د لورکا لنډ ژوندليک

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 11, 2021
4 years ago
1,936 views
د لورکا لنډ ژوندليک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که د هسپانوي ادبیاتو په اړه غږېږو؛ نو پرته له شکه به تر سروانتس وروسته دویم کس حتما "لورکا" زموږ ذهن ته راځي. نوموړی په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی او ښې زدکړې یې کړي دي. د نورو زده کړو ترڅنګ یې له شاعرۍ سره هم علاقه لرله او لوستله به یې، چې وروسته خپله هم د یو ښه شاعر په توګه څرګند شو. موږ په دې لیکنه کې د همدې په اړه غږېږو، چې د لیکنې تر پایه به یې په اړه ډېر پوه شئ. 

 

ژوندلیک

د هسپانیې ددې ښه شاعر او ګرافيک انځورګر بشپړ نوم فدریکو ګارسیا لورکا (Federico Garcia Lorca) دی. نوموړی د هسپانیا په "ګرانادا" ولایت کې په "۱۸۹۸زېږديز" کال ک وزېږېد. کورنۍ یې شتمنه وه؛ نو ځکه خو د ښوونځي له فراغت څخه وروسته ـ چې "۱۶" کلن و ـ د ګرانادا په پوهنتون کې د حقوقو، فلسفې او ادبیاتو په زده کړو بوخت شو. هلته یې د زده کړو تر څنګ د مشهورو شاعرانو شعرونه لوستل او خپله یې هم شاعري پيل کړه.

دی په ځوانۍ کې وژل شوی دی، همدې پېښې دده نوم او شاعرۍ ته محبوبيت ورکړ. لورکا به د رخصتيو پر مهال د هسپاینا بېلابېلو سیمو ته سفرونه کول. ددې سفرونو يادښتونه یې د "خاطرې او انځورونه" نومې کتاب کې خپاره کړل، چې دده لیکنې او رسمونه په کې راغلي وو.

دی "۲۳" کلن و، چې د شعرونو لومړۍ ټولګه یې چاپ شوه. ده به ویل: "شاعر یوه دنده او یو رسالت لري او هغه اروايي ځواک او زړه ډالۍ کول دي."

په هسپانیه کې د کورنۍ جګړې لۀهپیل وړاندې له مادرید څخه ګرانادا ته ځي. هلته دده لپاره ګواښ و، دا چې د هسپانيه په جنوب کې ښي لاسي ځواکونه پیاوړي وو. د جنرال فرانکو د فکر پلویانو دی پۀ "۱۹۳۶م" کال د آګسټ پر "۱۸" نېټه ونیوه، او پر بله ورځ يې د جمهوریتپال په تور، په غرونو کې وواژه او جسد یې هېچا ته په لاس ور نه کړ.

داسې ویل کېږي، چې نوموړي پخپل کتاب "شاعر په نیویارک کې" نومېږي، تر دې پېښې "۶" کاله مخکې د دا ډول مرګ وړاندوینه کړې وه. د یادونې وړ ده، چې تر ټولو مشهور اثر یې "د جټانو رومانسېرو" نومېږي. دې کتاب لورکا ته ښه نوم او شهرت ورکړ.

 

شعرونه

د ونو سيوري 

په باد کې چیغې وهي

پرېږدئ په دغه کرونده کې په ژړا شمه زه

په دې نړۍ کې، هر څه په ملا رامات دي

له خاموشۍ پرته، بل هېڅ شی نه پاتېږي

د اسمان تیارې لمنې

د سپېدو لارې وژني

پرېږدئ په دغه کرونده کې

په ژړا شمه زۀ.

 

یو بل شعر يې داسې دی، چې:

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ

ها کمکی هلته نارنج خوري

د بالکن نه ماته ښکاري

ها کارګر چې فصل رېبي

د بالکن نه ماته ښکاري

نو زما ده وروستۍ هیله

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ!

Related Articles

Jun 20, 2024
1,131 views

قالبندي ساختمان

ـ  ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ   قالبندي(Formwork) ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـقالبندي يوه موقتي ساختماني پروسه يا د سختمان موقتي جز ده کوم چې د يو ساختمان د عناصرو لپاره د تکيې په حيث کارول کيږي چرته چې تازه کانکريټ اچول کيږي، تر څو د ساختماني جز member مطلوب ش...

May 05, 2022
4,652 views

ارواپوهنه وايي (۳)

ارواپوهنه وايي 🌿 • سهار دې په دعا، عبادت او شکر سره پیل کړه! • له خلکو سره داسې چلند وکړه، لکه څنګه چې له نورو د چلند توقع لرې. • په هره مسئله کې مثبتو خواوو ته ډېر فکر وکړه! • د ټولو شیانو له مهارولو لاس واخله! • ژوند له سولې او مینې ډک تصور ک...

Dec 27, 2020
3,962 views

ټافل څه دی؟

که تاسو انګلیسي ژبي نه یاست او غواړئ په یو نړیوال معتبر پوهنتون کې زده کړې وکړئ نو اړ یاست چې د ټافل TOEFL ازموینه ورکړئ. TOEFL د Test of English as a Foreign Language مخفف او د نوموړې ازموینې رسمي نوم دی. نوموړې ازموینه د انګلیسي ژبې اړوند ستاسو پوه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,496 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...