د ډينګي ناروغي

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 04, 2021
4 years ago
4,901 views
د ډينګي ناروغي

ژباړه ـ ریاض مقامزی

نړۍ له بېلابېلو رواني، جنسي او جسمي ناروغيو ډکه ده. پخوا به آن ډېرو عادي ناروغيو هم خلک وژل، ځکه چې په طبابت کې د پام وړ پرمختګ نه و شوی؛ خو له نېکه مرغه اوسنی عصر د نورو برخو ترڅنګ په طب کې هم د پرمختګ او ودې زمانه بلل کېږي، چې ډېرې خطرناکې ناروغۍ پکې د درملنې او وقایې وړ ګرځي.

په هر حال؛ په دې ورځو کې د "ډینګي" په نوم د یوې ناروغۍ خپرېدا خلک خورا اندېښمن کړي دي؛ راځئ چې په اړه یې لا ډېر پوه شو.

 

ډینګي څه ډول ناروغي ده؟

دا یوه خپرېدونکي وايروسي ناروغي ده، چې په طبابت کې یې "Dengue fever" بولي. له نامه څخه یې معلومېږي، چې په یاده ناروغۍ کې له نورو دردونو سره ـ سره خطرناکه تبه هم مله وي. ډینګي اصلا د ایډیس ایجيپټي "Aedes aegypti" په نوم د یوې غوماشې (حشرې) لخوا خپرېږي. په دې معنا چې د یاد ماشي په مرسته له ناروغانو انسانانو څخه روغو ته دا ناروغي انتقالېږي.

که څه هم دا ناروغي د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې تر سترګو کېږي؛ خو د افریقا او اسیا ګرمې سیمې یې اصلي ځايونه بلل کېږي. روغتياپالان پر دې باور دي، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو "۸۰" سلنه (له هرو ۱۰ مریضانو څخه اتو تنو) درملنه په کور کې کېدای شي او پاتې نور اړ کېږي، چې روغتون ته مراجعه وکړي. البته دا اتیا سلنه هم هغه وخت سم وي، چې ناروغي یې ژر تشخیص شي.

علایم

د هرې ناروغۍ د پېژندنې لپاره ځانګړي نښې نښانې او علایم موجود وي د کومو په مرسته چې د ناروغۍ تشخیص کېدای شي. "ډینګي" ناروغي هم ځينې علایم لري، چې د ماشي تر چیچلو درې ورځې وروسته ـ تر دوو اونیو څرګندېږي. عمده نښې نښانې یې عبارت دي له: 

  • د بدن سخت درد
  • سخته تبه او لړزه
  • قی کول
  • اشتها کمېدل
  • د سترګو درد
  • پر بدن د سور رنګي بخار ختل 

 

ځان ساتنه

تر هر څه لومړی باید پوه اوسو، چې ددې ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړي درمل نشته؛ نو ځکه خو باید تر هر څه ډېر پر وقایې او ځان ساتنې تمرکز وکړو.

  • ددې ناروغۍ خپروونکي ماشي سهار مهال ډېر فعال وي؛ نو هڅه وکړئ په دې وخت کې له ماشو ځان وساتئ.
  • هغو سيمو ته له ورتګ ډډه وکړئ، چې ياد ماشي په کې پیدا کېږي او یا دا ناروغي په کې خپره وي.
  • ددې ماشو د ډېرښت میاشتې له "آګسټ" څخه تر "نومبر" پورې بلل کېږي. نو په دې دوران کې د ځان حفاظت ته ډېر پام وکړئ.
  • پشه خانې وکاروئ.
  • په کور کې د ماشو ضد درمل وپاشئ.

که له دې ټولو هڅو سره ـ سره بیا هم پر یادې ناروغۍ اخته شوئ؛ نو مه وارخطا کېږئ. دا ناروغي دومره وژونکې هم نه ده، چې تاسو دې خپله روحیه وبایلئ. د ناروغۍ پر مهال دا لارښوونې عملي کړئ.

  • ډېر استراحت وکړئ!
  • د دردونو د کمولو لپاره یوازې پرستامول ګولۍ وخورئ
  • ډېر مایعات وڅښئ
  • که ورو ـ ورو مو د ښه کېدا احساس درلود نو کور کې پاتې شئ؛ خو که برعکس ښه احساس مو نه درلود نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

Related Articles

Jan 23, 2021
4,772 views

کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو.  که حقیقت و...

Feb 21, 2022
1,912 views

د اینګین اکیورک پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري د اینګین اکیورک پېژندنه   د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپر...

Jun 04, 2021
4,644 views

د سروزرو (طلايي) معبد پېژنئ؟

د سروزرو معبد (طلایي معبد) چې په (Golden Temple) سره مشهور دی د هند د پنجاب په امرتسر کې چې زموږ د هیواد ځینې خلک یې امبرسر بولي د سیکانو ستره ګورودواره ده، چې دوی یې د (دربار صاحب) په نامه هم یادوي. ددې معبد بنسټ د سیکانو د څلورم ګورو او لارښود (ګو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,419 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...