لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 09, 2021
4 years ago
2,257 views
لرغونی یونان لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ د لرغونو هېوادنو په لړ کې د یونان نوم هم د یادولو وړ دی. ددې هېواد تاریخ له میلاده "۵۰۰۰" کاله پخوا پیلېږي. هغه لومړني قومونه چې په دغه خاوره کې مېشت شوي دي، عبارت دي له "آیونیان"، "دوریان" او یونیان". 

د تاریخي څېړنو نظریه دا ده، چې یونان ته لومړني ورغلي خلک آسیایان وو، چې دا مهاجرت له میلاده پنځه زره کاله مخکې ترسره شوی دی. هلته یې ځينې مشهور ښارونه، لکه: کورنت، اتن، سپارټا او ځينې نور آباد کړل.

لکه د نورو تمدنونو دا سیمه هم د جګړې او سولې شاهده وه. دوی به کله پخپلو کې سره وژل او کله به یوځای شول. خو دا باید هېره نه کړو، چې دوی له اوله د سمندرونو په ارزښت پوهېدل، له همدې امله یې ښارګوټي په ساحلي سیمو کې جوړول. له میلاده شپږ پېړۍ وړاندې د یونان مرکز "آتن" دومره پرمختګ کړی و، چې په نړۍ کې یې ساری نه درلود.

په علمي لحاظ  فلسفې، هنر، معمارۍ، شعر او نورو علومو ډېره وده کړې وه، چې نورو غربي هېوادونو ته یې د پرمختګ اساس کېښود.

داسې علمي شخصیتونه یې درلودل، چې تر اوسه یې آثار لوستل کېږي او له نومونو سره یې موږ ټول اشنا یو. له ډلې یې د فیثاغورث، ارسطو، افلاطون، سقراط، هومر او ځينو نورو نومونه یادولای شو. 

په هماغه پخواني وخت کې یې، مختلف ټولنیز حرکات درلودل. سمپوزیمونه، تیاتر، شعري مسابقې، سپورتي جشنونه او نور ګڼ شمېر ادبي او ټولنيزې غونډې یې هم لرلې.

د سپورت په برخه کې ویلی شو، چې د نړۍ د ستر سپورتي جشن "المپیک" بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. په هغه وخت کې ددې لوبې ګټونکی به ټولو یونانیانو خپل اتل باله او د قدر په سترګه یې ورته کتل.

په حکومتي نظام کې هم د حکومتي، سیاسي او هنري تشکیلاتو بنسټ په یونان کې ايښودل شوی، چې تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په لږ او ډېر توپیر سره د تطبیق وړ دي. 

يه دیني لحاظ یونانیان مختلفو خدایانو ته قایل وو او هغوی به یې لمانځل. د خدایانو له ډلې یې زیوس، اپولو او اتنا ډېر مشهور وو. دوی د مینې، قهر او نورو مفاهمو لپاره مختلف خدایان درلودل.

که څه هم د یونان په اړه ډېرې خبرې کېدای شي، خو په لنډ ډول به ووایو، چې دا هېواد تقریبا په نړۍ کې د ټولو علومو د بنسټ ايښودلو او پيدايښت سیمه ده.

که غواړئ د لرغوني یونان د حکومتولۍ، عقایدو، ټولنیز ژوند او نور مسایلو په اړه لا ډېر پوه شئ، نو نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ. تر څو په نورو لیکنو کې پر هرې برخې مفصلې خبرې وکړو.

Related Articles

Oct 11, 2021
2,761 views

د معدې روغتيا مو داسې وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی معده د هاضمي سیسټم تر ټولو مهم غړی بلل کېږي. خواړه چې له ستوني تېر شي معدې ته رسېږي او هملته یې د هضم نور مراحل طی کېږي. د معدې روغتيا ځکه مهمه ده، چې د ناروغۍ په صورت کې یې انسان ګڼې نورې ستونزې پیدا کوي. راځئ، چې ددې مهم غړي د...

May 10, 2022
2,390 views

د تخمدان سرطان وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   سرطان یوه وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه انسانان وژني. ددې ناروغۍ ډېری پېښې د علاج وړ نه وي. نو ځکه خو د مرګ کچه یې لوړه ده. سرطان پخپله بېلابېل ډولونه لري، چې په دې لیکنه کې یوازې پر یو ډول (د تخمدان) سرطان...

Jun 03, 2021
9,282 views

د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د کوزې پښتونخوا نوموتی شاعر او لیکوال صاحب شاه صابر د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۹نېټه د ملاکنډ په سخاکوټ سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې پیر باز باچا نومېده. ارواښاد ډاکټر صابر خپلې لومړنۍ زده کړې د ملاکنډ په يوه ښوونځي کې وکړې....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,505 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,875 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...