کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 23, 2021
5 years ago
4,776 views
کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو. 

که حقیقت ومنو نو له همدې خلکو پرته ژوند ډېر ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانګړې توګه د ملګرو درلودل د هر انسان لپاره ډېر اړین دي. مګر ځینې خلک بیا له ملګرو شکایت لري. پوهېږئ ولې؟ ځکه چې دوی هغه خصوصیات نه پېژني، چې یو څوک پرې حقیقي ملګری ګڼل کېږي.

حقیقي ملګري څوک دي؟

که تاسو هم نه پوهېږئ، چې حقيقي ملګري څوک دي، نو مه خفه کېږئ. موږ یې درته وايو. تاسو لومړی خپل یو ملګری نظر کې ونيسئ او لاندې خصوصیات په پوره غور سره ولولئ!

۱ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په سختو حالاتو کې ستاسو ترڅنګ وي.

۲ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تل مو ښو او نېکو کړنو ته هڅوي. 

۳ ـ ملګری هغه دی، چې تاسو ته تل رښتيا وايي. 

۴ ـ ملګری هغه دی، چې تل له تاسو مشورې اخلي او هم تاسو ته نېکې مشورې درکوي. 

۵ ـ ملګری هغه څوک دی، چې ستاسو په نه شتون کې له تاسو ملاتړ کوي.

۶ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د نورو په مخ کې ستاسو شخصيت ته خاصه پاملرنه کوي.

۷ ـ ښه ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې ډاډ درکوي. 

۸ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تاسو ته تر ټولو ارزښمتن څیز (وخت) درکوي.

۹ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې پر هماغه ډاډه یئ! 

۱۰ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په شتون یې تاسو مثبت اړخ ته بدلون کوئ.

اوس وګورئ، چې له پورته ذکر شوو ځانګړنو یې څو ستاسو په ملګري کې موجود دي. که د موجودو ځانګړنو شمېر له "۶" ښکته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری نه دی. یوازې یو پېژندګلو دی. خو که د خصوصیاتو شمېر له "۶" پورته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری دی. ویې پالئ!

وروستۍ خبرې

لکه څنګه چې تاسو د حقیقي ملګرو په اړه پوهېدل غواړئ، همداسې نور خلک هم غواړي، چې رښتيني ملګري ولري. نو تاسو هم باید پورته ذکر شوي ځانګړنې په خپل ځان کې راولئ ترڅو د نورو وګړو حقيقي ملګري اوسئ. څه چې خپل ځان ته غواړئ نورو ته یې هم وغواړئ!

Related Articles

May 20, 2022
2,459 views

رفاقت که رقابت؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   یو حکایت دی وايي، چې استاد خپلو ټولو محصلینو ته یوه ـ یوه پوکاڼۍ او ستنې ورکړې. ویې ویل: "په یوه دقیقه کې به تاسو هڅه کوئ د بل کس پوکاڼۍ وچوئ او خپله روغه وساتئ. که د هر چا بالون/پوکاڼۍ روغه پاتې شوه هغه ګټونکی دی." وروسته له ی...

May 09, 2022
2,554 views

نابینا (ړنده) مور

ژباړه ـ ریاض مقامزی   وايي یوه نابینا مور په روغتون کې د خپل ناروغ زوی ترڅنګ ناسته وه او ژړل یې. ناڅاپه یوه پرښته راغله او ورته ویې ویل: ای مورې! زه د خدای له لوري راغلی یم. د خدای مهرباني ده، غواړي ستا یوه هیله پوره کړي. ووایه څه غواړې؟ هغې پرښتې...

Nov 17, 2021
1,929 views

د تور چای په اړه درې ناسم او څلور سم معلومات

د تور چای په اړه ګڼ شمېر ناسم معلومات یا خرافات ورکول کیږي، خو دغه چای د بدن داخلي برخو سربېره خارجي برخو ته هم خورا زیاته ګټه رسوي، دلته هغه ناسم او سم معلومات وړاندې کوو چې د تور چای په اړه خپاره شوي:ناسم معلوماتشین چای له تور چای څخه زیات ګټور دید...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,281 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...