صوفي او بیزو

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 27, 2022
3 years ago
1,741 views
صوفي او بیزو

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په یوه حکایت کې راځي چې، صوفي د ونې سيوري ته ناست و. بيزو د کوپرې ګوزار ورباندې وکړ. صوفي کوپره په ګورت کې ونيوله. د هغې د منځ شيدې/اوبه يې وڅښلې. کوپره يې وخوړه او د کوپرې له پوټکي يې ځانته کاسه جوړه کړه.  

درسونه

  • په نړۍ کې دوه ډوله انسانان ژوند کوي؛ عادي او عالي. کله چې له عادي انسانانو سره بد وشي، احساساتي کېږي او د ژر تر ژره غچ/بدل اخیستلو په فکر کې شي؛ خو عالي انسانان بیا د غچ اخیستلو پر ځای په آرام ذهن فیصله کوي او سنجیده ګام اخلي. اوس انتخاب ستاسو په لاس کې دی غواړئ عادي انسان شئ یا عالي!؟
  • کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږئ ژر او احسایاتي پرېکړه مکوئ. خپل ځان ته لږ وخت ورکړئ او د مسئلې په اړه فکر وکړئ. په اکثرو ستونزو او ننګونو کې د زده کړې او پرمختګ یو ډول درس/فرصت موجود وي. 
  • کله چې بل څوک له تاسو سره بد کوي. د بدل پر ځای هغوی درک کړئ او پر وړاندې یې غبرګون مه ښيئ. پدې کار سره مقابل لوری پخپله په کړي کار پښېمانه کېږي او شاید ستاسو دا ځانګړنه یې خوښه شي او نور له دې بد عمل څخه لاس واخلي. 
  • په هر ډول حالاتو کې ذهني آرامي وساتئ. دا کار ستاسو په پرېکړو ډېر مثبت تاثیر کوي.
  • که په هر ډول مشکلاتو کې خپل فکر آرام وساتئ، شاید ډېرې ښې پایلې ترلاسه کړئ. 
  • ستونزې، ننګونې او بدې کړنې حتما له ځان سره د زدکړې لپاره یو څه لري. نو په داسې حالاتو ژور فکر کوئ ترڅو له ژونده یو څه زده کړئ.

آیا له دې لیکنې مو کوم څه زده کړل!؟ خپل نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ! 

Related Articles

Aug 22, 2021
2,743 views

د بیان آزادي څه ته وایي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په دې ورستیو کې د بیان آزادي له ګرمو موضوعاتو څخه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه کېږي. پر دې برخې قیودات خلک اندېښمن دي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې د بیان ازادي څه ته ویل کېږي.   د بیان آزادي د انسان د بدن ټ...

Aug 11, 2020
2,963 views

ځان موندنه

ته مینه ناک يې شېبه په شېبه ځان ته متوجه يې او غواړې په نړۍ کې یو مهم رول ولوبوې، نو له دې مخې هغه انسان يې چې هره شېبه خپل ځان او خپل لاشعوره ضمير ته توجه لرې او د موجودیت په نړۍ کې خپل ځان تر کنټرول لاندې نیسې او د هغو ارزونه کوې، نو ځکه هر وخت له...

May 01, 2022
1,476 views

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   مسلمانان د یوه کال په جريان کې دوه د خوښۍ ځانګړې ورځې لري، چې کوچنی او لوی اختر یې بولو. مګر کله ناکله دا ورځې ځينو ته غمجنې تمامې شي. ددې کار علت دا وي، چې دوی خپلې روغتیا ته پام و نه کړي او د خوښۍ دا مهمې ورځې یې په سختیو بدل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,024 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,213 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,225 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...