د هاضمې ستونزې او د خیټې پړسوب څخه د خلاصون غوره لارې چارې

K
Ketabton
Author
Jun 07, 2021
4 years ago
1,924 views
د هاضمې ستونزې او د خیټې پړسوب څخه د خلاصون غوره لارې چارې

د هاضمې ستونزې او د خیټې پړسوب څخه د خلاصون غوره لارې چارې
د یوې فرانسوي ژورنال د څیړنیز راپور له مخې د هاضمې ستونزې او د خیټې پړسوب زیاتره وخت د خپګان او فشار له امله هم کیدلی شي، ځکه چې معده او فشار پر مزاج او ورځني فشار ژور اغیز کوي.
دغې ژورنال داسې غوره لارې وړاندې کړي چې په مرسته یې کولی شئ د هاضمې سیستم غوره کولو او د خیټې پړسوب او ګاز له منځه وړلو کې مرسته کوي.
سهارنی ورزش
له ټاکلي وخت ۱۵ دقیقې وړاندې پورته شئ او د یوګا په څېر ورزش ترسره کړئ، ددې لپاره په پښو کښینئ او سر پښو ته نږدې کیږدئ، بیا لاسونه پراخه وغوړوئ او اوږې نیغې د ځمکې په لور ټيټې کړئ او د پوزې له لارې سوکه سوکه هوا واخلئ. په دې سره فشار او خپګان له منځه تلی شي.
اوبه څښل
له اوږده خوبه د راپاڅېدو څخه وروسته بدن د وچوالي سره مخ کیږي، ددې لپاره چې څنګه له خوبه راپاڅیږئ لومړی یو ګیلاس اوبه وڅښئ، تر اوبو غوره داده چې د لیمو شربت په ګرمو اوبو کې ګډ او بیا وڅښل شي.
د خیټې مالش
د خیټې مالش کول هاضمې سره مرسته کوي، په نرمۍ سره د معدې او ګېډې شاوخوا ځای د لاس موټي په واسطه مالش کړئ، بیا ژوره ساه واخلئ او د لاس موټي سره د پوښتیو ترمنځ سخت فشار ورکړئ.
د قبضیت ضد جوس
نیم آم او نیم ناک ته تازه ادرک ورزیات او ۱۰ ملي لیتره اوبو کې واچوئ، ښه یې مکس کړئ «جوس» بیا یې وڅښئ، ژور توپیر به وګورئ.
اصلي تېل (هغه تېل چې د یو ډول بوټو څخه جوړ شوي او ځانګړی بوی لري)
کله چې تاسې د ژور خپګان یا فشار ښکار شئ، یو څاڅکی کیمومیل، یو څاڅکی د لیمو اصلي تېل د یوې کاشوغې شاتو سره ګډ کړئ، له سهارني چای ۱۰ یا ۱۵ دقیقې وړاندې یې وڅښئ.
خواړه ښه ژوول
هیڅکله سهارنۍ داسې مهال مه کوئ چې تاسې په حرکت کې یئ، ارامه کینئ او خواړه خوله کې ښه ژویئ، په دې سره به په لعابو کې ځینې انزایمونه تاسې سره په خوړو هضمولو کې مرسته وکړي چې ورسره به سهار کې د کولمو دردونه هم نه وي.
د سعتر چای (یو ډول خوشبویه بوټۍ دی چې پاڼې يې په خوړو او چای کې استعمالیږي)
د سعتر چای په ژمي کې یوازې د ویروسونو سره د مبارزې لپاره مثالي نه دي بلکې دا د پړسوب ضد موادو خاصیت هم لري، یوه اندازه سعتر د لسو دقیقو لپاره په ۳۰۰ ملي لیتره جوش شوې اوبو کې واچوئ (سعتر چای) او سهار یې وڅښئ، په دې سره به مو د معدې ستونزې ختمې شي.
ورځنی پلان
خپل ورځني کارونه ترتیب او کافي اندازه وخت ورکړئ، په دې کې د زړه پیاوړتیا لپاره د ارامۍ تمرین ته وخت تنظیم کړئ.
مګنیشیم وخورئ
میګنیشم د عضلاتو او د هاضمې ستونزو ارامولو کې مرسته کوي، که چیرې تاسو د فشار او د خپګان ډیر ښکار کیږئ، نو اضافي میګنیشم وخورئ.
خوراک ته زیره زیاته کړئ
د زیرې پوډر او دانې دواړه په خوړو کې استعمالولی شئ ځکه چې دا د کولمو ګاز او د خیټې پړسوب له منځه وړلو لپاره غوره نسخه ده.
د هډوکو «ارتوپیدیک» ډاکټر سره وخت وټاکئ
که تاسو ددې پورتنیو نسخو سربېره بیا هم د خیټې پړسوب څخه کړیږئ، نو د هډوکو ډاکټر ته ورشئ او ددې درملنه به ستاسو د معدې او خیټې ستونزې له منځه یوسي او د خواخوږۍ او ذاتي عصبي سیستمونه به توازن ومومي.

Related Articles

Mar 25, 2024
1,105 views

د فراه - بخش اباد بند

 دبخش آباد بند چى په فراه ولايت کى موقعيت لرى  دتونلونو ليول کارى اى روانه ده، او نږدى وخت کى به اى د تونلو دکانکريت ريزى کارونه شروع شى Final leveling and preparation for concrete and rock boulting دبخش آباد بند  ۱۳۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کو...

Oct 01, 2021
2,246 views

(د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(دوهمه برخه

لېکنه: شکېبا نادري،د نړۍ اووه نوي حیرانونکي ځایونه  دویمه برخه د چین دېوال لکه څنګه مو چې په تېره لیکنه کې په دې اړه معلومات درکړل چې د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه په دوو برخو وېشل شوي دي: ۱. اووه نوي حیرانونکي ځایونه  ۲. اووه پخواني حیرانونکي ځای...

Jan 12, 2023
1,116 views

فسانچه (د اللّٰه په لار کښې ځان وقف کول )

د‌ امير صيب  رور  د‌ غربت د لاسه ډير تنګ وو ټوله ورځ به غريب محنت مزدوري اوکړه خو ګراني دومره ډيره وه چي ګوزاره ئي نه کيده . او چي امير صيب ته به ئې کله اووے چي روره ګزاره مي نه کيږې په جائداد‌کښې چي زما څومره  حصه کيږې که هغه دي راکړه نو زما حالت به...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,773 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,147 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,055 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...