To start downloading books

Please sign in or create an account.

معتصم 2 years ago 745
د مهدي داستاني کلیات کتاب لنډه معرفي او پېژندنه

د مهدي داستاني کلیات کتاب لنډه معرفي او پېژندنه

د مهدي داستاني کلیات د کتاب تنقیدي جاج  
دغه کتاب د سید مير مهدي شاه چي د پېښور پښتونخوا د شلمي پېړۍ یو لوی لیوال او ژورنالست وو د لنډو کيسو یوه مجموعه ده چي پکښي د نوموړي لیکوال لنډي کېسي راټولي سوې دي او د تدوین زیار یې د پښتو ژبي بل لیکوال دوکتور زرین انځور کړی دئ چي د یوې لويي مقدمې په لیکلو سره یې دغه کتاب یا مجموعه خپره کړې او تدوين کړې.
دغه داساتي کلیات ژړ رنګ پوښتۍ لري چي پر لومړۍ پوښتۍ یې څه خاص انځور نسته دویمه پوښتۍ یې  هم سپېنه ده دریمه پوښتۍ یې هم سپېنه ده او پر څلورمه پوښتۍ چي لومړۍ پوښتۍ ته ورته رنګ لري هماغه د لومړۍ پوښتۍ غوندي ډېزاین سوې ده. کتاب ۳۲۴ صفحې لري او ۳۱۵ لنډې کيسې ور پکښي ځای پر ځای سوې دي. 
د دې مجموعي پیل د انقلابي شاعر او لیکوال اجمل خټک په خبرو سره سوی دئ،  اجمل خټک د کتاب د چاپ پر ضرورت ږغېدلی او د لیکوال پر انقلابي افکارو یې یو نظر ور کړی دئ او د نوموړي  لیکوال د  کتابونو د نشتون خبره یې کړې ده، وروسته ورباندي د پښنو او بلوڅو  ادبیاتو د کمیسون مسول بریالي باجوړي یاداښت لیکلی دئ او د کتاب د بیا راټولېدو او چاپېدو پر ارزښت ږغېدلی دئ.
  له دې څخه وروسته د مدون سرېزه پیل کېږي مدون سرېزه د لیکوال په پېزندلو پیل کوي ، د لیکوال  د اثارو معرفت کوي ، د لیکوال د لنډو کیسو تحلیل کوي او وروسته پر خپل تدوین ږغېږي چي همدا مجموعه یې څه ډول تدوین کړې ده. بیا د لیکوال د لنډو کیسو برخه ده چي بکښي د لیکوال شپږ د لنډو کیسو چاپ سوې کتابونه ( نشان، بوډۍ ټال، پت،لاله ګلونه، تور داغونه، د قیامت نښه) پکښي راټول سوې دي.
مدون دغه د لنډو کیسو مجموعه د لیکوال د بېلابېلو چاپ سوو کتابونو څخه راترتیب کړې او تدوین کړې ده،چي میتود یې زما په اند مقایسوي میتود دئ ځکه چي دغه مجموعه کي مدون د اصلاح دپاره د خپل عقل او منطق څخه کار اخستی دئ.ځکه مدون په خپله سرېزه کي یادونه کړې ده چي نوموړي په دغه مجموعه کي کوښښ کړی دئ تر څو بعضي لهجوي لغاتونه چي د لیکوال په لیکنه کي وه تقریبا په معیاري شکل لیکلې دي او  تر ډېره یې کوښښ کړی دئ تر څو د مهدي د لیکني خصوصیت خوندي وساتي. خو نوموړي یو ځای هم دې ته ایشاره نه ده کړې چي کوم لغاتونه ده اصلاح کړې دي او کوم مثال یې هم نه دئ ور سره راوړی.
په دې مجموعه کي د حاشیو کوم څرک نه تر سترګو کېږي او نه هم کوم تعلیقات لري چي د نوموړي د اصلاح سوې برخي ښکارندویي وکي تر څنګ یې لغت نامه هم نه لري چي دا په ټوله کي تدوین د کمزورئ سره مخ کوي. په تدوین کي خورا زیاتي املا یي غلطئ تر سترګو کېږي لکه: تاړو ته سپېس نه ورکول لکه زیات وخت د (چي ) کلمه یا د مخکيني کلمې سره فاصله نه لري یا د وروستني کلمې سره فاصله نه لري د سپيسونو بیخي مراعات نه دئ سوی زیاتي کلمې بې سپېسونو لیکل سوې دي ( د نکریزو پوري کولوحرص یې ) چي د کولو او حرص تر منځ باید سپيس یا فاصله وای یا دا جمله: ( منجورهغه سره روان شو او چې یوڅوقدمه د میا ریحان بابانه په وتوکي وړاندي شو) دغه ډول غلطۍ په تدوین کي خورا ډېري او د پام وړ دي.
که خپله خبره په لنډو کي راټولوو نو دغه تدوین د خپلو کمو نیمګړتیاوو تر څنګ چي لري یې د پښتو ژبي نوي لیکوالانو دپاره یو ښه او پر ځای کار دئ ځکه چي هغه اثار چي نایابه وه د هر چا تر لاسه یې ورسول خو که چرته کوم لهجوي لغاتونه چي په لنډه کیسه مدون اصلاح کړي دي پر خپل ځای پاته وای او ورباندي حاشیه سوې وای او په حاشیه کي یې هغه ته ورته معیاري لغات لیکلی وای نو یو به د لنډو کیسو اصالت ساتل سوی وای او تر څنګ به یې دغه ګونګ لغات تشرېح سوی وای.
که دغه کتاب بیا ځلي چاپېږي نو باید هغه څه چي لیکوال اصلاح کړې پکښي په ګوته سي ځکه که په لنډه کيسه یا هم شعر کي د لهجوي لغاتونو لري کېده وکړو نو لنډه کیسه یا هم شعر خپل اصالت له لاسه ورکوي او یواځي د لیکوال فکر او سوژه پاتيږي او کله چي لیکوال یوه کیسه کوي نو هغه د نوموړي لیکوال د سیمي پېښي دي چي کرکټرونه باید هغې سیمي ته په ورته لهجه خبري وکي نه په معیاري لهجه باندي. 

Related Articles

نړۍ څنګه بدله کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې د عدالت تامینول، له نورو سره د مرستې کول او یا هم په نړۍ کې مثبت بدلون راوستل د ډېرو خلکو هيله وي؛ خو ډېر کم خلک پر دې "راز" پوهېږي، چې نړۍ څنګه بدله کړي او خپل ذهني سکون څنګه وساتي. ددې راز په پوهېدو سره به تاسو به ډېر آرام یئ او خپل وجدان به مو هېڅکله نا راحته نه کړي. تاسو همدا اوس دا راز لولئ. ددې راز پر مټ کولای...

بارونه چی د پل د ډیزاین کی نیول کیږی

12  ‌ډوله بارونه چې د پل ساختمانونو لپاره په پام کې نیول کیږي . 12 Types of Loads Considered for Design of Bridge Structuresد پل ساختمانونو د ډیزاین لپاره بیلابیل بارونه په پام کې نیول کیږي .دا بارونه  او د هغو ترکیب د کارولو په وخت  په ټولو شرایطو کې د ساختمان خوندیتوب ټاکي .د ډيزاین بارونه باید په سم ډول وټاکل شي.په پل باندې بیلابیل واردیدونکي با...

د لوبیا روغتيايي ګټې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی لوبیا هغه پخلی چې تقریبا ټول خلک یې خوښوي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې په مختلفو او خوندورو شکلونو چمتو کېږي. موږ په دې لیکنه کې د لوبیا پر ګټو غږېږو.  لوبیا  د لوبیا ټول ډولونه معمولا په وړو بوټو کې د کپسول په څېر يوه پوخ کې وده کوي. بایدا ووایم، لوبیا د حبوباتو له ډلې ده، چې مختلف ډولونه لري. لوبیا د پروټينونو یوه غني سرچينه...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...