To start downloading books

Please sign in or create an account.

د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

د صاحب شاه صابر لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د کوزې پښتونخوا نوموتی شاعر او لیکوال صاحب شاه صابر د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۹نېټه د ملاکنډ په سخاکوټ سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې پیر باز باچا نومېده.

ارواښاد ډاکټر صابر خپلې لومړنۍ زده کړې د ملاکنډ په يوه ښوونځي کې وکړې. په ۱۹۶۲م کې شامل او په ۱۹۶۷م کې له ښوونځي فارغ شو.

نورې زده کړې یې په مردان کې ترسره کړې. د ماسترۍ په موخه پېښور ته راغی. په پېښور پوهنتون کې یې درې ماسټرۍ ترلاسه کړې. لومړنۍ د پښتو ژبې او ادب، دوهمه د اردو ژبې او ادب او درېیمه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې وه. ورپسې یې د پښتو اکاډمۍ د څېړنې په څانګه دې د PhD تر کچې زده کړې وکړې.

له زده کړو وروسته یې په بېلابېلو کالجونو کې د استادۍ مقدسه دنده ترسره کړې ده. صابر سترګور، پر مینه مئین، قوم پرست، ریالیست، دردمن ادیب او څېړونکی و، چې پر تخلیق او تحقیق دواړو يې لاس بر و. صابر د پښتو ژبې او ادب ګلبڼ ته د عالي پنځونو تر څنګ علمي کتابونه هم کښلي دي:

۱ ـ تکل (شعري ټولګه)

۲ ـ خوبونه (شعري ټولګه)

۳ ـ قامتونه او قیامتونه (شعري ټولګه)

۴ ـ واورې او ګلونه ـ کړکیسې (افسانې)

۵ ـ په پښتو شاعرۍ کې ټولنیز مافیت – (ايم فيل تېزس)

۶ ـ په پښتو ادب کې تحقیق او تنقید ـ څېړنيز نښې 

۷ ـ تنقید او د تنقید ډولونه

۸ ـ د تنقید تاریخ 

۹ ـ پښتو ټپه او پښتانه

۱۰ ـ رڼا او ګلونه (مقالې)

 

له ګڼو ادبي، هنري او سیاسي فعالیتونو وروسته ښاغلی صابر د ۲۰۰۷م کال، د اپرېل په درېیمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نو، په خپله وينا يې:

په دې قبر کې دننه

د ژوندو سترګو نظر دی

په دې لپه خاوره لاندې

پروت د مینې سمندر دی

 

د غزل بېلګه

 

خون به مې واخلي قاتلانې به شي

زلفې دې مه سموه ورانې به شي

 

په آئینه کې سترګې مه توروه

ځان ته به وګوري، حیرانې به شي

 

زموږ وعدې د ښکلو څڼي نه دي

چې رنګ به واړوي ارزانې به شي

 

د محبت خواري دې هېره مه شه

لارې که ګرانې دي، اسانې به شي

 

ستا د ښايست تخم به نه ورکوي

د زړونو ځمکې دې ودانې به شي

 

بلا دې واخلم زلفې مه خوروه

بلا به واخلي بلاګانې به شي

 

د تورو سترګو دروغژنې قیصې 

صابره مه سپينوه ګرانې به شي

Related Articles

د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې غږېدل او له نورو اورېدل بېخي طبیعي خبره ده. موږ ټول انسانان اړ یو، چې د خپلو پيغامونو، غوښتنو او افکارو د انتقال لپاره وغږېږو او له نورو واورو. خو ځينې وخت له خپلو خبرو پښېمانېږو یا هم د کوم بل تن خبرې خوند نه راکوي. ددې چارې له اصلي عواملو څخه یو هم د خبرو پر مهال ځينو نزاکتونو ته نه پاملرنه ده. موږ په دې لی...

مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ

که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ  که په لاندې څلور دېرش کړنو کې کوم یوه پخپل وجود کې ګورئ نو مطالعه وکړئ مطالعه مو له تیارو دې رڼا پر لور بیا یي.۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي۲- پر ځان او نفس به باور نه لري۳- تکراري خبرې به کوي۴- د لغتونو زېرمه به یې کمه وي۵- له ډار او بې باورۍ سره به ژوند کوي۶- ذهني وړتیا به نه لري۷- له عقل...

دا خواړه مو جنسي قوت ډېروي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   جنسي اړیکې د هر بالغ انسان یوه جدي اړتیا وي؛ خو ځينې خلک پدې برخه کې د کمزورۍ احساس لري، چې همدا چاره یې د ژوند خوږې شېبې ترخې کوي. موږ هڅه کړې ده، چې د همداسې خلکو ستونزه حل کړو. که غواړئ جنسي قوت مو ښه شي دا خواړه خورئ.   کېله تازه دڼیا (د دڼيا په خوړلو سره ستاسو مېرمنه جسني اړیکې ته لېوالتیا پیدا کوي.) انځر  هوږه  ب...

Recommended Articles

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....