آمونیم نایټرایټ څه دي او کله خطرناک کېدای شي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 17, 2021
5 years ago
3,236 views
آمونیم نایټرایټ څه دي او کله خطرناک کېدای شي؟

لیکنه: نګین کرګر

آمونیم نایټرایټ یو جامد سپین رنګې په اوبو کې منحل مواد دي. دا سملاسي نه سوځي خو که چیرته د نورو سوند موادو یا اوراخیستونکو موادو سره نږدې وي نو اور اخلي او د اور اخیستلو په وخت کې دا مواد زهري نایټروجن لرونکي ګازونه خپروي.

آمونیم نایټرایټ د آمونیا او نایټریک تیزابو څخه جوړیږي، چې د کیمیاوي سرې، انټیبیوټیک او خیمرمایه، د خوندي چاوديدونکو موادو او اورلګید جوړولو لپاره کارول کیږي. همدارنګه دا مواد د معدن د کیندلو، تعمیر جوړولو او د تیږو ماتولو لپاره هم کارول کیږي چې اتیا فیصده همدا مواد د چاودېدونکو توکو په حیث استعمالیږي.

په شلمه پیړۍ کې د آمونیم نایټرایټ دغه ناڅاپي چاودنو د ‌‌‌‌‌‌ډیرو خلکو ژوند واخیست لکه په دوزره څلورم کال کې د شمالي کوریا د اورګا‌‌‌‌‌‌ډي پيښه چې دولس کیلومتره د چین په سرحد کې پېښه وه. شمالي کوریا په رسمي ‌‌‌‌‌‌‌ډول وویل چې ۵۴ کسان مړه او ۱۲۴۹کسان ټپیان شوي دي.

همداسې څلور کاله وروسته ‌‌‌‌‌‌ډیر کسان مړه شول چې د چاودیدونکو موادو لارۍ په مکسیکو کې اور واخیست.

په ۲۰۱۵ کې ‌‌‌‌‌‌ډیر کسان د چینپه  تنجین ایالت کې مړه شول چې د اته سوه ټنو کیمیاوي موادو لکه آمونیم نایټرایټ، پتاشیم نایټرایټ. او کلسیم کارباید ساتل شوي وو، او د آمریکې په تکزاس کې کله چې د سرې یوې ذخیرې اور واخیست او په فرانسه کې هم همداسې حادثه شوې ده.

کله چې آمونیم نایټرایټ د نورو عضوي کیمیاوي موادو سره یو ځای شي نو ‌‌‌‌‌‌ډیر مٶثره چاودیدونکي مواد چې د تعمیر جوړولو لپاره کارول کیږي ترې لاس ته راځي.

د ۱۹۹۵ کال د اوکلاهوما د ښار تروریستي پیښې علت هم آمونیم نایټرایټ وو چې پکې ۱۶۸ کسان ووژل شول.

همداسې په آمریکا کې دوه تنه  په همدغه علت اعدام شول چې دوی دغه کیمیاوي وسلې د دولت په ضد کارولې وې.

د کیمیاوي وسلو د تړون او د تروریزم په ضد د قوانینو د مخنیوي له مخې د دغه موادو د نهه سوه ټنو ذخیره کول غیر قانوني دي او باید پلټنه یې وشي.

په (۲۰۰۱) کال کې د ناروې په اوسلو ښار کې یو نارویجي د دغه موادو څخه په جوړ شوي بم ۷۷ کسان مړه کړل. همداسې د القاعده د جنوبي آسیا غړو د هندوستان د محکمې مخته په یو بکس کې دا مواد ځای پر ځای کړي وو چې په نوي ‌‌‌‌‌‌ډهلي کې دا چاودنه وشوه.  دنړۍ په بېلابېلو برخو کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډیرې پېښې ثبت شوې دي.  آمونیم نایټرایټ په زراعت کې استعمالیږي چې په خاوره کې نایټروجن واردوي کوم چې د بوټو غله جاتو او زراعتي توکو د زرغون کیدلو سبب ګرځي. خو په نورمال حالت کې دا ‌‌‌‌‌‌ډیره سخته ده چې دا مواد اور واخلي ځکه د اورلګیدنې د تودوخې درجه یې د دوه سوه درجو څخه پورته ده. آمونیم نایټرایټ په کیمیاوي خاصیت کې یو آکسیدایزر دی چې د اورلګیدنې د چټکتیا سبب ګرځي خو خپله ژر اور نه اخلي د بیروت په چاودنه کې د تور او سور لوګیو لیدل دا ثابتوي چې د همدې آکسیدایزر خواصو له کبله د آمونیم نایټرایټو ساتل  خاصو شرایطو ته اړتیا لري. لکه د تودوخې د لوړې درجې، د اور لګیدونکو سوند موادو، او د تیلو څخه باید لرې او خوندي په قانوني اندازه وساتل شي.

 

آمونیم نایټرایټ ولې خطرناکه دي؟

په قانوني ‌‌‌‌‌‌ډول یو هیواد باید د ټاکلې اندازې څخه زیات آمونیم نایټرایټ زیرمه نه کړي، ځکه دا مواد خپله اور نه اخلي خو که چیرته ورسره بیروني عوامل ګ‌‌‌‌‌‌ډ شي نو ‌‌‌‌‌‌ډیر قوي انفجار کولی شي، چې نړیوال یې په تیرو څو ورځو کې په بیروت کې شاهدان وو.

د کیمیاوي وسلو د تړون په اساس او د تروریزم د مخنیوي د قوانینو له مخې یو هیواد یوازې کولی شي چې نهه سوه ټنه آمونیم نایټرایټ زیرمه کړي، ځکه دا مواد په زراعت کې استعمالیږي د خاورې د لا ښه کولو لپاره نایټروجن ضروري دی خو باید د روغتیا او خوندیتوب قوانین پکې مراعات شي .

آمونیم نایټرایټ یو ضروري ماده ده ځکه بدون له دې څخه زراعت مخته نه ځي خو ‌‌‌‌‌‌ډیرې پاملرنې ته هم ضرورت لري.

د آمونیم نایټرایټ د چاودنې وروسته په آسمان کې سور رنګ، سپین رنګ او فولادي رنګه ‌‌‌‌‌‌دوړې پیدا شوې.

فولادي رنګ او او سور رنګ چې د چاودنې څخه پورته راوتلي دوه شیان وړاندیز کوي: هغه چې آمونیم نایټریټ شتون درلود او دا د وسلې لپاره نه وه ، د خورا تور تور لوګیو سره چاودنو په ګوته کړې چې ټول چاودیدونکي توکي ندي سوځیدلي ، پدې معنې چې دا نظامي چاودنه نه وه ، او آمونیم نایټریټ سوځیدلى سور لوګۍ هم دا ښکاره کوي. هغه چاودنه ګرم ګاز تولیدوي چې په چټکۍ سره لوړیږي. پورتنۍ هوا دا تودوخه ګاز له منځه وړی ځکه چې هڅه کوي پورته خواته حرکت وکړي ،خو دا ذرات ښکته لور ته فشار ورکوي او ځانګړي شکل لکه مړخیړي رامنځته کوي. دا پدیده د ریلي ټیلر بې ثباتي بلل کیږي ، کوم چې د مختلف کثافتونو دوه موادو (مایعاتو یا ګازونو) ترمنځ تعامل بیانوي کله چې دوی وي په چاودنه کې ، لږه ګرمه هوا ډیره ګرمي هوا سړه سره یوځای شي رامنځته کیږي او د مړخیړي شکل ته ورته دی له همدې امله د مړخیړي وريځې په اټومي چاودنو پورې محدود نه دي.

Related Articles

Jun 30, 2022
1,485 views

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس  عبدالوافي نایبزی  د سرېلانکا په اړه څومره پوهېږئ؟ تاسې که د نړۍ نقشه راواخلئ او ورته ځیر شئ، نو سرېلانکا د هند سمندرگي په منځ کې یو پروت ټاپو دی، چې په نږدې گاونډ کې ورسره له هنوستان پرته بل هې...

Jun 17, 2021
3,282 views

ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ ځينو هېوادونو په ورستيو لسیزو کې بې ساری پرمختګ کړی دی. یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده. تاسو به د لیکنې تر پایه د ترکیې هېواد په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.   ترکیه ترکیه هغه هېواد دی، چې په لږه برخه یې په اروپا او...

Mar 24, 2022
1,839 views

له موبايل څخه د استفادې پر مهال دا ټکي پام کې ونيسئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی   موبايل، کمپيوټر، ټبليټ او ورته نور برېښنايي وسایل زموږ د ژوند جدي اړتیاوې ګرځيدلي، چې پرته له دې وسایلو زموږ او ستاسو په چارو کې خنډ او ځنډ منځته راځي. تر دې خواشينوونکې لا دا ده، چې ددې شیانو کارول زموږ رواني او جسمي روغتيا نن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,456 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,084 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,842 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...