د غم علاج

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 31, 2022
3 years ago
2,363 views
د غم علاج

استاد غضنفر پخپل کتاب کې د "غم علاج" تر عنوان لاندې د حکایت ژباړه پدې شکل کښي:  "دا د چین یوه پخوانۍ کیسه ده. هسې وايي چې د يوې مور ايکې یو زوی ومړ. ښځه لوی حکیم ته ورغله او خواست يې ورته وکړ، چې داسې دم را وکړه چې د غم بار مې له اوږو لرې شي.  حکیم ورسره نه بحث وکړ او نه يې رد ځواب ورکړ، ورته ويې ويل: ورشه له يوه داسې کوره چې غم بي نه وي لیدلی د خردل دانه راوړه، زه به یې دردم کړم او د غم بار به دې له اوږو واخلم.  ښځې يوه خورا شانداره ماڼۍ په نخښه کړه چې دلته به نو بې غمه خلک اوسي او خردل به ورنه وغواړي؛ خو چې ورغله، هغوی د خپلو وروستيو غمونو دومره ترخې کیسې وکړې، چې هغې خپل غم ورباندې هېر کړ. مختلفو ځايونو ته ورغله هغوی ته چې خولې يې له خندا نه سره ټولېدلې؛ هغوی ته چې اوږده عمرونه يې کړي او ټول اولادونه يې ژوندي وو؛ هغوی ته چې په زرګونو عسکر به سلامي ورته ولاړ وو؛ هغوی ته چې دنیا ته يې لته ورکړې وه او ملنګي يې کوله؛ د هر چا د کور دروازه يې وډبوله او دومره د غم کيسې يې واورېدلې چې خپل غم يې ورباندې هېر شو او دا يې هم هېر کړل چې لوی حکیم خو د خردلو په دانو پسې استولې وه. دې بېرته د نورو غوندې عادي ژوند ته مخه کړه. 

درسونه

• د غم علاج دا دی، چې له حالاتو سره د مقابلې توان ومومې او دا ومنې چې په نړۍ کې یوازې ته نه یې چې ستونزې لرې.

• په نړۍ هېڅوک بې غمه نه وي. هر کس یوه ستونزه، درد، غم، بېوسي لري. انسان حتما په یو نا یو ډول ځورېږي.

• کله چې په ستونزو کې واقع کېږئ؛ نو هغه خلک وګورئ چې له تاسو ډېرې ستونزې، دردونه، بېوسۍ او یا ناهیلۍ لري. پدې توګه به خپله ستونزه درته کوچنۍ ښکاره شي او پر وړاندې به یې مبارزه کوئ.

• هېڅوک چې څنګه ښکاري هغسې نه وي. شاید موږ ته ډېری خلک خوښ ښکاره شي؛ خو په حقیقت کې به ډېر غمجن وي.

• په هر حال شکر وباسئ.  

• ژوند د ستونزو او ننګونو پر وړاندې د مبارزې نوم دی. نو په پوره قوت او پياوړتيا سره د ستونزو مقابله وکړئ. ترڅو ګټونکي شئ.

• ستاسو خوښي پدې پورې اړه لري، چې تاسو څومره ځان قانع کولای شئ.

• د ستونزو په وخت کې د ستونزې په اړه فکر مکوئ؛ بلکې د ستونزې د حل پر لارو چارو غور وکړئ. 

Related Articles

Aug 07, 2020
3,131 views

په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې

په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې ١- د ساده کارونو په ترسره کولو هوښیار او چالاکه اوسئ ٢- بریالیتوب سفر دی، نه هدف. ٣- په خرڅلاو کې ځان د مشتري پرځای کړئ ۴- په هره سوداګرۍ کې انساني اړیکي له مسلکي جزیاتو څخه غوره دي. ۵- پرته له دې چې وګورئ...

Oct 29, 2021
2,018 views

د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!

ژباړه ـ فاطمه اعظم  پخواني چينایانو چې غوښتل د خپل هېواد ساتنه وکړي، د چين لوی ديوال يې جوړ کړ او داسې فکر يې کاوه چې ګواکې هېڅوک له دې دېوال څخه نه شي پورته کېدلای؛ خو له بده مرغه د دې دېوال له جوړولو وروسته په لومړیو سلو کلونو کې درې ځلې پر چين ير...

Jul 22, 2020
15,335 views

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,827 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,162 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,099 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...