To start downloading books

Please sign in or create an account.

ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ ځينو هېوادونو په ورستيو لسیزو کې بې ساری پرمختګ کړی دی. یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده. تاسو به د لیکنې تر پایه د ترکیې هېواد په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.

 

ترکیه

ترکیه هغه هېواد دی، چې په لږه برخه یې په اروپا او ډېره برخه یې په آسیا کې موقعیت لري. باید ووایو، چې دترکیه ډېره کمه برخه په بالکان* (*د اروپا په جنوب شرق کې یوه سیمه ده.) پرته ده. ددې هېواد پرمختګ، طبیعي ښکلاوې او اقلیم ددې سبب شوی، چې هر کال سلګونه زره سیلانیان یې لیدلو ته ورشي.

دا هېواد ختيځ خوا ته له ایران، نخجوان، ارمنستان او ګرجستان سره، جنوبی شرق خواته له عراق او سوریه او په شمال غربی کې له له بلغاریې او یونان سره سرحد لري. 

همدارنګه شمال لوري ته یې تور سمندر، غرب خواته یې دوه کوچني سیندونه (اژه او مرمره)، او جنوب غرب ته یې میدترانې سمندر پروت دی. 

د ترکیې پراخوالی "۷۸۵۳۴۷" کیلومتر مربع دی. دا سيمه ډېره ښکلې او غرنۍ ده. نسبتا ډېر ورښت لري. تقریبا د مستطیل شکل لري. د ډېر مهم موقعیت له کبله د نړۍ ډېری هېوادونو ورسره د ښو اړیکو لرلو، هيله لري. 

په ټوله کې د اقلیم په اړه ویلای شو، چې آب و هوا یې معتدله ده. خو ځينې سیمې یې بیا ډېرې سړې وي. همدارنګه واورین ژمی هم لري. د ډېرو ورښتونو له کبله یې اکثره سیمې ښيرازه او شنې دي.

د نفوسو شمېر یې د "۸۲" میلیونو په شاوخوا کې اټکل شوی دی. د مسلمانانو له جملې یې له ۷۵ څخه تر ۸۵ سلنه سني او له ۱۵ تر ۲۵ سلنه شیعه دي.

نژادي ترکیب یې هم رنګارنګي لري. په دې هېواد کې له اویا تر پنځه اویا سلنه ترکان، ۱۸ سلنه کردان او ۷- ۱۲ سلنه ځينې نور کوچني نژادونه مېشت دي. رسمي ژبه یې ترکي ده. البته معیاري لهجه یې د استانبول ترکي ده. باید یادونه وکړم، چې ددې ژبې لومړنی رسم الخط عربي و. مګر د عثماني امپراتورۍ تر ختمېدو وروسته، کله چې اتاترک واک ته ورسېد (۱۹۲۳م)، ددې ژبې رسم الخط یې له عربي څخه لاتیني ته بدل کړ.

 

د ترکیې په اړه ځينې جالب معلومات

ـ د استانبول پخوانی نوم "قسطنطیه" و. دا ښار د رومي امپراتورۍ پايتخت و.

ـ د "چاتال هويوک" په نوم ښار، چې د بشر له لومړنیو سمیو بلل کېږي او لرغونوالی یې د تېرو دورې ته رسېږي، د ترکیه په مرکز کې موقعیت لري.

ـ د نړۍ لومړنی پوهنتون د ترکیه په "حران" ښار کې تأسیس شوی.

ـ د ترکیې لوی ښار "استانبول" د دوه زرو کلونو لپاره د درېيو لویو امپراتوریو پايتخت پاتې شوی دی. دا درې لویې امپراتورۍ "روم، بیزانس او عثماني" دي.

ـ د ترکیې په فرهنګ کې فرش ډېر د قدر وړ بلل کېږي؛ خورا ښکلي فرشونه د مذهبي نښې په توګه په جوماتونو کې لیدلای شئ.

ـ د نړۍ تر ټولو مشهوره قهوه په ترکیه کې تولیدېږي.

ـ د ترکیې له لسو پورته تاریخي اثار د یونیسکو په نړېوالو میراثونو کې ثبت شوي. 

ـ د ترکیې خلک خپلو مشرانو د ډېر ډرنښت په پار د هغوی لاسونه ښکلوي. 

ـ خپل هېواد ته وفادار دي؛ بیرغ سره ډېره مینه لري. 

ـ ترکیه د اسلامي نړۍ له لومړنيو هېوادونو څخه و، چې مېرمنو ته یې د رايې حق ورکړ.

ـ استانبول د نړۍ يواځينی ښار دی، چې نیم په اروپا او نیم په آسیا کې موقعیت لري. 

ـ اکثره خلک استانبول د ترکیې مرکز ګڼي، خو داسې نه ده. استانبول یوازې یو لوی بندري ښار دی. مرکز یې انقره ده.

ـ د استانبول ښار یوازې درې سلنه په اروپا پورې نښتې ده. پاتې اوه نوي سلنه یې د آسيا برخه ده.

ـ د لاله ګل اصلي مرکز ترکیه ګڼل کېږي. 

ـ د سیکولر نظام سره ـ سره بیا هم اسلام د ترکیې رسمي دین دی.

Related Articles

چيک جمهوريت وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د ښکلو او لرغونو هېوادونو په لړ کې د چیک (چک) هېواد نوم هم د پام وړ دی. تاریخي کلاګانې، د ژوند مناسب شرایط، طبیعي ښکلاوې او ورته مسایل هغه څه دي، چې ددې هېواد برم یې ساتلی دی. تاسو به په دې لیکنه کې د چیک جمهوریت په اړه هر اړخيز جالب معلومات ترلاسه کړئ.   چیک جمهوریت! دا هېواد د اروپا په مرکزي برخه کې پروت دی، چې د ارو...

ویټامن B12

⭕️ ویټامن B12 ! د ویټامین B12 په اړه په څه پوهیږي؟  د ويټامین  B12 زموږ په بدن کې دننه څه دندی پرمخ وړي؟د ويټامین  B12 د کمښت نښې نښانی او درملنه يې څه ده؟  دا او دې ته ورته پوښتنو ځواب لاندنۍ لیکنه کې ځوابیږي.  ویټامین B12 زموږ د بدن لپاره ډيرې دندې برابرويلکه زمونږ د بدن د ویني تولیدولو حجرات یا Red blood cell جوړوي همدارنګه زمونږ د بدنDNA ترت...

په خپلوانو کې ودونه؛ کومې روغتيايي ستونزې پيدا کوي؟

لیکنه ـ نګین کرګر د وینې د منفي ګروپ حساسیتونه د وینې د سرو کرویاتو حجرات په سطحه کې داسې مارکرونه لري، کوم چې یوه خارجي حجره د معافیتي سیستم حجرات پېژندلی شي.  یو ددې مارکرونو څخه د ار.ایچ فکتور انتیجن دی. یو کس چی ار.ايچ فکتور انتیجن په وجود کې لري، هغه Rh مثبت دی او څوک چې یې نه لري د هغه ار.ایچ منفي دی. یعنې د وینې ګروپ یې منفی یا مثبت علامه...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...