To start downloading books

Please sign in or create an account.

خبرې مو داسې اغېزناکې کړئ!

خبرې مو داسې اغېزناکې کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

ناپلیون بوناپارت وايي، چې موږ د کلماتو په مرسته پر نړۍ حکومت کوو. له دې وینا څخه پوهېدای شو، چې کلمات/خبرې کول څومره مهم دي او څومره اغېزناک تمامېدای شي. تاسو به هم لیدلي وي، چې په مجلس کې د یو خاص کس د خبرو صفت کېږي او خلک ترې اغېزمن کېږي. آیا تاسو هم غواړئ هماغه یو کس اوسئ؟ نو که غواړئ دا لارښوونې تل په یاد ولرئ، ترڅو یو اغېزناک ویناول شئ. داسې ویناوال چې تل مو نور د خبرو اورېدلو تږي وي.  

لومړی| مه غږېږئ!

دا چې زموږ لومړنۍ توصیه خاموشي ده، شاید تاسو ته عجیبه معلومه شي؛ خو زموږ موخه دا ده، چې هېڅکله له اړتیا پرته مه غږېږئ. که په کومه ناسته، مجلس او یا غونډه کې ستاسو خبرو ته اړتیا پېښه نه شوه، نو مه غږېږئ. په داسې حالاتو کې مو خاموشي تر غږېدا ډېره اغېزمنه ده. که له اړتیا پرته وغږېږئ هم پر اورېدونکو غمېږئ او هم مو حیثیت کمېږي.  

دویم| غوږ ونیسئ!

اکثریت انسان د ناستې/مجلس/خبرو پر مهال نورو ته د غوږ نیولو پر ځای د خپلو خبرو پر جوړولو بوخت وي. دا کار ددې سبب کېږي، چې تاسو د ویناوال/مقابل لوري اکثریت خبرې وا نه ورئ او پر موضوع مو برلاسی کمزوری شي. په دې حالت کې خو به یا تاسو تکرار غږېږئ او یا به هم له موضوع بهر غږېږئ، چې دواړه ستاسو د وینا په بې ارزښته کېدو تاثیر کوي. همدارنګه غوږ نیول له تاسو سره مرسته کوي، چې د موضوع پر ټولو اړخونو پوه شئ او له یوې نوې زاویې ورته وګورئ. نو لومړی ښه غوږ شئ، مقابل لوری سم واورئ او بیا وغږېږئ. يو لیکوال همدې موضوع ته په اشارې وايي، "خبرې کول اړتیا ده؛ خو غوږ نیول هنر دی."  

درېيم| تاسو پر موضوع څومره پوهېږئ؟

کله چې تاسو مقابل لوری سم واورېد اوس فکر وکړئ، چې نسبت نورو هغو کسانو ته چې په مجلس کې حاضر دي پر دې موضوع ستاسو برلاسی څومره دی. که تاسو پر موضوع ژور پوهېږئ او ښه تحلیل، حللارې او بدیل لرئ نو وغږېږئ؛ خو که برعکس تاسو تر نورو حاضرو کسانو کم پوهېږئ، نو د غږېدا پر ځای خاموشي غوره کړئ او له نورو یې زده کړئ.  

څلورم| د خبرو مناسب وخت وګورئ!

کله چې تاسو پوه شوئ پر موضوع پوهېږئ او ستاسو خبرو کولو ته رښتيا هم اړتیا ده، نو بیا د خبرو مناسب وخت وګورئ. د مناسب وخت څخه مو موخه هم نزاکتونه دي او هم د موضوع تسلسل دی. د نوبت په لحاظ مهمه خبره دا ده، چې لومړی اصلي کس یا جانبین وغږېږئ ورپسې نور مشران او بیا خپل عمر/موقف ته په کتو تاسو د خبرو اجازه واخلئ. د تسلسل په لحاظ مهمه خبره دا ده، چې وګورئ ستاسو خبرې باید لومړیو کې اضافه شي، منځ او که یا هم وروستۍ برخه کې. کله چې پوه شوئ په دې وخت کې ستاسو خبرې ضروري دي؛ نو په بخښنې غوښتلو سره د خبرو اجازه واخلئ او خپلې مهمې خبرې وکړئ. که په مناسب وخت کې مو خپلې خبرې و نه کړئ؛ نو د خبرو اغېز مو ډېر کمېږئ آن کېدای شي ډېرې ښې/مهمې خبرې مو خپل ارزښت/اغېز له لاسه ورکړي.  

پنځم| د غږ سرعت، لوړوالی، ټيټ والی په نظر کې ونیسئ!

دا چې په مجلس کې بېلابېل افراد ناست وي؛ نو باید د خپل غږ لوړوالی او ټيټوالی په نظر کې ونیسئ. مه دومره لوړ غږېږئ چې خلک مو له خبرو تنګ شي او مه دومره ټيټ غږېږئ چې ناست کسان یې وا نه وري. ددې ترڅنګ د غږ سرعت ته هم پام وکړئ. که ژر ژر غږېږئ او د خبرو سرعت ستاسو د کلمو مفهوم ورک کړي؛ نو خلک به هېڅ پوه نه شي چې تاسو څه ویل غواړئ او څه توضیح کوئ. نو د خبرو پر مهال په ډېرې حوصلې او پام سره غږېږئ!  

شپږم| له تکرار څخه ځان وژغورئ!

انسان تر هر څه ډېر له تکرار څخه ستړی کېږي. د خبرو پر مهال د نورو ناستو کسانو خبرې تکرارول او یا داسې خبرې کول چې نور پرې له وړاندې پوهېږي، ستاسو د وینا پر کمزورۍ دلالت کوي او آن ناستو کسانو ته به خورا زړه تنګوونکی تمام شي. نو که ستاسو د زړه خبرې بل چا وکړې تاسو نظر مه ورکوئ او په تکرار مو د خپلې خولې خوند مه خرابوئ.  

اووم| قوي دلایل ولرئ!

هېڅکله هوايي مه غږېږئ. په ځانګړې توګه چې کله په جدي علمي/ټولنیزو مسایلو غږېږئ. قران، حدیث، منطق، ټولنه او انساني فطرت هغه قوي پانګې دي، چې په هره موضوع کې لسګونه/سلګونه/زرګونه دلایل موندلای شئ. ددې دلایلو لپاره تاسو باید مطالعه وکړئ او خلاصې سترګې ولرئ.  

اتم| بدیل ولرئ!

په مجلس کې حتما ځينې داسې موارد وي، چې ستاسو په فکر به غلط وي او نیوکه به پرې لرئ. دا ښه خبره ده؛ خو په هغه صورت کې چې تاسو بدیلې لارې/طرحې ورته ولرئ. که له بدیل پرته نیوکه کوئ خلکو ته به منفي ګرا معلوم شئ او یا به یې داسې درک کړي، چې ګویا له مقابل کس سره کینه لرئ. خو که بدیل نه لرئ او نیوکه مو مهمه/شدیده وي ، چې باید وویل شي، نو بیا هڅه وکړئ له نیوکې وروسته له ناستو کسانو څخه وغواړئ چې بدیلې لارې ولټوي او یا له هماغه کس څخه مستقیا په احترام هیله وکړئ چې بله لاره وښيي.  

نهم| خبرې مه اوږدوئ!

که له اصلي موضوع ورهاخوا پر غیر ضروري موضوعاتو غږېږئ، له اړتیا پرته اوږدې جملې کاروئ؛ نو دې ته بېځايه اطناب وايي، چې د خبرو ټول خوند له منځه وړي. کوښښ وکړئ، غیر ضروروي موضوعات هېر کړئ او پر اصلي موضوع منطقي او مدللې خبرې وکړئ.  

لسم| پایله وړاندې کړئ!

له دې خبرې څخه مو موخه دا ده، چې راسا خپلې خبرې مه دروئ. ناڅاپي او پرته له یوې پایلې د خبرو درول ستاسو وینا ډېره پیکه/بېخونده کوي. نو د خپلو ټولو خبرو یوه نتیجه او نچوړ ووایئ او بیا خبرې بس کړئ.  

څو نورې خبرې 

  • له خبرو وړاندې اجازه واخلئ.
  • د خبرو پر مهال که د اوبو ګیلاس یا بوتل له ځان سره ولرئ، ډېره ښه ده.
  • د خبرو پر مهال د بدن کنټرول ته پام کوئ.
  • پر یو کس سترګې مه ښخوئ؛ هڅه وکړئ ټولو ته مخ اړوئ او ګورئ.  
  • د خبرو پر مهال داسې الفاظ، اصطلاحات او ... مه کاروئ چې اکثریت پرې نه پوهېږې؛ خو که خلاصی ترې نه وي، نو بیا یې حتما شرحه هم کوئ.
Related Articles

د ګندنې روغتيايي ګټې!

ژباړه - ریاض مقامزی ګندنه سبزیو په ډله کې د ځانګړي ځای څخه برخمنه ده. خلک یې د مناسب قیمت او ښه خوند له کبله ډېر خوښوي. په بېلابېل ډول یې کاروي. د سبو، سلاد او بولاني په شکل ورڅخه ګټه اخلي. په دې لیکنه کې به یې پر روغتيايي ګټو هم پوه شئ. روغتياپالان وایي وایي، چې په ګندنه کې له ۹۰ سلنه اوبو سربېره ویټامین A، ویټامین بي، ویټامین سي، کلسیم، فاسفورس...

کابریکا - دوهمه برخه

کابریکا - دوهمه برخه لیکوال: نعمت الله رحیمي   کابریکا - #دوهمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي انډریو د شاه دو شمشیره جومات څو انځورونه وباسل بیرته له سلیمان سره موټر ته پورته شول سلیمان وویل:- باید یوې خیاطۍ ته لاړ شو چې درته افغاني کالي جوړ کړي، کابل کې خیر خو په نورو سیمو کې داسې ګرځیدل راته سم نه ښکاري ځکه ستا څیره له ځایي خلکو سره توپیر لري-...

د روژه ماتي او پېشنمي پر وخت دې ټکو ته پام وکړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   دا چې د روژې مبارکه میاشت ده؛ نو ښه به وي چې پر دې مهمو مسایلو پوه شئ او د روژه ماتي او پېشنمي پر مهال دغو ټکو ته پام وکړئ. پدې توګه به مو روغتيا تضمینه شي او له روغتيايي ستونزو سره به مخ نه شئ. • له خرما، اوبو، شیدو، د مېوې تازه جوس، سوپ او يا ښوروا سره روژه ماته کړئ. • په روژه ماتې کې فقط روژه ماته کړئ؛ ډوډۍ یو یا دوه ساع...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...