د کتابتون ډالۍ (۲)

R
Riaz Muqamzai
Author
May 30, 2021
4 years ago
3,337 views
د کتابتون ډالۍ (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی

 

له کتابتون ویبسايټ څخه د لیکنو دا لړۍ (د کتابتون ډالۍ) په دې خاطر پیل شوې، چې لوستونکي د ژوند ډېر مهم مسایل په ساده الفاظو کې زده کړي. ددې لړۍ دا لیکنه په یو حکایت سره پیلېږي.

وايي، یو هلک د کسب په زده کړې پسې ووت. استاذ ته یې وویل، غواړم په دې کار کې استاذ شم؛ نو څومره وخت ته اړتیا لرم. ویې ویل، درې کاله. 

هلک وویل، که شپه او ورځ پر ځان یوه کړم او ډېره خواري وکړم بیا به څومره وخت کې استاذ شم؟

ویې ویل:  شپږ کاله.

که کیسې ته ځیر شئ، هلک په دویمه پوښتنه کې د توقع خلاف ځواب ترلاسه کوي. عام باور دا دی، چې ډېره خواري به ښې پایلې ولري. مګر هيڅکله داسې نه ده.

انسان که ډېر کار وکړي او بېړه ولري، نو له ځينو ستونزو سره مخ کېږي، د همدغه ستونزو پر بنسټ کار سم نه شي زده کولای. ځينې یې دلته یادو:

ـ بې خوبي (د حافظې کمزورۍ، ذهني نا آرامۍ، فکري تمرکز د ختمېدو سبب کېږي.) 

ـ د فکري تمرکز بدلون (په عادي حالت کې تمرکز د کار په زده کړه وي، مګر په وارخطایئ کې دا حالت له اختلال سره مخ کېږي.)

ـ د هدف پر ځای پر وخت ډېر غور کېږي.

ـ په سرعت کې تعادل له منځه ځي. 

اوی خو به پوه شوي یې، چې باید په هيڅ کار کې بېړه و نه شي. خو په عادي او آرامه زړه کار کول، کومې ګټې لري؟ موږ یې درته وایو.

ـ خپل ټول پام به مو کار ته وي.

ـ د وخت پر ځای کار مهم دی. کله چې کار مهم وي، همدا معنا چې خپل وخت ته ارزښت ورکوئ.

ـ په کار کې تعادل رامنځته کېږي.

ـ ډېرو کوچنيو خو مهمو نقطو ته مو پام کېږي.

ـ له کاره به خوند اخلئ.

ـ هره ورځ به نوي مهارتونه زده کوئ.

نو د وروستي وړانديز په توګه ویلای شو، هيڅکله بېړۍ مه کوئ. هر څه کېږي خو وخت غواړي. که فکر مو کړی وی، کله چې تېز موټر تېر شي، اکثره خلک وايي دا به حتما ټکر کوي. همداسې په چټکۍ سره کار کول هم ستونرې زېږوي. 

خو داسې هم نه ده، چې تاسو دې بېخي بېغم اوسئ. سرعت، دقت او کیفیت ټول په پام کې نیسئ.

Related Articles

Dec 09, 2021
2,986 views

خپله اراده داسې پیاوړې کړئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی په شخصي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د بریا له شرطونو څخه یو هم د پیاوړې ارادې لرل دي. که تاسو پیاوړې اراده ولرئ پرته له شکه کولای شئ خپلې موخې ترلاسه کړئ او ډېر ژر به پخپل ژوند کې د بریا خوند ووینئ؛ مګر که برعکس کمزورې اراده لرئ....

Nov 30, 2020
3,693 views

هغه کړنې چې ستاسو شخصيت او ټولنيز محبوبيت ننګوي

موږ ټول غواړو چې په کورنۍ او  ټولنه کې محبوبیت ولرو. خو په دې نه پوهېږو، چې کوم کارونه موږ ته درنښت را بخښي او کوم مو شخصیت ننګوي. که تاسو ځير شئ په ټولنه کې ځينې وګړي ډېر محبوبيت لري او بعضي نور بیا د ټولو بدې شي. دا طبيعي خبره ده، چې هر انسان غواړي...

Mar 08, 2021
2,682 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

دا ځل به د اوسنۍ ايټاليې د ستر شاعر (هوراس) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ! ۱ـ “له سبا ورځې نه څوک خبر دي؟ همدا نن ورځ په خوښۍ تېره کړه.” که ځير شو نو نوموړی هغه خلک ننګوي، چې تل د سبا په اړه فکر کوي. دا ډول خلک د سبا په اندېښنو کې د نن موقع له ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...