خرما (کجورې) او روغتيايي ګټې یې

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 15, 2021
4 years ago
3,313 views
خرما (کجورې) او روغتيايي ګټې یې

خرما چې ځینې پښتانه ورته کجورې هم وایي ، په انګریزي ژبه یې (Date ) ، په عربي ژبه یې تمر او په هندي او اردو ژبو کې یې هم کهجور بولي او علمي نوم یې ( Phoenix dactylifera) یو ډول خوږه میوه ده چې مسلمانان زیاتره دتبرک لپاره پرې روژه ماتوي .
 دخرما  ونې( Date palm )زیاتره په مصر ، سعودي عربستان ، عراق ، عمان ، لیبیا ، الجزایر ، سوډان ، عربي متحده اماراتو ،فلسطین ، اسرائیلو ،  تونس ، یمن ، ترکیې ،قطر، کویټ ،ایران او پاکستان کې  ډیرې دي او دمصر هیواد دخرماوو په تولیداتو کې ترټولو نورو هیوادونو مخکې دی. 
 خرما دګلوکوز، انرژۍ، پروټینو ، اوسپنې ،کلشیم ، پوتاشیم ،فاسفورس،  کاربو هایډریډ ، فایبرونو او معدني  موادو نه ډکه مېوه ده.. همداراز په خرما کې د A،B،C او E وایټا مینونه هم   شته .
 دخرماووطبی ګټې : 
 ۱-دزړه دناروغیو لپاره ډیر  ګټوردی.
 ۲- دقبضیت علاج پرې کیدلی شي . 
 ۳- هغه کسان چې لږه وینه ولري نو دخرماووخوړل ورته ګټوردي.
 ۴- دبلغمو دله منځه وړلو لپاره ګټور دی. 
 ۵- که چیرې دسهار تر چایو دمخه یو ساعت وړاندې وخوړل شي نو دخیټي چینچیان وژني . 
 ۶- جنسی ځواک پیاوړی کوي . 
 خو په یاد ولرئ هغه کسان چې دشکرې په ناروغۍ اخته دي نو باید ډیره خرما ونه خوري . 
 خرماډیر ډولونه لري چې په عربي هېوادونو  کې ددغوبېلابېلو ډولونو نومونه په لاندې ډول دي : 
 أفندي ،جبيلي، مكتومي، سويدا،عجوة،کعيكه،منيفي،شهل عنبرة،خلاص  ،مسكاني، شلابي،بيض،خضري،مشوكة،شقري،برني، خصاب،ربيعة،صفري،برحي،لونة،رشوديه،سكري،غر،لبانة،صفاوي، صقعي، حلوة،مبروم،شيشي،ونانة،حلية،ساريةاو ذاوي.
 دخرماوو ځینې ونې ډیرې لوړې اوځینې هم ډیرې لوړې نه وي او  ډېرو اوبوته هم اړتیا نلري  . 
 له خرماوونه ډول ډول مربا ګانې هم جوړیږي او یو ه ګټوره او خوندوره مېوه ده.دخرما دونو لّه پاڼو ببوزي او ډول ډول ټوکرۍ  ګا نې هم جوړیږي.، له نېکه مرغه دخرما دونو کرل  اوس دافغانستان د هیلمند او ننګرهار په ولایتونو کې هم رواج موندلی دی.

 لطیف یاد

Related Articles

Oct 30, 2020
2,594 views

مرز منفور

مرز منفور (معرفی کتاب نفرین دیورند) نوشته ی مصطفی عمرزی وقوع دیورند در تاریخ افغانستان، واقعی ترین معنی یک مرز منفور است. راجع به این تراژیدی، آثار، کتب و مباحث زیادی ارائه شده اند که اگر جلو آگاهان آن ها قرار داده شوند، نو نیستند؛ اما این، به معن...

May 11, 2021
2,017 views

پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.   پاسترناک د روسیې ددې نوموتي لیکوال ب...

Jul 18, 2024
1,297 views

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,764 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,050 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...