897098298294679&id=100039835524124&mibextid=yeseh4

تلګرام کې ایرانیان زیات فعاله دي او ددې تر څنګ د ټالبانو، ډایشیانو او نورو ټرو.ریسټانو ځالي هم تلګرام کې شته پام کوئ ښکار مو نکړي.

نوټ: د کتابونو د موندلو لپاره زیات شمیر نور ویبسایټونه او ادرسونه هم موجود دي. د ځینو ویبساټونه بدل شوی او ځني ما ونشوی موندلی. تاسو هم کولی شئ خپلې تجربې او لارښوونې مو شریکې کړئ تر څو زه لیکنه وخت په وخت اپډیټ کړم.

بل نوټ: د کتاب او مالوماتو د موندلو لپاره اړینه ده د سرچ انجن د کارولو په چل ځان پوه کړو،  هیڅکله پوره جمله مه لیکئ د کتاب، لیکوال، ژباړن یا موضوع پوره یا نیم نوم او یا هم یوه کلیدي او مهمه کلیمه سرچ کړئ او همداسې کلیمې بدلې را بدلې کړئ.

اخیري نوټ:  شیر یې کړئ چې یو بل وطندار هم استفاده ورڅخه وکړي.

Related Articles

برعکس

برعکس مصطفی عمرزی مرحوم فرشته کوهستانی با حمله بر آریانا سعید، مشهور شده بود. او در یک واکنش به ابراز نظر خانم سعید در ارتباط به حجاب، با سر و کله ی داعشی، وب کم می دهد و در آن فلم، قربان و صدقه ی سر و صورت خودش می شود. ویدیوی آن موجود است که شبیه حجاب زنان کشور های حوزه ی خلیج عربی، موهایش را پوشانده بود. اخیراً وزارت خارجه ی امریکا، نام فرشته...

د یو ښه رنځپوه ځانګړتیاوې

 دیوښه رنځپوه ځانګړتیاوې لیکنه-وړانګه اکبرد ذده کړیالۍ له لومړۍ ورځې څخه د یو رنځپوه په مسلک پورې اړوند د خلکو، قانون او همکارانو له خوا ځینې مسؤلیتونه شته چې د رنځپوه له کاري ژوند سره دوام لري.ناروغان د رنځپوه له فکري او فني پوهې څخه پرته نور ډېر څه چې یو رنځپوه یې باید ولري غواړي. د یو رنځپوه ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:په خپل مسلک کې پوهه ولريکه...

وېښتانو توېدل

د وېښتانو توېدل: د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...