له موبايل څخه د استفادې پر مهال دا ټکي پام کې ونيسئ

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 24, 2022
3 years ago
1,836 views
له موبايل څخه د استفادې پر مهال دا ټکي پام کې ونيسئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

موبايل، کمپيوټر، ټبليټ او ورته نور برېښنايي وسایل زموږ د ژوند جدي اړتیاوې ګرځيدلي، چې پرته له دې وسایلو زموږ او ستاسو په چارو کې خنډ او ځنډ منځته راځي. تر دې خواشينوونکې لا دا ده، چې ددې شیانو کارول زموږ رواني او جسمي روغتيا ننګوي. ذهني کمزورۍ، د سترګو ضعف او ورته نورې رواني او جسمي ناروغۍ پیدا کوي. ددې لپاره چې له دې ستونزو سره مخ نه شئ. دا لارښوونې تل په پام کې ونيسئ او عملي یې کړئ.  

لومړی| د موبايل استفاده کمه کړئ!

روغتياپالان تر هر څه وړاندې دا پشنهاد لري، چې تر ممکنه حده د موبايل کارول کم کړئ. که تاسو جدي اړتیا نه لرئ، له موبايل څخه لرې اوسئ او استفاده ترې مه کوئ. پدې توګه به ستاسو رواني او جسمي روغتیا تضمینه شي. نو د لومړنۍ توصیې په توګه باید د موبايل شوق پرېږدئ او پرته له اړتیا ګوتې مه ور وړئ.  

دویم| عینکې وکاروئ!

که له موبايل سره ستاسو تماس ضروري وي او پرته له دې مو په کارونو کې خنډ او ځنډ پېښېده نو بیا کوښښ وکړئ د استفادې پر مهال یې عینکې وکاروئ. پدې توګه به مو د سترګو روغتيا ته کوم زیان و نه رسېږي؛ خو د عینکو په اړه حتما له ډاکټر سره مشوره وکړئ. 

درېيم| روښنايي یې کمه کړئ!

ځينې خلک خوښوي، چې د موبايل روښنايي یې تېزه وي. دا کار ډېر نامناسب دی، په ځانګړې توګه د شپې لخوا باید د موبایل رڼا بېخي کمه وي. که داسې و نه کړئ، جدي روغتيايي ستونزې جوړولای شي. د سترګو کمزوري، ذهني فشار، د حافظې ضعیفي، د تمرکز نشتون او ورته نور مشکلات دي، چې له همدې امله پیدا کېږي. هېره دې نه وي، که په کوټه کې تېزه رڼا وي او یا هم د ورځې لخوا په آزاد چاپيريال کې موبايل کاروئ، نو برعکس د موبايل روښنايي تېزه کړئ ترڅو سم ووينئ او کار وکړئ.  

څلورم| په جيبونو کې یې مه ږدئ!

روغتياپالان بل وړاندیز دا کوي، چې موبايل په جېبونو کې مه ږدئ. ددې پر ځای پر مېز او یا هم په بل کوم ځای کې له ځانه په فاصله کې ږدئ. پدې توګه د هغو برېښنايي سیګنالونو/شعاوو له ضرر څخه په امان کېږئ، چې په عادي حالاتو او د زنګ راتلو پر مهال توليدېږي.

پنځم| د خوب پر مهال یې بندوئ!

که تاسو ډېر مهم کس نه یئ او د شپې لخوا موبايل بندول کومه ستونزه نه جوړوي نو موبايل بند کړئ؛ خو که پوهېږئ چې پدې کار سره ستاسو په ژوند، کاروبار او نورو مسایلو کې ستونزې جوړېږي نو بیا د خوب پر مهال ستاسو د خوب له تخت/کټ څخه په لرې فاصله کې کېږدئ. 

Related Articles

Dec 14, 2021
3,635 views

د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې ورځو کې د خبرو، مسایلو او معلوماتو له یاده وتل یوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده او ډېری خلک له دې ستونزې ځورېږي. همدارنګه ځينې نور خلک بیا شکایت کوي، چې له مطالعې وروسته نه پوهېږي چې څه یې ولوستل او په کتاب/مجله/لیکنه کې کومې خ...

Dec 18, 2021
2,596 views

د انیمیا (د وینې د کمښت) مخنیوی

لیکنه: شکېبا نادري د انیمیا(د وینې د کمښت) مخنیوی   انیمیا(د وینې کمښت)چې ډېری خلک په ځانګړې توګه ښځې ورسره مخ دي. انیمیا(د وینې کمښت)په انسانانو کې د بېلابېلو ستونزو او ناروغیو لامل کېږي، لکه په ښځینه وو کې د مخ د پوستکي د خرابوالی، د مخ لکه کېد...

Aug 28, 2021
6,664 views

ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې

هره هغه کړنه، چې پرله پسې تکرارېږي او د انسان په روان منفي تاثیر وکړي، رواني ناروغي ګڼل کېږي. رواني ناروغي یو جسمي احساسي غبرګون دی، چې د پېښې په مقابل کې هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د انسان اړتیاوې زیاتې او امکانات کم وي، نو دغه ډول ناروغي رامنځته ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,439 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,829 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...