To start downloading books

Please sign in or create an account.

د تخمدان سرطان وپېژنئ!

د تخمدان سرطان وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

سرطان یوه وژونکې ناروغي ده، چې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه انسانان وژني. ددې ناروغۍ ډېری پېښې د علاج وړ نه وي. نو ځکه خو د مرګ کچه یې لوړه ده. سرطان پخپله بېلابېل ډولونه لري، چې په دې لیکنه کې یوازې پر یو ډول (د تخمدان) سرطان خبرې شوي دي. 

د تخمدان سرطان

دا د سرطان هغه ډول دی، چې په ښځينه وو کې د هغوی له تخمدان څخه پیلېږي. د ښځو د مثل د تولید سیستم دوه تخمدانونه لري، چې هر یو یې د یو بادام په اندازه دی. د تخمدانونو موقعیت د رحم دواړو خواوو ته وي. له بده مرغه د دغې ناروغۍ اکثره هغه وخت معلومېږي، چې خېټې ته ورسېږي او په دې مرحله کې یې درملنه ډېره ستونزمنه وي. خو که په لومړیو کې تشخیص شي درملنه یې دومره سخته نه ده. 

د تخمدان سرطان علایم

که څه هم د دغې ناروغۍ په لومړیو کې ښکاره نښې نښانې نه لري، خو په ټوله کې د دې ناروغۍ ځينې علایم په لاندې ډول دي:

  • د خېټې پړسوب
  • د خوړو پر وخت د ژر مړښت احساس 
  • په لګن حاصره کې ناراحتي
  • په کولمو کې بدلونونه 
  • قبضيت
  • ډېر ادرار کول 

ډاکټر ته څه وخت مراجعه وکړو؟

که پورتني علایم ولرئ، نو هڅه وکړئ ژر تر ژره نږدې روغتيايي کلینک او یا ډاکټر ته مراجعه وکړئ. ددې ترڅنګ که په کورنۍ کې د دغې ناروغۍ تاریخچه لرئ. نو کوښښ وکړئ تل له خپل ډاکټر سره په اړیکه کې اوسئ، ترڅو له دې خطرناکې ناروغۍ په امان کې اوسئ. 

د تخمدان سرطان لاملونه

په عمومي توګه سرطان هغه وخت رامنځته کېږي، چې په DNA کې د سلولونه ګډوډي پېښه شي. له همدې کبله سلولونه په چټکۍ سره وده کوي. غیرطبیعي سلولونه د روغو او طبیعي سلولونه له ختمېدو وروسته هم موجود وي او د بدن نورو برخو ته مخه کوي. 

ډولونه

د د دغې ناروغۍ رامنځته کوونکي سلولونه ددې سرطان نوعيت ټاکي. خو په ټوله کې درې ډولونه لري:

ـ اپلیتیال

ـ استرومايي

ـ څانګې ډوله تومور

درملنه

د دې ناروغۍ درملنه د سرطان ډول ته په کتو ترسره کېږي. خو په ټوله کې لاندې تګلارې تطبیقېږي:

  • یو تخمدان لرې کول 
  • دواړو تخمدانونو لرې کول
  • دواړو تخمدانونو او رحم لرې کول
Related Articles

د "محمد اشرف غني" لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د مطرحو سیاسی او اقتصادي څېرو په نوملړ کې د افغانستان د ولسمشر "محمد اشرف غني" نوم هم د ځانګړي مقام درلودونکی دی. د نړۍ اکثره اقتصادي او سیاسي څېرې ورته د نوموړي پوهې، ذکاوت او طرحو ته په کتو ډېر درنښت او احترام لري. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي د ژوند، کورنۍ، زده کړو او نورو فعالیتونو په اړه پوه شئ.    پیدايښت او کو...

د جزا په قانون کې د خنثی اشخاصو جنسي جرمونه || Sexual crimes of non-binaries in Penal Code of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar د هېواد د جزا قانون د ۱۳۹۶ کال مصوب، چې د بل هر انساني کار په څېر، د انسان له لنډ فکر څخه سرچینه اخستلي، د ډېرو ګټو ترڅنګ ګڼې نیمګړتیاوې هم لري. که د هغه امتیازات، د پخوانیو نیمګړتیاوو په ځای د دې قانون د ځای پرځای کیدو لامل و، البته د دغې...

پولیو ویروس په اړه مهم حقیقتونه

د پولیو په اړه مهم حقیقتونه لومړی حقیقت1 په دواړو اغېزمنو هېوادونو کې هغه عوامل چې د پولیو په پرله پسې لېږد او خپراوي کې د مرسته کوونکو په توګه پېژندل شوي، عبارت دي له: ضعیف روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، د سواد ټیټه کچه، د نفوس ډېروالی، د نس ناستې ناروغۍ لوړه کچه او د پولیو واکسین کم پوښښ. دویم حقیقت داسې انګېرل کېږي چې نږدې ټول ماشومان-...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...