To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,209
د اینګین اکیورک پېژندنه

د اینګین اکیورک پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري

د اینګین اکیورک پېژندنه

 

د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپرېدلې او ډېر مينه وال یې پیدا کړي وو. 

موږ په نننۍ لیکنه کې د اینګین اکیورک په اړه تاسو ته معلومات درکوو، که غواړئ چې د اینګین له شخصي ژوند، سینمایي سفر او بریاوو څخه خبر شئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ! 

د اینګین اکیورک زیږېدنه او کورنۍ 

 اینګین اکیورک په ۱۹۸۱ م کال د اکټوبر پر ۱۲ مه ڼېټه د ترکیې په انقره ښار کې زېږدلی دی.

 پلار یې د دولت کارکوونکی و او مور یې د کور ښځه وه یعنې کومه ځانګړې دنده یې نه درلودله.

یو ورور لري چې نوم یې ارن دی.

د اینګین ونه ۱۸۷ سانټي مېټره ده.

 شتمني یې تر یو میلیون ډالرو پورې اټکل شوې ده.

زده کړې!

اینګین په ۲۰۰۲ م کال کې د تاریخ له پوهنځي څخه د لسانس په کچه فارغ شوی دی.

هغه وروسته له فراغت څخه خیریه کارونو ته مخه کړه لکه، د ترکیې د زلزلې له زیانمنو کسانو سره بع یې مرسته کوله.

 اینګین له فراغت څخه دوه کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۴ م کې د ترکیې د ستورو د استعدادونو پیدا کولو په نوم په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ او په پای کې اینګین د ترکیې د غوره نارینه اداکار جایزه وګټله.

 

 په سینما کې د اینګین بریاوې

اینګین اکیورک د ترکیې د سینمایي ستورو په خپرونه کې له ګډون څخه وروسته ډېر ژر د خلکو په منځ کې مشهور شو او د {بهرنی زوم} په ډرامه کې د کار کولو وړاندیز ورته وشو. یاده ډرامه د ۲۰۰۴ م ــ ۲۰۰۷ م کلونو ترمنځ جوړه شوه.

اینګین په ۲۰۰۶ م کې د برخلیک په نامه فلم کې د لومړي ځل لپاره کار وکړ او د همدې فلم په واسطه یې دوې نورې جایزې هم تر لاسته کړې.

اکیورک ته په ۲۰۰۸ م کال (که یوه ورېځ وای) ډرامه کې د لومړي ځل لپاره مرکزي رول ورکړل شو.

 وروسته بیا د فاطمه ګل ګناه څه ده؟ په ډرامه کې چې په افغانستان کې د فاطمه ګل په نامه خپرېدله هم  مرکزي رول ورکړل شو.

له هغې وروسته اینګین د کاراپاراـ اوښکې په ډرامه کې له توبا بیوک اوستون او ایکو کارایال سره یو ځای کار وکړ دغه ډرامه په ۱۴۸ هېوادونو کې د ډېر پلورل کېدونکو ترکي ډرامو په ډله کې وشمېرل شوه.

اینګین په یاده ډرامه کې له کار کولو وروسته د ۲۰۱۵ م کال کې د غوره اداکار جایزه وګټله.

اینګین اکیورک لا واده نه دی کړی او مجرد دی.

د اینګین تر ټولو نوې ډرامه د خلاصون ده چې په ۲۰۱۷ م کال کې خپره شوه او له فخریې اوجن سره یې پکې رول لوبولی دی.

اینګین اکیورک په ۲۰۱۶ م کال کې د  نړۍ د ښه ذوق لرونکي نارینه جایزه هم تر لاسه کړه.

Related Articles

الحرم مسجد

لیکنه: شکېبا نادري، الحرام جومات   لیکنه: شکېبا نادري    د نړې له لرغونو او پخوانیو درېیو  جوماتونو، چې لومړی یې نبوي، دویم اقصا او درېیم یې الحرام جومات دی. موږ د نبوي او اقصا جوماتونو په اړه په تېرو لیکنو کې معلومات وړاندې کړل او په دې لیکنه کې غواړو چې د الحرام جومات په اړه معلومات درکړو. که تاسو هم غواړئ، د دې لرغوني او سپېڅلي جومات په اړه...

"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو. "په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو باید د دواړو په توپیر پوه شئ. لومړی ـ  "په" د ظرفیت او الیت لپاره کاروو. لکه: ـ په ګيلاس کې اوبه نشته...

غرنېو خلکو د ځواکمنۍ راز

( موضوع سره تړلې زما د ژوند ېوه تجربه )ډېر کلونه وړاندې مې بلاخره د ماشومتوب د دوران ېو ارمان پوره شو او وتوانېدم چې د سپين غر څوکې ته پورته شم .کيسه داسې وه چې ېوه ډله کابلي (!) شينواري چې زه هم دې ډله کې وم تر ډېرو کلونو وروسته خپلې ولسوالۍ ( هسکې مېنې) او کلي ته د چکر لپاره ولاړو . تر څو ورځو تېرولو وروسته مو پرېکړه وکړه چې سپين غره ته وخيژو ، ځ...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...