د سټریس (فشار) د کمولو څو بېړنۍ لارې!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 24, 2021
4 years ago
3,216 views
د سټریس (فشار) د کمولو څو بېړنۍ لارې!

لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د سټریس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دي. 
 يواځینی کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر کيږي بايد د سټریس زېږېدونکو شرايطو سره جدي برخورد وکړو.

 لومړی ـ شوخي او خوشالي
 شوخي د سټریس د کمولو يوه بېړنۍ لاره ده. شوخي او د خندېدلو مزاج له طريقې څخه ګټه اخیستنه په مغزو کې د ګټورو کيماوي موادو د ترشح کېدو لامل ګرځي.
 ډېری خلک د خندا په وخت کې ستاسې په ذهن کې ښه احساس رامنځته کوي، او بېلابېل احساسات لري.
 د يوه طنزيه مطلب (لیکنې) د لوستلو په وخت کې، که هغه مو که په وار وار سره اوریدلی هم وي، يوه وړه خندا ستاسې پر شونډو خوروي. په دې وخت کې تاسې له سټریس څخه ډېره فاصله پیدا کوې. همداسې يو کوميډي فلم ليدل هم خورا ګټور تمامېږي. 

 دویم ـ تګ او له ځان سره په لوړ غږ خبرې کول
 د چټک تګ او قدم وهلو لپاره له کوره بهر شئ. هو؛ له کوره بهر شئ!
 خپل چاپيريال ته مو بدلون ور کړئ. ازاده هوا تنفس کړئ، د باران، ګلانو او ونو بوی تنفس کړئ. په دې کاره سره ستاسې احساس تحريک کېږي. د قدم وهلو پر وخت کې په لوړ غږ له ځان سره خبرې وکړئ، که يو بل ملګری درسره وي له هغه سره خبرې وکړئ.
 د سيمې له خلکو سره خبرې وکړئ، پريږده چې ووايي چې دا څه کوي!؟
 په ياد ولره ستا صحت اړين دی نه د خلکو خبرې!

 درېيم ـ ډېرې اوبه وڅښئ
 له دې څخه مو مطلب ساده اوبه دي. نه چای، نه قهوه، نه ریډبول، نه د ميوې جوس او يا هم انرژي. زموږ د بدن ټول غړي د مغزو په شمول، د دې لپاره چې په ښه شکل فعالیت وکړي اوبو ته اړتيا لري.
 که ستاسو بدن د اوبو په کمښت اخته شي، له خپل توان څخه به کم کار کوئ او همدغه د سټریس د رامنځته کېدو لامل کېږي.
 زموږ د ټولنې وګړو کې مامورين د اوبو په کمښت اخته کېږي. په همدې خاطر د اوبو له څښلو سره د بدن اوبه پوره کړئ. 

 څلورم ـ ويده کېدل او چرت وهل
 کېدای شي ساده کار نه وي؛ خو ممکن دی.
 وړوکی چرت ووهئ، همدا د بدن د چارج کولو طبيعي لاره ده. همدارنګه که غرمې لخوا په کور کې ياست ويده شئ. له ډوډۍ څخه وروسته خوب ګټور نه دی. ځکه چې ممکن پر معدې مو فشار راشي. 
 د مديترانې او آسيا په ډېرو هيوادونو کې د نېمې ورځې خوب بيخي معمول دی. د مرکزي امريکا او مديترانې خلک د ورځينيو کارونو په جريان کې د نیمې ورځې خوب له ياده نه باسي. 

 پنځم ـ وژاړئ
 د ژړا او اوښکو تویولو په اړه موږ ډېره کم پوهېږو؛ مګر موږ ټولو د ژړا او اوښکو تویولو اثر د سټریس په ټيټېدو کې تجربه کړی دی.
 ژړل او اوښکې تويول د خپګان په کمولو کې لوی رول لوبوي. متاسفانه زموږ په ټولنه کې ځلميانو او لویانو کې ژړا د کمزورۍ نښه بلل کېږي او هغوی ته د ماشومانو خطاب کېږي. خو اصلا دا مفکوره ناسمه ده.

 شپږم ـ ژوره ساه اخيستل
 د کورنیو ډاکټرانو په نامه د یوې امریکایۍ طبي اکاډمۍ طبي څېړونکي وایي، چې د ژور خپګان د کمولو لپاره ژوره ساه اخیستنه یوه تر ټولو موثره چاره ده. دوی زیاتوي چې د ساه اخیستنې په تکنیک کې اړینه ده، چې په یوه هواره سطحه د ملا په تخته وغځېږئ، یو لاس مو پر معده او بل لاس مو د سینې پر قفس کېږدئ، وروسته په کراره ساه واخلئ او ډاډه شئ، چې د ساه اخیستنې پر مهال معده لږ پورته راشي. وجود ته د هوا له ننوېستو وروسته خپله ساه له یوې تر دوو ثانیو بنده کړئ، بیا د پزې له لارې هوا وباسئ او اجازه ورکړئ چې معده بېرته ښکته لاړه شي. دا عمل څو ځلې تکرار کړئ، تر څو لږ هوسا شئ او د سټریس د ډېرېدو مخه ونيول شي.

 ليکواله: فاطمه اعظم

Related Articles

Jul 11, 2022
1,863 views

د تندي او مخ د ګونځو علت او چاره یې

د تندي او مخ کونځې عموماً په زړښت کې پڅرګندېږي خو ځیني وختونه کیدای شي ګونځي تر زړښت مخکې هم پیدا سي. په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو ګومځې زیاتولی شي. په اوس وخت کې دا ستونزه تر ډیره عامه سوې ده نو ځکه تاسو اړ نه یاست چې په اړه یې ډیر اند...

Feb 21, 2022
1,855 views

د اینګین اکیورک پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري د اینګین اکیورک پېژندنه   د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپر...

Apr 15, 2021
3,292 views

خرما (کجورې) او روغتيايي ګټې یې

خرما چې ځینې پښتانه ورته کجورې هم وایي ، په انګریزي ژبه یې (Date ) ، په عربي ژبه یې تمر او په هندي او اردو ژبو کې یې هم کهجور بولي او علمي نوم یې ( Phoenix dactylifera) یو ډول خوږه میوه ده چې مسلمانان زیاتره دتبرک لپاره پرې روژه ماتوي . دخرما  ونې( D...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,524 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,894 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...