To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 2 years ago 1,587
جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول څه ته وایي؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري

 

ناول د ادبیاتو د نثري برخې هغه ژانر دی، چې ډېر لوستونکي او مينوال لري. ناول د کیسې پرمختللې بڼې ته وایي. 

موږ په نننۍ لیکنه کې د ناول په یوه ډول چې جنایي ناول ورته وایي خبرې کوو که تاسو هم غواړی د دغه په زړه پورې ژانر په اړه معلومات تر لاسته کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!   

 

جنایي ناول څه ته وایي؟

جنایي ناول یو ادبي فورم دی، چې د مجرمانو کړنې او فکرونه بیانوي، په دغه ناول کې جنایي پوښتنې، د مجرمانو د نیولو او داسې نورو جنایي مسایلو په اړه څېړنه کېږي.

 

جنایي ادبیات چېرته رامنځته شول؟

جنایي ادبیات د لومړي ځل لپاره د انګلو ساکسونانو په منځ کې رامنځته شول او وروسته له انګلیس او امریکا څخه فرانسې دغه ادبي چوکاټ لپاره ډېر کار وکړ او ډېر پرمختګ یې پکې وکړ.

هغه کس چې د جنایي ناول لپاره یې ډېر کار کړی شرلوک هلمز دی چې په نوولسمه پېړۍ کې په لندن کې زېږېدلی دی.

له هلمز څخه وروسته بل کس چې په خپلو اثارو کې یې له جنایي ناول څخه ګټه اخیستې ده هغه اډګار الن پو و، خو هلمز په نړۍ کې د جنایي ادبیات لومړنی رسمي کس دی له نوموړي څخه وروسته په انګلستان کې د جنایي ادبیاتو طلایي دوره پیل شوه. په دغه دوران کې بېلابېلو پوهانو لکه، اګاټا کریسټي مشهور اثار ولیکل چې تر اوسه هم ډېر مخاطبان لري.

وروسته له انګلستان څخه امریکا د جنایي ناولونو په برخه کې ډېر پرمختګ وکړ چې مشهور لیکوالان یې رېمونډ چنډلر او ډشیل همت دي.

په لومړیو کې په انګلستان جنایي رومانونه د معماوو په څېر له رمزونو څخه ډک وو، خو امریکایانو په جنایي رومانونو کې رښتینولۍ ته ډېره لېوالتیا درلوده.

په دېرشمه او څلوېښتمه لسيزه کې په ایران کې هم جنایي ادبیاتو ډېره وده وکړه او د پام وړ مخاطبان یې پیدا کړل، دغه وخت ژباړونکو د جنایې اثارو ژباړو ته مخه کړه او ډېر اثار یې وژباړل.

په نړې کې مشهور جنایي ناولونه کوم دي؟

ـــ ارټور کانن ډوېل (شرلوک هلمز) 

ــ اګاټا کریسټی (هرکول پوارو)

 ــ ریمونډ چنډلر (فیلیپ مارلو) 

ــ ریچارډ براټیګان (در رویای بابل) 

ــ  چارلز بوکوفسکی (عامه‌پسند)

 ــ توماس هریسون (سکوت بره‌ها)

ـ جین کین (پستچی همیشه دو بار در می‌زند) 

– استفن کینګ (مسیر سبز) 

– نیل ګیمن (اسرار قتل) 

– جو نسبو (تشنګی) 

– ډان وینسلو (نیرو) 

– هارټ هانسون (راننده)

 – اومبرتو اکو (نام گل سرخ)

 – ډشیل همت (شاهین مالت)

 – ګراهام ګرین (مرد سوم) 

– بهرام صادقی (ملکوت) 

- قاسم هاشمی‌نژاد (فیل در تاریکی)  او داسې نور ناولونه.

 

په ټوله کې ویلی شو جنایي ناولونه سربېره پر دې چې د ادبي اثارو له ډلې څخه دي د ټولنې د اصلاح هم مهم رول لري، د خلکو پام دې ته را اړوي چې څنګه له ځان څخه ستاینه وکړي او په هر حالت کې باید له ځان څخه دفاع وکړي.

Related Articles

په اروپا کې د الحاد پیل؟

په_اروپا_کې_د_الحاد_پیل؟ د اسلام په ټول تاریخ کې اسلام له داسې مشکلاتو سره نه دی مخامخ شوی لکه اروپا چې د خپلو غلطو عقایدو له امله ورسره مخامخ شوې ده. یو له لویو ستونزو څخه د دین، مذهب او ساینس تر منځ سخت اختلاف و. مذهب له ساینس سره دومره وحشیانه ټکر وکړ چې کلیسا ډیری ساینس پوهان ژوندي وسوځول او دوی یې د خپل مقدس کتاب پر ضد وبلل. د کلیسا د غړو دغه...

زبان حقیر پهلوی

زبان حقیر پهلوی مصطفی عمرزی در شاهکار بی نظیر تحقیق و تنقید زبان دری(تاملی در بنیان تاریخ ایران) در بخش سوم(ساسانیان)، قسمت دوم(پیشینه های ناراستی)، هفت مدخل ستوده وجود دارند که زبان حقیر پهلوی را چنین دسته بندی و تبیین می کنند: -       پهلوی، ناتوان ترین و بی نشان ترین خط نگارشی جهان -       باز هم در باره ی خط و زبان پهلوی -       گنجینه ی ب...

پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.   پېژندنه د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن ګرندل" دی، خو د پول ایلوار (Paul Eluar) په نوم مشهور دی. نوموړی په "۱۹۸۵م" کال کې د فرانسې په سن دن...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...