حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

i
imranghani
Author
Jan 29, 2022
4 years ago
2,956 views
حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

ژباړه: شکېبا نادري

حکایت

هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

 

یوه ورځ یوه ښکاري یوه مرغۍ په دام کې واچوله او ویې نیوله، مرغۍ ورته وویل: "ای سړیه تا دې په ژوند کې ډېر ځله د غوا او وري غوښه خوړلې ده، خو موړ شوی پرې نه یې، نو زما پر لږه غوښه هم نه مړېږې، که زه دې خوشې کړم، تاته به درې نصیحتونه وکړم تر څو نېک مرغه شې، لومړی نصیحت ستا پر لاسونو کې درته کړم، دویم نصیحت هغه وخت درته کړم چې د بام پر سر  کښېناستم او درېیم نصیحت بیا هغه وخت درته کړم چې پر ونه کښېناستم سړي د مرغۍ خبره ومنله، مرغۍ وویل: 

لومړی نصیحت: هېڅکله د چا په ناشونې خبره باور مه کوه!

سړي د دې خبرې په اورېدلو مرغۍ خوشې کړه.

مرغۍ والوتله او د پام پر سر کېناستله.

دویم نصیحت دا چې: هېڅکله د خپل تېر وخت او هغه څه لپاره چې له لاسه دې ورکړي دي اندېښنه مه کوه!

مرغۍ له بام څخه د ونې ښاخ ته ټوپ کړ او ویې ویل: ای محترمه زما به خېټه کې یوه ملغلره ده چې لس درهمه قېمت لري، خو له بده مرغه چې ستا او ستا د اولادونو په قسمت کې نه وه، کنه ته به ډېر شتمن شوی وای، ښکاري د دغې خبرې په اورېدو سره ډېر خپه شو او ګیلې یې پیل کړې.

مرغۍ په خندا شوه او ورته ویې ویل: ما تاته ونه ویل چې د تېر مهال لپاره اندېښنه مه کوه، ته زما په نصیحت پوه نه شوې!

 دویم نصیحت دا و چې هېڅکله ناشونې خبره مه منه، زما د ټول بدن  وزن له درېیو درهمو څخه زیات نه دی، نو څنګه به مې په خېټه کې د لسو درهمو ملغلره ځای شي؟

سړی په هوښ راغی او مرغۍ ته یې وویل: ای هوښيارې مرغۍ ستا هر نصیحت ډېر ارزښتمند دی، درېیم نصیحت دې هم راته وکړه: مرغۍ وویل تا په دوو مخکنیو نصیحتونو عمل وکړ چې درېیم درته ووایم؟

ناپوه ته نصیحت کول داسې دی، لکه په وچه ځمکه کې د یو څیز کرل.

پند:

نو ښه ده چې په اوس محال کې  ژوند وکړو او د تېرو پېښو لپاره پښېماني او افسوس ونه کړو، سربېره پردې تل باید په هغه څه باور وکړو چې پېښدل یې شوني وي.

Related Articles

Jul 12, 2021
6,267 views

د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

زنګون د بدن یو له اړینو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.   ‎د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له اړینو  لاملونو څخه یې لاندین...

Mar 24, 2023
1,222 views

افسانه(قسم او دوزخ)# ليک محمد الياس الياس ملاکنڈ

(قسم او دوزخ) هسي خو د‌ امير عالم پلار سيد عالم حاجي صيب د‌ شکل نه ډير ښه انسان ښکاريدو - ټوله ورځ به په جمات کښې ناست وو مونځونه او نفلونه به يې کوله او د اللّٰه نه به يې سوال او زاري کوله چي خدايه ما اوبخښے. او په ژړا به شو    يوه ورځ تري د‌ بر...

Jan 07, 2021
4,643 views

مينه او عشق؛ توپيرونه يې څه دي؟

ليکنه ـ خالقداد همت  راشئ دې پوښتنې ته دقيق ځواب ولټوو چې مينه څه ده او منشا يې چېرې ده؟ زړه، دماغ، روح او که شهوت؟ د مينې په اړه فيلسوفان بېل تعريف لري، عارفان ورته بېل تعريف لري، شاعران بېل او پيغمبران "ع" بېل. آيا کله مو فکر کړی چې يوه مور تنور ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...