ډیجیټلي ځمکه:
ایا فکر مو کړی چې یوه ورځ به ډیجیټلي ځمکه جوړه شي؟ که مو نه وي کړی، اوس یې واورئ. اروپايي اتحادیه پلان لري تر ۲۰۳۰ پورې د ځمکې د اوسنیو پېچلتیاو په شمول د هغې ډیجیټلي غبرګونې یا Earth digital twin جوړه کړي.
د ځمکې ډیجیټل کره لومړی ځل ما په ۲۰۰۳/۲۰۰۴ کال کې ولیده چې کميپوټر نوی افغانستان ته راغلی و. خدای بښلي وحیدالله هغه مهال Google Earth، چې سافټوېر وېرژن یې و، په کمپیوټر کې انسټال درلود. همصنفي مو چې دا سیسټم ولید تر حیرانتیا وروسته یې د چيلي پایتخت وپوښت څو معلومه کړي چې ایا Google Earth صحیح ځواب ویلی شي او که نه؟ هغه مهال په افغانستان کې انټرنټ نه و. Google Earth د ځمکې کره تاو او په سانټیاګو یې Zoom کړه. د ټيټ ریزولوشن سټلایت انځور څخه جوړه نقشه یې هم وښوده.
دا نو د ځمکې لومړنۍ ډیجیټل بڼه وه، خو په تېرو دوه لسیزو کې د Google Earth او نورو سیسټمونو جزیات بیخي ډېر لوړ شول. د هوا حالاتو سیسټمونه هم د ځمکې ډیجیټل بڼه لري په هغه کې د هوا حرکت څاري او وړاندوینې کوي. دا چې دا سیسټمونه تیار شته او عملا کار کوي. اروپايي اتحادیه هم غواړي له همدې ځایه کار پیل کړي. دې سیسټمو ته د نورو برخو جزیات په ترتیب ور اضافه کوي څو بشپړ شي.
پلان دا دی چې په ۲۰۲۴ کې د ډیجیټل ځمکې هسته جوړه شي وروسته بیا تر ۲۰۲۷ پورې پرمختګ ورکړي او په ۲۰۳۰ کې به بشپړه شي.
د دې کار هدف دا دی چې په ډیجيټل ځمکه بېلا بېلې تجربې وکړي او د هغو اغېزې وارزوي. د دې لپاره چې تجربوي ماډلونه کره ځواب ورکړي د ځمکې ټولو جزیاتو ته اړټیا ده څو سیسټم ته ور وپېژندل شي. وروسته له هغې به د بېلا بېلو سناریوګانو تجربې پرې عملي کېږي. او بیا به د هغو د پایلو د تحلیل پر بنسټ تصمیم نیول.
دا مې په لنډ ډول ولیکل. په واقیعت کې دا سیسټم ډېر پېچلی دی. د شرم ځای دا دی چې مونږ زده کړې تر امر ثاني ځنډولې، خو دوی ته بیا اخطارونه هم ورکوو.
شاعر وايي: زما لویه ګڼاه دا ده چې ناپوه یم!
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
د اینګین اکیورک پېژندنه
لیکنه: شکېبا نادري د اینګین اکیورک پېژندنه د نړۍ ټول هېوادونه سینماګانې او غوره اداکاران لري، اداکاران یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې لیدونکي او خوښونکي لري، یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده، چې په دې وروستیو کې یې ډېری ډرامې په افغاني ټلوېزیونونو کې خپر...
پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!
لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ. پاسترناک د روسیې ددې نوموتي لیکوال ب...
جاپان هیواد سکالرشیپونه
#جاپان هیواد د ماسټري او دوکتورا سکالرشیپونه! ټافل او ایېلټس ته اړتیا نلري. د مېکسټ MEXT سکالرشیپونه کابل کې د جاپان سفارت له لوري خبر ورکړل شوی دی چې د راتلونکی ۲۰۲۴ کال لپاره د MEXT سکالرشیپونو لپاره اپلیکېشنونه اخلي، دا سکالرشیپونه چې د نړۍ په ک...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...