اسلامی هجری قمری کال

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 07, 2024
1 year ago
4,802 views
اسلامی هجری قمری کال

نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لومړۍ ورځ ده!

د هجري قمري کال په اړه يو څو خبرې:
د هجري قمري کال پیل مدینې منورې ته د رسول اللهﷺ د هجرت نه کیږي.
د دې تاريخ  بنسټ له 622م کال څخه، عمر فاروق رضی الله عنه کيښود.
د دې کال اعتماد د سپوږمۍ په حرکت باندې دی چې زیات شمير دیني احکام ورپورې تړلي دي، یو قمري کال 354 ورځې کیږي.
د اسلامي تاریخ د یادولو شرعي حکم:
فقهاء کرام وايي چې د اسلامي تاریخ او د هغې میاشتې یادول په ټولو مسلمانانو فرض کفایي دي،که یو څوک او یو چاته د هغې د تاریخ معلومات نه وي،نو ټوله اسلامي ټولنه ګنهګاره ده.
معارف القرآن ص373 ج 4
د هجري قمري کال د 12 میاشتو نومونه دا دي:
مُحَرَّم الحرام. 
صَفَر المظفر.  
ربيع الأول.  
 ربيع الثاني.  
جُمادى الأولى. 
 جُمادى الثانية.  
رجب المرجب.  
شعبان المعظم. 
رمضان المبارک.  
شوال المکرم. 
ذو القعدة.  
ذو الحجة.
هجري قمري تاریخ د اسلامي امت د ویاړونو یو باب دی، چې مسلمانان باید هيڅکله هغه له پامه ونه غورځوي.
..

هدایت ازمون

Related Articles

Nov 04, 2020
4,039 views

فرهنگ پشتو

فرهنگ پشتو پژوهش و نگارش مصطفی عمرزی بحث در زمینه ی «فرهنگ پشتو»، پیش از همه مستلزم نگرش در زمینه ی تاریخ پشتون هاست؛ زیرا کمال تبارز قومی زمانی تبارز می کند که اقوام، موفق به تاسیس کشور می شوند. در واقع امتیار پشتون ها در این هم شمرده می شود که در...

Aug 28, 2022
2,171 views

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟ اکثره خلک د هرې جمعې په ورځ د کهف مبارک سورت لولي ترڅو د دجال له لویې فتنې په امان شي، په همدې خاطر غواړم د دې سورت په اړه تاسو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم. کهف سورت د قران کريم په پنځلسمه سپاره کې ١٨ سورت دى...

Jul 06, 2020
4,045 views

چيګوارا څوک و ؟

اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,454 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,084 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,841 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...