To start downloading books

Please sign in or create an account.

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت

ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي. 

 ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني والي کې لوړي او نه پرېږدي چې څوک د ده حقونه ترې واخلي؛ خو ځينې بیا دا چاره نه ترسره کوي او د عمر تر اخره کم جراته او یا هم بیخي بې جراته پاتې کېږي.

 ممکن تاسې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ځوانان لیدلي وي، چې د خبرو پر مهال یې غږ لړځېږي، خبرې یې ژویلې - ژویلې کېږي، خوله یې وچېږي، د بدن رنګ یې سور کېږي، عصباني کېږي، د زړه درزا یې ډېرېږي، بې ارادې کېږي، لار ترې ورکېږي او نورې ډېرې ستونزې چې د بې جراتۍ له امله وي، رامنځته کېږي چې همدغه حالت ته بې جراتي یا کم جراتي ويل کېږي.

 د بې جراته کسانو نښې نښانې:
 په ټولنیزو فعالیتونو او کارونو کې ګډون نه کول.
 پر ځان ډېر ټیټ باور لرونکي.
 کاري فرصتونه او ښه ټولنیز ځایونه له لاسه ورکوي.
 بې ارادې، بې انګېزې او بدبینه وي.
 معمولا ډېر لږ ملګري او لږې اړیکې لري.
 ټکنالوژي ډېره کاروي او سر و کار یې له کمپیوټر سره وي.
 معمولا د ملګرو، خپلوانو او دوستانو لیدو ته نه ځي.

 نو څنګه با جراته شوو؟ 
 که  غواړئ با جراته او پر ځان د لوړ باور لرونکي واوسئ، له تېروتنې هېڅ مه وېرېږي.
 وړه بریا مو هم بې ارزښته مه ګڼئ او له نورو سره مرسته کوئ.
 ستاسې بریا مخکې له دې چې خبرې پیل کړئ، دا ده چې د خبرو لپاره مو بشپړ چمتووالی ونیسئ تر څو ښې او په پوره جرات او ډاډ خبرې وکړئ او ذهن کې مو داسې تصور جوړ کړئ چې تاسې یو بریالی او با جراته شخص یئ.
 د ارواپوهنې یو عالم  وايي، چې ځان ته ارزښت نه ورکول یا ځان بې ارزښته ګڼل خپله د بې جراتۍ لامل کېږي.
 د ډېری خلکو د پرمختګ خنډ همدا بې جراتي یا کم جراتي ده. د بې جراتۍ درملنه د هر انسان په ژوند کې ممکنه ده؛ یانې: 
 ۱ـ له ځان سره مو مینه کول زده کړئ.
 ۲ـ ځان ته احترام او درناوی ولرئ.
 ۳ـ خپلې وېرې مو وپېژنئ او هغوی ته په پوره منطقي ډول حل لار پيدا کړئ.
 ۴ـ احساسات مو په روښانه او واضح ډول مقابل اړخ ته ووايئ.
 ۵ـ ځان د یو مبارز شخص په توګه ومنئ، چې څنګه وکولای شئ له نورو سره داسې اړیکې ولرئ چئ له خپلو حقونو دفاع وکړئ او با جراته واوسئ.
 ۶ـ باید زده کړئ چې د نورو د نیوکو مقابل کې زغم ولرئ.
 ۷ـ که څوک مو کوم کار ته هڅوي، نه ورته مه ویئ، بلکې ځان ځواکمن وښيئ تر څو د هغوی پام او درناوی ستاسې لور ته لا درواوړي.
 له ښه بخته چې د وخت په تېرېدو او د عمر زیاتوالي سره د کم جراتۍ یا بې جراتۍ کچه ټیټېږي!
 
 د بې جراتۍ لاملونه
 بې جراته خلک خپل ځانته ارزښت نه ورکوي یا هم دا تصور او فکر کوي چې نور ده ته په ارزښت قایل نه دي. هېڅ څوک له دې سره علاقه نه لري چې، د نورو د ملنډو شي؛ خو زړه ور او با جراته خلک د دې حالت کیسه کې نه دي او دا هم باید وویل چې درانه خلک درانه دي.
 ۱ ـ ځینې خلک خپل ځان له فکري لحاظه کمزوري ګڼي. څه چې دوی لیکي او وايي د دوی په نظر بې ارزښته دي.

 ۲ ـ د نورو له ملنډو وېره بې دلیله ده، ځينې کم جراته خلک حتی دا زړه نه کوي چې، خپله مینه او محبت د کورنۍ غړو ته هم وښيي. د مینې، مننې، مهربانۍ او نورې کلمې د بې جراتۍ له امله د دوی په خوله نه راځي او همالته دفن کېږي.
 ۳ ـ پر ځان باور، له ماتې وروسته دی.
 همدارنګه دا خلک فکر کوي چې، د نړۍ ټول خلک د ده له ماتې خبر دي. دوی خپل ذهني انډول له لاسه ورکوي او د خلکو او ټولنې سره هېڅ کله یو ځای کېدا ته زړه نه ښه کوي. تر دې چې د ملګرو، همکارانو او خپلو خپلوانو سره د مخ کېدو جرات نه کوي، تر څو ده ته سپارښتنې وکړي.

 کورنی چاپېریال 
 ډېری ماشومان چې په کوچني والي کې د کورنۍ له مینې او محبته محروم پاتې دي، د ځوانۍ دوره کې پر ځان بې باوره کېږي او ځان بې ارزښته ورته ښکاري او په کور کلي کې د خجالتۍ او بې ارزښتۍ احساس ورسره له هماغه کوچني والي را لویېږي.
 نو د کورنۍ مینه ماشوم ته په ځانګړې توګه د مور و پلار، دا احساس ورکوي چې دی با ارزښته دی او په همدې حال کې ځان با  جراته او آرام او خوندي احساسوي.

 د کورنۍ د غړو ترمنځ اړیکې 
 د کورنۍ د غړو ترمنځ نیږدې اړیکې یوه اړینه مساله ده؛ که د کورنۍ د غړو او په کورنۍ کې دنننه اړیکې صمیمي وي، نو د کورنۍ ماشومان به هم با جراته او پر ځان د باور لرونکي اوسي. خو که برعکس په کورنۍ کې جنګ جګړې او بې باورۍ وي، د کورنۍ ماشومان غړي به هم بې جراته وي.

نیوکې او رټل
 بدبختانه چې ځينې زامن یا لورګانې تېروتنه وکړي، د مور و پلار له خوا هغوی رټل کېږي او هغوی ته په ترسره شوي کار د خجالتۍ احساس ورکوي او دوی چې هر کار کوي، د هغوی له خوا پرې نیوکه کېږي او رټي یې. د نیوکې او رټلو پر ځای که هغوی ته په مینه د هغوی تېروتنه په ګوته کړو، هم به د هغوی تېروتنه اصلاح شي او هم به با جراته او په ځان باور لرونکي جوړ شي.

د دې ستونزې حل لار څه ده؟
 که څوک وغواړي چې خپلې دغې ستونزې سره مبارزه وکړي، نو کولای شي چې حل یې کړي او درملنه یې وکړي او د بې جراتۍ څخه ځان خلاص کړي او همدارنګه کولای شي له هغو وړتیاوو ګټه واخلي چې لري یې.
 لاندې چارې ترسره کړئ:

۱ ـ په سلام کې مخکې والی وکړئ!

۲ ـ وروسته له سلامه په عامو او دودیزو جملو جوړ پخیري وکړئ! مرسته د دې کار دا چې په خبرو کې به روان او ډاډه اوسئ؛ که لغات پراني وکړئ، ممکن سهي کارونه یې ونه کړئ او تر فشار لاندې راشئ او خپل جرات وبایلئ.

۳ـ په ټولنیزو کارونو، کورنیو کارونو او نورو پروګرامونو کې ګډون وکړئ او ځان فعاله وښيئ!

۴ ـ کله چې خبرې کوئ، لاس، پښو، او نورو د بدن غړو ته مو مه ګورئ او مه یې په اړه فکر کوئ، بلکې پام مو یوازې په خپل هغه مطلب وکړئ چې غواړئ مقابل شخص ته وړاندې کړئ!

۵ ـ مخکې له دې چې خپل مطلب د خلکو مخ ته وړاندې کړئ، څو ځلې یې تکرار کړئ او  ښه ځان ډاډه کړئ چې ستونزه پکې نه لرئ!

۶ ـ کوښښ وکړئ څه چې وایئ، ښه تسلط او واک پرې ولرئ!

۷ ـ که چېرته له ماتې سره مخ شوئ، خپل جرات له لاسه مه ورکوئ او بیا هماغه کار ته په پوره انرژۍ او بدیلې بریالۍ لارې را وګرځئ!

۸ ـ کله چې د نورو پر وړاندې خبرې کوئ، ځان ته دا ډاډ ورکړئ چې (زه یې کولای شم!)

Related Articles

کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو.  که حقیقت ومنو نو له همدې خلکو پرته ژوند ډېر ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانګړې توګه د ملګرو درلودل د هر انسان...

چیستی آسیب های روانی- اجتماعی

چیستی آسیب های روانی- اجتماعی (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی تحولات کودتایی، پی آمد هایی داشتند که تنها در زمینه ی سیاسی نماندند. در واقع اثرات ناگوار آن ها، مردم ما را در چهار راه پریشانی، به فرامرز هایی کشانده اند که حتی در کشور های باثبات، بحران روحی را تجربه می کنند.  نوستالژی بد که یاد وطن را در طوفان حوادث می سازد، در رهگذر جدید که فرهن...

د معدې د سرطان نخښې او لاملونه

کله چې د معدې پر سطحه سرطاني سلولونه رامنځته شي، دې حالت ته د معدې سرطان (gastric cancer) ويل کېږي. کېدای شي دا حالت پراختيا پيدا کړي او له معدې څخه د بدن نورو برخو لکه، خېټه، هډوکو او ځينو نورو ځايونه ته انتقال شي. تاسو به ددې لیکنې تر پايه ددې ناروغۍ پر علايمو او لاملونو پوه شئ.  علایم:دغه ناروغي په لومړيو وختونو کې هېڅ ډول نښې نه لري. مګر د لږ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...