اخیره خاتمه خرابیدل او ښه کیدل -نقل

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 22, 2024
1 year ago
1,248 views
اخیره خاتمه خرابیدل او ښه کیدل -نقل

په دغه تصويرونو يو شخص مشهور امریکايي جوزف اسټس ( Joseph Estes) دي چې د پام وړ تاجر وو او انتهای درجې متعصب عيسوي وه او په مسلمانانو او اسلام طنز او خندا د هغه ورځينۍ عمل وو ، د مثال په ډول هغه به په تلويزنونو کي د کعبې په اړه ويل:  مسلمانانو يو تور صندوق په صحرا جوړ کړي او د هغه عبادت کوي..
بل تصوير د حرمينو ( سعودي) له هيواد څخه د عبدالله القصيمي دي
مشهور عالم, داعي او مبلغ وو ، تر هغي چې خلکو ورته د دوهم ابن تيميه لقب ورکړ ، د هغه يو کتاب ډير شهرت ترلاسه کړ ( الصراع بين الاسلام والوطنيه) 
په اهل علم کي دغه کتاب ډير مقبوليت وموند تر دي چې د حرم مکي د وخت امام د هغه په اړوند پوره قصيده ولوسته - مشهور عالم صلاح منجد دغه کتاب په هکله وویل: قصيمي دغه کتاب په ليکلو سره د جنت ټاپه ځان ته ولږوله 
په 1980 کي قميصی هغه مهال يوسل او اتيا درجي تغير وکړ چې کله په بيروت کي په يوي عيسوي انجلي عاشق شو ، لدي ورسته هغه د دين خلاف د ګمراهو افکارو دفاع پيل کړه او بيا يي دغه دوه کتابونه وليکل:
" يكذبون لكي يروا الاله جميلا " 
درواغ وايې چې خدای مونږ ښايسته ليدلي.
او بل کتاب يي:
« هذي هي الأغلال » 
دا هغه ځنځيرونه دي ( کتاب ، لمونځ ، روژه او نور عبادت يي د غاړي ځنځير سره تشبيه کړ)
بيا هغه د خپل الحاد اعلان وکړ او د الله تعالی له وجود څخه يي انکار اعلان کړ
العياذ باالله 
په1996 کي بيا ومړ او زمکې يي له وجود څخه پاکه شوه .
په همدي دوران کي عيسايي مبلغ جوزف اسټس د خپلي کورني په شمول د يوه مصري دعوتګر په لاس اسلام قبول کړ ، خپل نوم يي يوسف ته بدل کړ او په امريکا کي ورڅخه د اسلام لوي داعي جوړ شو چې د هغه په لاس په سلګونو خلک مسلمانان شول او د اسلامي دعوت يو لوي مرکذ يي هم پرانيست 
قدرمنو او محترمو ورونو:
د ابتدا او پخواني اعمال له ياده وباسي، په هغه غرور مه کوي د انجام او خاتمي ته متوجه شي او عبرت واخلی.. په خپل ايمان او ضياع د اعمالو وويريږه د الله تعالی د محکمو اختيار په لاس کي مه اخله!
په نورو د کفر ، ارتداد او ګناه ټاپي پريږي د خپل ځان د ايمان ساتنې غم وخوري ، له بده مرغه ډيرو په سختيو کي قرباني ورکړه ليکن کله چي د منصب او نعمتونو وخت راغی هر څه يي د لاسه ورکړل او هير کړل، رشوت دوي خوري ، د مسلمان حق دوي خوري ، ظلم دوي کوي ، په دوه دري کالو کي دري څلور ودونه وکړل ، پاخه کورونه او تجارتونه يي خپل کړل او لا هم دغه سلسله روانه ده..
رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث مفهوم دي چې د بنده زړه د الله تعالی په ګوتو کي دي څرنګه يي چې وغواړي په هماغه دول يي اړوي ،
ځيني بيا د خلکو له خولو او قلمه ويره لري او هر څه په تخريب شميري ، د خلکو خولي او قلم مهم ندي د ملایکو قلم مهم دي د الله تعالی نظارت او ليدل مهم دي ، له هغه ويره پکار ده ، دلته خو به د خلکو خولي بندي شي ، ملايکي به څرنګه بندي کړي ؟ د الله تعالی نظارت به څرنګه بند کړي ؟ د خپل لاسونو او پښو شهادت به څرنګه بند کړي؟
هغه به درته بيا تر ټولو سخت حالت وي په هغو چي ته پري نن د جهنمي فتوا ورکوي جنت لوري ته روان وي او ته د اخري بدي خاتمي له امله جهنم ته لوري ته!
د دنيا ډير ظاهري تور به هلته سپين وي او ډير ظاهري سپين به هلته تور وي ..

الله تعالی د زمونږ ټولو اخري خاتمه په ايمان کړي..

Related Articles

Jun 02, 2023
2,404 views

سطح مساحت په اړه عمومی معلومات

د سطح مساحت په اړه عمومی معلومات : #هکتار (Hectare): یو هکتار مساوي ده له 5 جریب سره (hectare = 5 jirib )یو هکتار مساوی ده له 2.471 ایکر سره (hectare = 2.471 Acre)یو هکتار مساوی کیږی له 100 بسوه (hectare =100 Biswa )یو هکتار مساوي کیږی له 2000 بسواس...

May 12, 2021
1,820 views

هزینه های نفاق

هزینه های نفاق مصطفی عمرزی از چند سالي ست كه به نام حقوق بشر، از به محكمه كشاندن مجرمان سال ها بدبختی  مردم ما، سخن گفته می شود. اين كه چه گونه اين محكمه دایر مي شود، حرفي نداريم؛ اما براي سبك و سنگين كردن دوسیه هاي آن، هيچ ترازويی وجود ندارد.  حم...

Mar 09, 2023
1,291 views

سروی  پل Bridge Surveying

✏سروی  پل: درسروی پل ها موارد آتی در نظر گرفته میشود.1- بازدید بامسئولین.2- مشوره با بزرگان محل.3- فاصله پروژه ازولایت،ولسوالی،بازارویا کدام محل مشهورمنطقه.4- تعین موقعیت پل بامشوره واخذ معلومات از اشخاص فهیم محل.5- تثبیت دوکنارپل.6- سروی ساحه پل به...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,428 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,074 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,823 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...