د شېبې ژوند

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 18, 2022
4 years ago
2,091 views
د شېبې ژوند

لیکنه ـ ریاض مقامزی

وايي له یو کس څخه د خوښۍ (خوشحالۍ) د راز پوښتنه وشوه؛ هغه ځواب ورکړ: "خوښي هله موندلای شئ چې وږي شوئ ډوډۍ وخورئ او چې خوب درغی ویده شئ."  

د حکایت درسونه

شاید تاسو ته دا کيسه ګۍ ډېره عادي ښکاره شي او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نه ده. دا حکایت موږ او تاسو ته خورا ښه پیغامونه راکوي، چې ځينې یې پدې ډول دي.

• هر څه پخپل وخت ترسره کړئ. که څه هم په کیسه کې د ډوډۍ خوړلو او خوب کولو خبره شوې؛ خو دا سل فيصد په همدې معنا نه ده. موخه دا ده، چې که تاسو محصل یئ نو تاسو درس ویلو ته اړتیا لرئ. لکه د درس وږي/تږي چې یئ، نو درس ووایئ. که پيسو تا اړتيا لرئ، نو د کار وږي/تږي یئ، نو کار کوئ. همداسې نورې بېلګې هم موندلای شئ.  

• د تېر په اړه افسوس مه کوئ، ځکه چې له لاسه تللی وخت هېڅکله بېرته نه راځي؛ خو له تېر څخه حتما تجربه او عبرت اخلئ.  

• د راتلونکي په اړه اندېښنه مه کوئ. ځکه چې سل فيصد ضمانت یې نشته؛ البته د راتلونکي په اړه یو واضح پلان او هدف حتما ولرئ.  

• له نن یا همدې شېبې څخه ګټه واخلئ. ځکه چې همدا کار مو د روښانه راتلونکي تضمین هم کولای شي.  

• له نن څخه ګټه واخلئ؛ خو د نن کار مو باید هېڅکله د وخت ضایع نه وي. بلکې داسې ګټه ورڅخه واخلئ چې راتلونکی مو هم روښانه کړي.

Related Articles

May 30, 2022
2,686 views

جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول څه ته وایي؟ لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري   ناول د ادبیاتو د نثري برخې هغه ژانر دی، چې ډېر لوستونکي او مينوال لري. ناول د کیسې پرمختللې بڼې ته وایي.  موږ په نننۍ لیکنه کې د ناول په یوه ډول چې جنایي ناول ورته وایي خبرې کوو که تاسو هم غ...

Jul 03, 2021
5,966 views

اصهاب کهف څوک وو؟

د اصحاب کهف (د سمڅې یا غار)  د یارانو په اړوند به مو ډیر څه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یوه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي . همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي. په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه ش...

Jul 28, 2022
1,674 views

قبرس وپېژنئ

ژباړه - ریاض مقامزی قبرس چې په انګلېسي کې يې «Cyprus» بولي یو جزیره يي هېواد دی، چې آرامه ساحلونه (سمندر غاړي)، مېلمه پاله خلک او ښکلي شنې منظرې لري. دا هېواد د اوبو په منځ کې د یوه ټاپو په شکل پروت دی. دا ټاپو په مدیترانې سمندرګي کې دی، چې په دې س...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,796 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,155 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,075 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...