هغه کړنې چې ستاسو شخصيت او ټولنيز محبوبيت ننګوي

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 30, 2020
5 years ago
3,726 views
هغه کړنې چې ستاسو شخصيت او ټولنيز محبوبيت ننګوي

موږ ټول غواړو چې په کورنۍ او  ټولنه کې محبوبیت ولرو. خو په دې نه پوهېږو، چې کوم کارونه موږ ته درنښت را بخښي او کوم مو شخصیت ننګوي.
 که تاسو ځير شئ په ټولنه کې ځينې وګړي ډېر محبوبيت لري او بعضي نور بیا د ټولو بدې شي.
 دا طبيعي خبره ده، چې هر انسان غواړي نور خلک یې ښه ووايي، ويې ستايي او په درنښت ورته قایل وي. په دې برخه کې ځينې وګړي بریالي شي او ټولنيز محبوبيت پيدا کړي مګر برعکس ځينې نور په دې کار نه توانېږي. ددې ډېر عوامل کېدای شي، موږ يې ځينو ته اشاره کوو. 

 ۱. ځان غوښتنه
 هغه کسان چې ځان غوښتومکي دي همېشه تر نيوکو لاندې وي او هېڅوک يې نه خوښوي. دغه ډول خلک تر هر څه لومړی خپل نږدې ملګري له لاسه ورکوي. ورپسې ورو ـ ورو د خپلې ټولنې نور وګړي يې هم بد وايي او خپل درنښت له لاسه ورکوي.
 ځان غوښتونکي خلک په هر څه کې یوازې خپل خیر غواړي. د ملګرو، کورنۍ او ټولنې غم ورسره نه وي. تاسو کوښښ وکړئ په هر کار کې د خپلو ملګرو او د ټولنې د نورو وګړو ګټې هم  په نظر کې ونيسئ. په دې کار سره به تاسو خپل درنښت او احترام ساتلی وي.

 ۲. عاطفي نا امني
 که تاسو داسې حالت لرئ، چې تل کوښښ کوئ د خپل ځان په اړه د نورو نظریات واورئ له عاطفي نا امنئ سره مخ یئ او دا ډول خلک د نورو نه خوښېږي. تاسو کوښښ وکړئ لومړی خپلې کورنۍ ته مينه ورکړئ بیا خپلو ملګرو ته. تر څو پرته له ويلو هغوی تاسو سره مينه وکړي او ومو ستايي. کوښښ مه کوئ د خپل ځان په اړه د نورو فکر په اړه له هغوی ډېر وپوښتئ. 

 ۳. آمرانه چلند
 ډېر کم خلک دا خاصیت لري، چې د نورو امر ومني. که تاسو له نورو سره داسې چلند کوئ، خپل شخصیت خرابوئ. له دې ډول خلکو نور وګړي تښتي او یوازې پاتې کېږي. تاسو کوښښ وکړئ تل د يوه ملګري په څېر چلند وکړئ. ددې پر ځای چې هغوی د کمۍ احساس وکړي باید د ډاډ احساس به لري. 

 ۴. ډېرې خبرې 
 هغوی چې ډېر غږېږي نور یې بد ګڼي. تاسو به حتمن داسې خلک پېژنئ چې تل خبرې کوي، آن د خبرو نوبت هم چاته نه پرېږدي. دا ډول خلک د ټولو بدې شي. په پښتني سیمو کې ورته "کړتو" کلمه کاروي. هېڅ څوک يې خبرو ته اهميت نه ورکوي. نو تاسو کوښښ وکړئ، کم وغږېږئ خو تل په منطقي او مستدللو الفاظو خبرې وکړئ. که په کومه موضوع نه پوهېږئ اړينه نه ده، چې حتمن نظر ورکړئ. ډاډه ووايئ چې په دې برخه کې زه معلومات نه لرم.

 ۵. منفي فکره
 ځينې خلک د هر کار منفي اړخ لټوي او یوازې نيوکې کوي. دغه ډول خلک ډېر ژر خپل محبوبیت له لاسه ورکوي. 
 که له تاسو سره څوک مشوره کوي، کوښښ وکړئ پيل له نيوکو مه کوئ. لومړی ډاډ ورکړئ او ويې ستايې. بيا په ډېر سمو الفاظو منفي ټکي ورته په نښه کړئ او دا به لا ډېره ښه وي، چې حللاره هم ور وښيئ.

 ۶. دروغ
 تاسو له هر څه وړاندې د خپل شاوخوا داسې یو څوک فکر ته راولئ، چې دروغ وايي. بیا فکر وکړئ چې ستاسو خوښېږي او که نا. ځواب به مو حتمن "نه" وي.
 دروغ ويونکي خلک هېڅکله ښه شخصیت نه شي لرلای. ممکن ځينې یې د لنډ وخت لپاره خپل کاذب شخصیت جوړ کړي، مګر ډېر ژر يې له لاسه هم ورکوي.

Related Articles

Jan 04, 2021
2,621 views

څنګه یو سکالرشیپ ته بریالي کیدلای شو؟

زمونږ د زده کړو سیستم ته په پام سره له هیواده بېرون زده کړې کول د هر زده کوونکي ارمان وي. خو دا چاره لګښت غواړي او د هر چا د وس کار نه دی! که تاسو په دې فکر یاست نو اشتباه مو کړې. د نړۍ په کچه د زده کړو په زرګونو سکالرشیپونه شتون لري چې ممتازو زده ک...

Oct 17, 2021
2,634 views

ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو (ناول) - #څلورمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انجلۍ پهٔ غوصه وویل:- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي غالب ناهیلی بیرته خپل ځای ته راستون شو، شوکت وویل:- خیر زړه مهٔ خوره له فطرته بدبخت یې څو شیبې دواړه...

Oct 02, 2021
2,243 views

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه (دریمه برخه).

لېکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه   دریمه برخه تاج محل   تاج محل د اګرې ښار ته نږدې د ډهلي د سویل خوا یعنې د هندوستان د پلازمېنې په 200 کیلو میټرۍ کې موقعیت لري. تاج محل د مغلو د واکمنۍ هغه نه هېرېدونکې ډالۍ ده، چې د نړۍ په اوو حیر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,978 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,187 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...