د نارینه تناسلي الې بې حسي څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 11, 2022
3 years ago
4,094 views
د نارینه تناسلي الې بې حسي څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د انسان په ژوند کې جنسي ناروغۍ ډېرې ځورونکي وي. په ځانګړې توګه پهژباړه ـ ریاض مقامزی  د انسان په ژوند کې جنسي ناروغۍ ډېرې ځورونکي وي. په ځانګړې توګه په سنتي او وروسته پاتو ټولنو کې، چې د جنسي ستونزو بیانول د ځان لپاره شرم او عار ګڼل کېږي. په همدې موخه کتابتون ويبپاڼه هڅه کوي، چې د جنسي ناروغيو په برخه کې هم د خپلو لوستونکو معلومات ډېر کړي. ترڅو وکولای شي ستونزه درک او درملنه یې وکړی. په دې لیکنه کې به هم د جنسي ناروغيو اړوند یوه ناروغي وپېژنئ. 

د تناسلي الې بې حسي

تناسلي اله په طبیعي توګه د بدن یوه حساسه او مهمه عضله ده. ځينې وختونه دا برخه بې حسه کېدای هم شي. د جنسي ناروغيو دا ډول د نه درمنلې په صورت کې ډېرې ستونزې زېږولای شي. له “بې حسۍ” څخه موخه دا ده، چې د لمس پر مهال طبیعي غبرګون او حس نه تر سترګو کېږي. همدارنګه پر دې ناروغۍ اخته وګړي، داسې حس کوي چې تناسلې اله یې ویده ده. د ناروغۍ د ښې پېژندنې لپاره یې باید ځينې علایم هم وپېژنو. 

علایم

لکه د نورو ټولو ناروغیو، دا هم خپلې نښې نښانې هم لري. د تناسلې الې د بې حسۍ ترڅنګ ځينې نور عمده علایم عبارت دي له:

• د پوټکي شین کېدل

• د سوځېدو احساس

• د یخوالي احساس

• د تناسلې الې مېږي مېږي کېدل

• د ستنې په څېر چوخ کېدل 

لاملونه

که څه هم ددې ناروغۍ دقیق لامل نه دی معلوم؛ خو روغتياپالان یې ځينې لاملونه په ګوته کوي. تر.هر څه لومړی، تناسلي الې ته زیان رسېدل او یا هم پر تناسلې الې فشار راتګ. څېړنو ثابته کړې ده، چې بایسکل چلوونکي پر دې ستونزې ډېر اخته کېږي. په ځانګړې توګه هغه نارینه چې پر بایسکل ډېر اوږده مزلونه کوي. په دې توګه د هغوی پر تناسلې الې پرله پسې فشار راځي او یاده ستونزه ورته پیدا کېږي. په ځينو نورو مواردو کې روغتياپالانو موندلې ده، چې د ځينو قوي دواګانو جانبي عوارض هم ددې ناروغۍ د پیدا کېدو سبب کېږي. سلژیلین (آتاپریل، کاربکس، الدپریل، دپرنیل) درمل هم ددې ناروغۍ د رامنځته کېدو یو علت بلل کېږي. له دې سره ـ سره ځينې ناروغۍ هم د نارینه وو تناسلي اله بې حسه کوي. له دې ورهاخوا د تستوسترون هورمون کمښت هم یو لامل ګڼل کېږي. 

په یاد ولرئ!

که له دې ډول ستونزې سره مخ یئ، بابیزه یې مه ګڼئ. هڅه وکړئ، له نږدې روغتيايي کلنیک او یا هم ډاکټر څخه لیدنه وکړئ. روغتياپالان لومړی ستاسو د ناروغۍ علت معلوموي او له هغه وروسته ځينې لارښوونې کوي او یا هم کېدای شي درمل درکړي.

Related Articles

Nov 06, 2021
5,086 views

نوی عصر، نوي کتابونه او نوې خبرې

لهٔ نوي عصر سره سم لیکل شوی کتاب! د وخت پهٔ تیریدو خلک لهٔ وخت سره سم لیکل شوي کتابونه ډېر خوښوي، ډیری د ناولونو لیکوالان خپلې کیسې لهٔ پخوانۍ دورې پیل کوي چې پکې لهٔ نن د پنځوس کاله مخکې کیسې ذکر شوې وي، خو څنګه چې خلک اوس پخواني فلمونه کم ګوري، هم...

May 11, 2021
1,975 views

په عامو او جاري لارو او سړکونو کې بمونه ښخوونکو!

د یو مومن وژل څومره ستره ګناه ده، له دې ایت کريمه څخه يې معلومه کړئ:  وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّـهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ( النساء 4: 93) او هغه څوك چې...

Aug 28, 2021
2,321 views

اطاق که اتاق

ليکوال: سيلانی  تېره شپۀ زما د فېسبوک قدرمن ملګري او د بلخ پوهنتون د ښوونې  او روزنې  پوهنځي استاد حميد الله عمرخېل چې اوس د کابل پۀ دکتورا برنامې کې سکالر هم دی، د « اتاق او اطاق » پۀ هکله ليکلي دي، چې دا کلمه بايد اتاق وليکل شي او سمه بڼه یې « اتا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,516 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,887 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...