د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 14, 2021
4 years ago
3,640 views
د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په دې ورځو کې د خبرو، مسایلو او معلوماتو له یاده وتل یوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده او ډېری خلک له دې ستونزې ځورېږي. همدارنګه ځينې نور خلک بیا شکایت کوي، چې له مطالعې وروسته نه پوهېږي چې څه یې ولوستل او په کتاب/مجله/لیکنه کې کومې خبرې وي.

موږ همدې ستونزو ته په کتو خپلو قدرمنو لوستونکو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو په دې برخه کې یې ستونزه حل او لا ډېر پوه شي.  

حافظه نه کمزورې کېږي!!!

شاید تاسو هم د نورو ډېرو خلکو په څېر پر دې باور اوسئ، چې حافظه مو کمزورې شوې ده؛ خو یوه ډله د نظر خاوندان له دې موضوع مطلق انکار کوي. دوی وايي چې حافظه نه کمزورې کېږي، بلکې د عمر په تېرېدو سره د ستونزو، کاري بوختیاوو او نورو مسایلو له کبله د انسان فکري تمرکز له منځه ځي او دوی د یو کار کولو پر وخت فکر یوازې هماغه کار/مطالعې/درس او ... ته نه نیسي. په دې توګه دوی مسایل مغزو ته نه سپاري او فکر کوي، چې حافظه یې کمزورې شوې ده.  

نو تاسو اوس خپل ځان ته فکر وکړئ، چې آیا ستاسو په ژوند کې ستونرې، ننګونې، نامعلوم برخلیک او نور مسایل ددې سبب شوي، چې فکري تمرکز مو ګډوډي شي؟

که ځواب مو "هو!" وي، نو د حافظې له کمزورتیا شکایت مه کوئ یوازې د مطالعې/کار/درس په وخت کې خپل فکر یوازې همدې یو فعالیت ته واړوئ او و به وینئ چې څومره عالي حافظه لرئ. مګر له دې سره ـ سره دا نظر هم حاکم دی، چې حافظه کمزورې کېږي؛ مګر لارې چارې شته چې ستاسو حافظه پیاوړې وساتي، ترڅو موضوعات، مسایل او خبرې مو تر ډېره په ذهن کې پاتې شي.  

لومړی| تمرکز سم کړئ!

روانپوهان تر هر څه وړاندې همدا وړاندیز کوي، چې د کار/مطالعې/بحث په وخت کې خپل فکري تمرکز ته پام وکړئ. ددې معنا دا ده، چې هر کار کوئ، فکر مو یوازې په هماغه کار ولرئ.  دا سمه ده، چې نامعلوم برخلیک، بد اقتصادي وضعیت او ګڼو نورو مشکلاتو به له موږ ذهني تمرکز اخیستی وي؛ خو په دې معنا نه ده، چې موږ او تاسو دې ورته ۲۴ ساعته اندېښمن اوسو.

که کار/بحث او یا مطالعه کوئ، خپلې نورې ستونزې هېرې کړئ او فکر مو یوازې پر همدې یوه کار متمرکز کړئ. ډېرې ښې پایلې به ووینئ او حافظه به مو هم پیاوړې شي.  

دویم| نوی مهارت زده کړئ!

د حافظې د پیاوړتیا لپاره بله لارښوونه دا کېږي، چې باید یو نوی مهارت زده کړئ. ددې معنا دا ده، چې تاسو باید هڅه وکړئ د یو نوي کار او فعالیت د زدکړې لپاره ملا وتړئ. مثلا انځور اخیستل، رسامي، خطاطي او ... مهارتونه زده کړئ. د نویو مهارتونو زدکړه ستاسو د حافطې په پیاوړتيا کې خورا ډېره مرسته کوي؛ نو هڅه وکړئ له خپل ذهن څخه کار واخلئ او یو نوی مهارت زده کړئ. د وخت په تېرېدو به ووینئ، چې حافظه مو څومره پیاوړې شوې ده.  

درېيم| بادام وخورئ!

دا منو چې په دې بد اقتصادي وضعیت کې به د بادامو اخیستل غیر مناسبه خبره وي؛ خو زموږ موخه دا نه ده، چې تاسو دې خورا ډېر بادام وخورئ. په دوامداره توګه د ورځې دوه ـ درې دانې بادام خوړل هم یوه ښه پایله لرلای شي. هغه پیسې چې پر نورو غیر صحي/غیر ضروري خوړو ورکوئ، بادام پرې را و نیسئ او هر سهار يې لږه اندازه خورئ. د وخت په تېرېدو سره به یې اغېز پخپله درک کړئ.  

څلورم| ورزش وکړئ!

له دې ټولو سره ـ سره ورزش هم د حافظې په پیاوړتیا کې بې اغېزې نه دی. که غواړئ، ښه حافظه ولرئ، زده کړي مسایل او خبرې مو هېرې نه شي؛ نو حتما ورزش کوئ.  روغتياپالان د ورزش د نورو ډېرو ترڅنګ یو هم د حافظې پیاوړتیا یادوي. که تاسو هم غواړئ د قوي حافظې خاوند شئ نو له ورزش څخه مه تېرېږئ. مهمه نده، چې تاسو دې په یو کلب یا بل لوکس ځای کې ورزش وکړئ. پخپله حویلۍ، کوڅه او سړک کې منډې او قدم وهل هم ستاسو په ورزش کې حسابېږي؛ خو په دې شرط چې هره ورځ یې ترسره کړئ.  

پنځم| پوره او منظم خوب وکړئ!

ترسره شوو څېړنو ښودلې ده، چې اکثریت هغو کسانو چې د حافظې له کمزورۍ یې شکایت درلود پوره او منظم خوب نه کاوه. که تاسو هم غواړئ د حافظې له کمزورۍ سره مخ نه شئ او یا مو حافظه پیاوړې شي؛ نو ډېره بې خوبي مه کوئ او تل هڅه وکړئ، چې بشپړ/منظم خوب ولرئ.  

شپږم| تفکر وکړئ!  

د یوې بلې لارښوونې په توګه ویلای شو، چې د ورځې یو ساعت تفکر ته بېل کړئ. د خدای په خلقت او نوره مثبته نړۍ کې اوسئ. وګورئ خدای څومره عالي مخلوقات پنځولي دي. همدارنګه ځان په هغه موقف او ځای کې تصور کړئ، چې غواړئ واقعا هم هملته اوسئ. د خپلو هوډونو او لاسته راوړنو په اړه فکر وکړئ. دا کار په سیستماتيکه توګه ستاسو حافظې ته قوت او پیاوړتیا وربخښي. له دې ورهاخوا دا لاندې چارې هم د حافظې په پیاوړتیا کې موثرې ګڼل کېږي.  

  • لمر ته کښېناستل
  • مطالعه
  • د هګۍ خوړل  

Related Articles

Aug 06, 2020
4,879 views

ځان پېژندنه

کله چې د خپل بدن جوړښتونو، اروایي کیفیتونو، احساساتو، غریزو، د مغز او شعور فعالیتونو، د خپل فکر او نظر حالتونو، د چاپېریال او طبعیت سره د بېلا بېلو اړیکو، او د خپل وجود  داخلي، خارجي، مادي او معنوي غوښتنو، اړتیاؤ، احتیاجاتو او نورو ځواکونو او خاصیتون...

Dec 07, 2020
4,667 views

د سردردۍ اسانه درملنه

په اوس وخت کې سردردي یوه ډېره عامه ناروغي ده، چې هره ورځ ډېری انسانان ترې ځورېږي. ویلی شو، چې تقریبا موږ ټولو سردردي ليدلې ده، مګر ځينې داسې وګړي هم شته، چې دوامداره سر درد یې حالت ورځ تر بلې خرابوي. د سر درد کمه او ډېره کچه زموږ پر ورځنيو چارو اغېز...

Sep 04, 2021
3,811 views

څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه کولای شو یو ګټور او نه ستړی کوونکی بحث پیل کړو؟ د هر کار پیل ډېر ستونزمن وي، که هغه د دندې، زده کړو، د کور کارونو او داسې نور کارونو پیل وي، د خبرو او بحث کولو پیل هم ستونزمن وي. ډېری داسې کسان شته چې د زده کړو کچه به یې تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,474 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,088 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,852 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...