د عایشه دراني ژوند لیک

i
imranghani
Author
Feb 19, 2022
4 years ago
2,443 views
د عایشه دراني ژوند لیک

لیکنه: شکېبا نادري

د عایشه دراني ژوند لیک

افغانستان هغه هېواد دی چې په خپله غېږه کې یې ډېر پیاوړي او خوږ ژبي نارینه او ښځینه استعدادونو روزلي او پاللي دي، لکه عایشه دراني چې شعرونه یې د پاچاهانو او درباریانو د خوښې او هڅونې وړ و.

 موږ غواړو  په نننۍ لیکنه کې تاسو ته د عایشه دراني په اړه معلومات درکړو، که تاسو هم غواړئ د دغې نوم وتې شاعرې په اړه معلومات تر لاسه کړئ زموږ لیکنه تر پایله ولولئ!

 زېږېدنه او کورنۍ

عایشه دراني د پارسی ژبې یوه خوږ ژبې او پیاوړې شاعره وه، عایشه په ۱۱ هجري لمریز کال په کابل کې زېږېدلې ده، د تېمور شاه او هغه د زامنو د واکمنۍ پر مهال یې ژوند کړی دی، عایشه د یعقوب علي خان توبچي باشي لور وه پلار یې دې دراني ټبر مشر و.

 یوه ورځ کله چې تېمور شاه له جګړې څخه راغی او د عایشه دراني له خولې څخه یې د کابل د ستاینې په اړه یو شعر واورېد، تېمور شاه د دغې شعر په اورېدولو سره عایشه ډېره وهڅوله. 

په ۱۲۶۱کال کې سرکاري دولتي چاپ خونې د امیر عبدالرحمن خان په امر د عایشه دراني دیوان چې ۳۰۰۰ شعرونه، لکه قصیدې، غزلونه، مثنوي‌، مخمس، ترجيع‌بند، رباعي، دوه بيتي‌ او قطعو څخه جوړ شوی و چاپ کړ. وروسته یو بل کس د محمد ابراهیم شریعتي افغانستاني په نوم د نوموړې دیوان چې ۳۸۶ پاڼې و او  ۳۰۰۰ شعرونه یې درلودل د ۱۳۸۶کال د لړم میاشتې په دېرشمه نېټه په تهران کې چاپ کړ. 

د عایشه دراني د ژوند پړاوونه

د علم او هنر مینوالو د دغې پیاوړې شاعرې ژوند په دریو پړاوونو وېشلی دی.

۱. لومړی پړاو:

 د غزل ویلو پړاو چې د عایشه دراني د ځوانۍ او د تېمور شاه د واکمنۍ مهال و.

۲. دویم پړاو:

 د تصوفي او عرفاني شعرونو پړاو،  دا وخت د تېمور شاه د زامنو د کورنيو جنګونو او په افغانستان باندې د انګرېزانو د یرغل سره برابر مهال و.

۳. درېیم پړوا: 

د مرثیو پړاو دی، چې په افغانستان کې د دراني ټبر له ماتې څخه وروسته ویل شوې مرثیې دي. 

د عایشه دراني غزلې او شعرونه د دې د ستونزمن ژوند ښکارندویي کوي.

خو له بده مرغه چې د نوموړې د ژوند وروستۍ برخه ټوله په غم او اندېښنو کې تېره شوې ده او شعرونه یې هم ټول د خپل پینځویشت کلن شهید زوی په غم کې ویلي دي. عایشه دراني د حافظ شیرازي له شعرونو سره ډېره مینه درلودله او هڅه یې کوله چې پخپلو شعرونو کې هم د لسان الغيب سبک وپالي.

مړینه

 عایشه دراني د ۱۲۳۲کال د تلې میاشتې پر شپږویشتمه نېټه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د کابل د اونچي باغبانان په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

Related Articles

Jun 22, 2024
1,251 views

اخیره خاتمه خرابیدل او ښه کیدل -نقل

په دغه تصويرونو يو شخص مشهور امریکايي جوزف اسټس ( Joseph Estes) دي چې د پام وړ تاجر وو او انتهای درجې متعصب عيسوي وه او په مسلمانانو او اسلام طنز او خندا د هغه ورځينۍ عمل وو ، د مثال په ډول هغه به په تلويزنونو کي د کعبې په اړه ويل:  مسلمانانو يو تور...

Dec 10, 2020
3,426 views

د مالټو "لس" روغتيايي ګټې

مالټه د هغو مېوو په قطار کې راځي، چې نړۍ کې په پراخه پيمانه مصرفېږي. همدارنګه د ډېرو روغتيايي ګټو ترڅنګ ګڼ شمېر خلک یې د ښه خوند له کبله هم خوري.  د خوښۍ خبره دا ده، چې یاده مېوه په افغانستان کې هم ښه حاصلات ورکوي. په ځانګړې توګه د ننګرهار په څېر ګرم...

Nov 10, 2020
2,651 views

نامتو ګرامر لیکونکی "پانیني" څوک و؟

شنکر اچاریه پانیني د لرغونې ګندهارا یو ژبپوه او ګرامر لیکونکی او د ويدي ژبې نامتو عالم او پوهاند و، چې د عیسی مسیح علیه السلام د زېږيدو نه څلور پيړۍ وړاندې دګندهارا په پشکلاوتي يا د پښتونخوا د اوسنۍ چارسدې په سېمه کې د نندا د واکمنۍ پر مهال ژوند کاوه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,484 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,857 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...