د او.هینري لنډ ژوند لیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 19, 2022
3 years ago
1,872 views
د او.هینري لنډ ژوند لیک

 لیکنه ـ ریاض مقامزی  

کله چې په نړېوالو ادبیاتو کې د لنډو کیسو نوم اورو؛ نو ورسره سم د او.هینري نوم هم د یادولو وړ ګرځي. پدې لیکنه کې به تاسو د نوموړي د ژوند او فن په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.  

پېژندنه

او.هنري "O. Henery" امريکايی لیکوال دی، چې په "۱۸۶۲ز" کال کې یې د امریکا په ګرینزپور په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. ددې لیکوال خپل نوم "ویلیام سیدني" دی؛ خو په "او.هینري" مستعار نوم یې شهرت موندلای او په همدې نامه پېژندل کېږي.  کله چې پنځلس کلن شو، زدکړې یې پرېښودې او د خپل پلار په درملتون کې یې کار پیل کړ؛ خو له مطالعې سره یې زياته لېوالتیا لرله او تل به یې داستاني آثار لوستل.  په شل کلنۍ کې تیګزاس ته ولاړ او هلته یې د کار ترڅنګ تر یوه بریده هسپانوي، فرانسوي او الماني ژبې هم زده کړې. د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې. تر دې چې د ژوند وروستي کلونو یې فقط ليکوالۍ ته وقف کړل. پدې لړ کې یې ډېرې ښې ادبي پنځونې وکړې. مشهور آثار یې عبارت دي له: د ښار غږ، د لویدیځ زړه، څلور میلیونه، د برخليک لارې او ځينې نور.... نوموړی لا ډېر زوړ نه و؛ خو نري رنځ ناروغۍ وځاپه او په "۱۹۱۰ز" کال کې د اته څلوېښت کلونو په عمر ومړ.   

نور مهم معلومات

  • د تکیزاس په سټيټ بانک کې یې د تحويلدار دنده لرله؛ بانک سقوط وکړ، نو په نوموړي تور پورې شو چې پيسې یې غلا کړي دي. له همدې کبله یې څه موده په زندان کې هم تېره کړه. 
  • د کیسو پای یې اکثرا داسې وي، چې لوستونکی یې تمه نه لري. یعنې پېښه پکې د تصور خلاف بدلون مومي.
  • تقریبا شپږ سوه لنډې کیسې لري، چې اکثریتو یې نړېوال شهرت موندلای دی.
  • ډېری لیکنې به یې د وخت په مشهورو ورځپاڼو "رولنګ سټون" او "ډيلي پوسټ" کې خپرېدې. 
  • په امریکايي لیکوالو کې "د لنډو کیسو استاد" لقب له ځان سره لري.   

وروستۍ پاڼه

او.هینري "وروستۍ پاڼې" په نوم یوه ډېره په زړه پورې کیسه لري. د کیسې لنډيز داسې دی، چې یوې انځورګرې خپل زړه د یو ګل/بوټي په پاڼو پورې تړلی وي. نوموړې فکر کوي، کله چې د بوټي ټولې پاڼې ورژېږي، هغه به هم مړه شي.  رښتيا هم همداسې وي؛ د بوټي پاڼې چې څومره رژېږي انځورګره هومره کمزورې کېږي. هغه هره ورځ د خپلې کوټې له کړکۍ هماغه بوټي ته ګوري، چې پر دېوال ختلی دی. تر دې چې خبره وروستۍ پاڼې ته ورسېږي. ټوله شپه باد، باران او واوره وي؛ نجلۍ ډاډه وي، چې سهار به وروستۍ پاڼه هم رژېدلې وي او هغه به مري؛ خو د باور برعکس پاڼه پخپل ځای وي. په سبا یې هم همداسې کېږي. نجلۍ بېرته فکر کوي، چې شاید خدای یې د وژلو اراده و نه لري؛ نو بېرته یې حالت ښه کېږي او له مرګه وژغورل شي. خو وروسته معلومه شي، چې هغه پاڼه وخته رژېدلې وي. هلته پاڼه نه وي؛ بلکې د پاڼې یو انځور کښل شوی وي. د دوی د کور په لاندې پوړ کې یو بل سپين ږيری انځورګر ژوند کوي او هغه د نجلۍ پر یادې کیسې خبر وي. نو هماغه د باد او باران په شپه یې دا انځور کښلی وي. د هماغه یخې شپې له کبله ناروغ شي او ومري؛ خو پخپل هنر یې د یو بل کس ژوند ژغورلای وي.

Related Articles

Jun 02, 2023
952 views

رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟

د رسنیو  ازادۍ څه ګټه لري؟  د موضوع معرفي د رسنیو ازادي د هرې ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي. د ازادو رسنیو په چاپيريال کې روڼتيا، عمومي ګفتمان پياوړتيا او د حساب ورکونې روحيه پياوړې کېږي او په پايله کې ژورنالستانو او رسنیو ته واک په لاس ورځي...

Dec 21, 2021
2,387 views

خبرې مو داسې اغېزناکې کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   ناپلیون بوناپارت وايي، چې موږ د کلماتو په مرسته پر نړۍ حکومت کوو. له دې وینا څخه پوهېدای شو، چې کلمات/خبرې کول څومره مهم دي او څومره اغېزناک تمامېدای شي. تاسو به هم لیدلي وي، چې په مجلس کې د یو خاص کس د خبرو صفت کېږي او خلک ترې...

Apr 30, 2021
5,997 views

د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وکړئ؟

ماران ټول زهرجن وي خو ځینې یې تر دې اندازې سخت وي، چې له چیچلو وروسته که طبي مرسته و نه شي انسان له مړینې سره مخ کوي. خو د مار چیچلو پر وخت سمدلاسه څه باید وشي؟ لومړی :-- پکار دي چې طـــبي مرستې په کار واچوئ، او هڅه وکړئ خپل ځان او زړه کلک وساتئ، ځک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,259 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,283 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,437 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...