په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 11, 2021
4 years ago
1,993 views
په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

د یو مومن وژل څومره ستره ګناه ده، له دې ایت کريمه څخه يې معلومه کړئ: 

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّـهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ( النساء 4: 93)

او هغه څوك چې يو مومن په قصد او ارادې سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله پر ده باندې غضب كړى دى او پر ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى.

 

هغه خلک چې په هغو لارو کې بمونه ښخوي چې عامې لارې وي، ټول ولس پرې ځي راځي، د ولس، مسافرو او حکومت ټولو ګاډي پرې ځي راځي، نو په دغو لارو کې بمونه ښخول شرعاً حرام دي، ځکه دغه صراحتاً بې له شکه په قتل عمد کې راځي.

 

دا قتل عمد نه دی، نو څه دی؟!

په جاري لارو او سړکونو کې چې ټول خلک پرې تګ راتګ کوي، ولس ترې کار اخلي، په دغو کې د دښمن په نيت او خيال بمونه ښخول قتل عمد کې راځي که نه؟ نو اول قتل عمد پېژنو چی قتل عمد څه ته وايي؟

  يقول الحنفية:....

فالعمد: ما تعمد فيه القاتل ضرب غيره بسلاح، كالسيف والسكين والرمح والرصاص، أو ما أجري مجرى السلاح في تفريق أجزاء الجسد، كالمحدد من الخشب، والحجر، والنار، والإبرة في مقتل.

وذلك لأن العمد معناه القصد وهو أمر خفي لا يمكن الإطلاع عليه ولا معرفته، إلا بدليل يدل عليه، وهو استعمال الآلة القاتلة، فجعلت الآلة دليلاً على القصد، وأقيمت مقامه باعتبارها مظنة لوجوده، كما أن السفر مظنة المشقة.  تكملة فتح القدير: 244/8 وما بعدها، البدائع: 233/7، الدر المختار: 375/5، اللباب شرح الكتاب: 141/3. نقلاً عن الفقه الإسلامي و أدلته.

 

قتل عمد، يعنې قصدي او ارادي قتل هغه دی چې قاتل قصداً  و عمداً پر چا په وسلې سره ګوزار وکړي، لکه په تورې، چړې، نېزې، مرمۍ سره او يا په هر هغه څيز سره چې د‌ جسم د اجزاوو په بېلولو کې د‌ وسلې ځای نيسي او د وسلې کار کوي، لکه: تېره لرګی، کاڼی، اور او ستنه چې په داسې ځای کې ووهل شي چې انسان ترې مري.

دا ځکه چې د‌عمد معنا قصد او اراده ده، او قصد يو پټ شی دی چې اطلاع پرې نشي حاصلېدای او نه يې معرفت کېدای شي مګر په داسې دليل سره چې پر دغه قصد او عمد دلالت کوي او هغه د‌ دغه وژونکې آلې کارول دي، نو د وژونکې آلې کارول پر قصد او عمد باندې دليل وګرځول شول او د‌ دغې آلې کارول د قصد او عمد پر ځای ودرول شول، په دې اعتبار سره چې دغه آله د قصد لپاره مظنه ده، لکه څنګه چې سفر د‌ مشقت مظنه ده.

نو اوس تاسو ووايئ چې بم وژونکې آله ده که نه ده؟! 

هو، وژونکې، د جسم ټوټه کوونکې او تخريبوونکې آله ده، نو ته چې دغه آله په هغه سړک کې ښخه کړې چې ټول پرې تګ راتګ کوي، تا د دغو ټولو د وژلو قصد وکړ، ځکه نو په لارو کې د بمونو ښخول قتل عمد دی او قتلٍ ناحق له شرک او کفر څخه وروسته ستره ګناه ده. والعياذ بالله

دغه عمل په قتل خطا کې نه راځي. قتل خطا هم جرم دی او شريعت د هغه سزا مقرر کړې ده. 

 

ای د الله بنده ګانو! له الله څخه وډار شئ، په پکتيکا کې، تخار کې او داسې نورو ښارونو کې د يوې ورځې تلفات لسګونو ته رسېږي او قربانيان يې زياتره خالص عوام دي. 

نو ايا ستاسو د قيامت پر ورځ يقين نشته؟! حساب کتاب نه منئ؟!

فإنا لله و إنا إليه راجعون

 

مفتی عبدالولي

Related Articles

Jan 07, 2025
1,397 views

Deepfake Politics

 لیکوال : هارون راعون  ډیپ فیک سیاست د ډیپ فیک ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنه د سیاسي هدفونو لپاره د جعلي ویډیوګانو، غږونو او نورو ډیجیټلي موادو جوړولو ته اشاره کوي. دا د ډیجیټلي ټکنالوژۍ یوه نوې، خو د بحث وړ پدیده ده چې د سیاست په ډګر کې د خلکو نظرونو...

Dec 20, 2022
6,533 views

اجتماعي کارمند

   داجتماعی کارمند وظایف خپل میاشتنی پلان مربوطه مسول سره شریکول یوه کاپی د ولایتی مسول ته ورکول ، خپلی ټولی کړنی په همدی پلان کی ترتیب کول، او د کلی په د اول فورم ډکول او ولایتی ډیټابیس افسر ته سپارل  چی کله کلی ته داخل شی د با نفوسو خلکو او ملا...

Jul 12, 2021
3,656 views

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,803 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,081 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...