د دوو سویانو ښکار

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 02, 2022
4 years ago
1,752 views
د دوو سویانو ښکار

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

حکايت دی، چې شاگرد خپل استاد ته وویل: زړه مې دې بل استاد ته هم ورشم او بل هنر هم زده کړم. ته څه مشوره راکوې؟  استاد ورته وويل: هغه ښکاري چې غواړي په يوه وخت دوه سويان ښکار کړي، کور ته خالي لاس راځي.  

د حکایت درسونه

  • هر کار ته لاس اچول تاسو له ټولو کارونو پاتې کوي. کوښښ وکړئ، په یوه کسب، مسلک او څانګه کې ښه مهارت ترلاسه کړئ ترڅو پرمختګ وکړئ.
  • په یوه وخت کې د دوو یا ډېرو کارونو کول ستاسو فکري تمرکز له منځه وړي. پداسې حال کې چې د هر کار یا مسلک د زدکړې لپاره تمرکز حياتي ارزښت لري. نو په همدې اساس هم باید هرکاره نه شئ.
  • د انسان د ذهن جوړښت داسې دی، چې په يو وخت کې یو کار سم سرته رسولای شي او ستونزې پکې نه وي.
  • که هممهاله دوه یا ډېر کارونه کوئ، ډېر امکان شته، چې د ذهني فشار له ستونزې سره مخ شئ او صحي حالت مو خراب شي.
  • آیا کولای شئ هممهاله هم ډوډۍ وخورئ، هم مېوه او هم اوبه وڅښئ!؟ نا! ځکه چې انسان دا وړتیا نه لري. همداسې په ورته وخت کې د څو کارونو د ترسره کولو وړتیا نشته. البته که څوک هڅه وکړي، شاید وتوانېږي؛ خو د کار/زدکړو کیفیت به ډېر خراب وي.

نوټ ـ ډېر کم تعداد داسې خلک شته، چې هممهاله څو کارونه کولای شي؛ خو ډېر کم! 

Related Articles

Mar 22, 2021
2,940 views

ځانمرګی برید څه حکم لري؟

ليکنه: مفتي عبدالولي د مسلمان په تکفير کې له حده زيات احتياط په کار دی! او بيا چې مسله هم منصوصي نه وي.  د نړۍ نږدې ټول ديني عالمان او د افتاء معتبرې ادارې ، لکه د سعودي عرب هيئة کبار العلماء، شيخ محمد العثيمين، شيخ ابن باز، شيخ صالح الفوزان، شيخ ع...

Nov 11, 2021
1,978 views

د لورکا لنډ ژوندليک

لیکنه ـ ریاض مقامزی که د هسپانوي ادبیاتو په اړه غږېږو؛ نو پرته له شکه به تر سروانتس وروسته دویم کس حتما "لورکا" زموږ ذهن ته راځي. نوموړی په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی او ښې زدکړې یې کړي دي. د نورو زده کړو ترڅنګ یې له شاعرۍ سره هم علاقه لرله او لوستل...

Feb 25, 2021
3,205 views

د وینې غوړ

ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟ایا سر ګنګسۍلرئ؟په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي. دد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,243 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,427 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...