To start downloading books

Please sign in or create an account.

د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!

د چين دېوال حيرانوونکې کيسه!

ژباړه ـ فاطمه اعظم

 پخواني چينایانو چې غوښتل د خپل هېواد ساتنه وکړي، د چين لوی ديوال يې جوړ کړ او داسې فکر يې کاوه چې ګواکې هېڅوک له دې دېوال څخه نه شي پورته کېدلای؛ خو له بده مرغه د دې دېوال له جوړولو وروسته په لومړیو سلو کلونو کې درې ځلې پر چين يرغل وشو.
 په داسې حال کې چې هر ځل اړتيا وه دښمن پر دېوال راواړوي؛ خو هغوی داسې نه کول. په ډېرې اسانۍ یې ساتونکو ته رشوت ور کاوه او پر دروازې راتلل، ځکه چينايان د دېوال پر جوړولو بوخت وو او هېر کړي یې وو، چې ساتوونکي ښه وروزي.
 ځکه د وداني له جوړولو د انسان روزل اړينه ده. له بده مرغه موږ له چين سره ډېر توپير نه لرو.
 موږ زده کړه چې کورنۍ جوړه کړو؛ خو کورنۍ تربیه نه!
 حيرانوونکې دا ده، چې کورونه شته چې کورنۍ پکې دي او کورنۍ شته چې کورونه نه لري، لکه د لارو ـ کوڅو اوسيدونکي.
 همداسې ماڼۍ لرو، چې په هغې کې پاشلې کورنۍ ژوند کوي، دا ماڼۍ هم ملامتې دي.
 د يوه مشهوره پوه وينا ده، چې وايي: "که غواړئ يو تېر تاريخ له منځه يوسئ درې لارې لرئ!
 لومړی: د کورنۍ له منځه وړل.
 دويم: د زده کړو له منځه وړل.
 درېيم: د پخوانيو اتلانو/ پوهانو/ آیډيالونو بې احترامي کول."
 د کورنۍ له منځه وړلو لپاره د مور رول بې ارزښته کړئ. داسې کار وکړئ چې مور په خپلو ماشومانو او په کورنۍ وشرمېږي.
 د زده کړو له منځه وړلو لپاره ښوونکي په نښه کړئ. د ښوونکي ارزښت په ټولنه کې کم کړئ او بې ارزښته يې کړئ. تر هغه ځايه، چې زده کونکي خپل ښوونکي کم راولي او بې احترامي يې وکړي. 

 او د آيډيالونو/پوهانو بې اعتباره کولو لپاره پوهاند/ پروفيسران په نښه کړئ او هغوي تخريب کړئ. په پوهه کې يې شکونه پيدا کړئ. تر څو خلک د دوی خبرو ته کم غوږ ونيسي.
 ځکه که هوښياره مور له منځه ولاړه شي.
 وفاداره ښوونکي له منځه ولاړ شي.
 او پوهان بې ارزښته شي‌. 
 نو څوک به ارزښتونه وپالي!؟

Related Articles

ګابريل ګارسيا څوک و!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو.   د مارکېز لنډ ژوندلیک ددې ستر لیکوال بشپړ نوم ګابریل ګارسیا مارکېز "Gabrirel Garcia Marquez" دی. نوموړی د "۱۹۲۷ز" کال د...

آیا د کرونا واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستیو کې د کرونا ضد واکسینونو په اړه بېلابېلې اوازې خپروې شوي دي، چې ډېری یې په جنسي اړیکو پورې اړه لري. یو له دې اوازو څخه دا ده، چې ویل کېږي د کرونا ضد واکسین د نارینه وو سپرم کمزوري کوي او دوی له شنډوالي سره مخ کوي. که په ساده ټکو یې ووایو، نو ادعا شوې ده، چې که څوک د کرونا ضد واکسین وکړي نو اولادونه به یې نه کېږي...

ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښېږي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښوي؟ سینګار کول د ښځو د خوښې کړنه ده، ډېری ښځې خو په دې باور دي چې سینګار د ښځو سلیقه ده، هغه ښځې چې سینګار نه کوي له ځان نه یې لاس پر سر دي، د ځان لپاره وخت نه لري، خو د نارینه وو بیا د ښځینه وو دا کړنه هېڅ نه خوښېږي، کم داسې نارینه شته چې د سینګار کولو پلویان وي او له خپلو مېرمنو وغواړي چې سین...

Recommended Articles

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...