افسانه(قسم او دوزخ)# ليک محمد الياس الياس ملاکنڈ

M
Muhammad ilyas
Author
Mar 24, 2023
2 years ago
1,222 views
افسانه(قسم او دوزخ)#  ليک محمد الياس الياس ملاکنڈ

(قسم او دوزخ)

هسي خو د‌ امير عالم پلار سيد عالم حاجي صيب د‌ شکل نه ډير ښه انسان ښکاريدو - ټوله ورځ به په جمات کښې ناست وو مونځونه او نفلونه به يې کوله او د اللّٰه نه به يې سوال او زاري کوله چي خدايه ما اوبخښے. او په ژړا به شو 

 

يوه ورځ تري د‌ بر کلي فقير ګل تپوس اوکړو چي بابا ته اکثر په دعا کښې په ژړا شے چي دا ولي؟

 

سيد عالم حاجي صيب ورته اووئيل چي بچيه ما د‌ ابراھيم خان په ډيران باندي‌ په ناحقه قسم خوړلے دے او د ھغے په بدل کښې راته د‌ ډيران دا زمکه ميلاؤ شوي ده 

 

فقير ګل ورته اووے چي حاجي صيب ژاړه مه ستا خبره خو ډيره اسانه ده او شکر دے چې اوس درله عقل راغے لاړ شه او د‌ ابراهيم خان ته خپله زمکه هم واپس کړه او معافي تري هم اوغواړه . ځکه چي هغه لا ژوندے دے مسله به دي حل شي

 

سيد عالم حاجي صيب فقير ګل ته اووے ... بچيه دا ته څه ګډي وډي وائے . په دے زمکه خو ما قسم خوړلے دے او د‌ قسم نه‌پس مي تر دے دمه خوړلي ده اوس يې ورته څنګه واپس کړم !!! 

البته د‌ ابراهيم خان پسي به ورشم او معافي به تري اوغواړم 

فقير ګل چي دا واوريده نو مسکے شو او د سيد عالم حاجي صيب نه يې د‌ تلو رخصت واخستو. سيد عالم حاجي صيب د‌فقير ګل سره د‌ په‌مخه کولو نه‌ پس نيغ د‌ ابراهيم خان پسي د ھغوي کور ته‌ ورغلے -د‌ ورتلو سره‌ يې ورته اووے چي د مرګ او ژوند هيڅ پته‌ نه‌ لګي ما ستا په زمکه په ناحقه قسم خوړلے دے ما معاف کړه.

ابراهيم خان ورته اووے تا ډير زياتے کړے وو په دروغه دي زما په زمکه قسم خوړلے وو وژلے مي نه شوے ځکه چي د يو انسان قتل د‌پوره انسانيت قتل دے. په دغه وجه مي د‌ زمکي نه زړه صبر کړے وو.. خو د‌ قيامت په ورځ مي زمه وار ئے زه تا نه بخښم- 

 

سيد عالم حاجي صيب چي د ابراهيم خان دا خبره‌ واوريده نو غلے شان پاڅيدو او په زړه کښې يې دا فيصله اوکړه چي زمکه ورته ولي واپس کړم .. بس چي زه مړ شم نو کيدے شي ابراهيم خان راته بخښانه اوکړي  

سيد عالم حاجي صيب په دغه سوچونو کښې وو او لا خپل کور ته رسيدلے هم نه‌ وو چي د‌جمات په لاؤډ سپيکر کښې اعلان اوشو چي ابراهيم خان وفات شو جنازه به يې سبا سحر اته بجے د‌ بر کلي په جنازګاه کښې ادا کيږې. 

سيد عالم حاجي صيب اوس هم جومات ته ځي راځي مونځونه هم کوي او د‌خدائ پاک نه سوال هم کوي چي خدايه ما اوبخښے .. خو کله کله چي په جومات کښې فقير ګل اوويني نو زر ورته د ابراهيم خان خبره رایاده شي چي ما نه ئے بخښلے او بيا په ژړا شي .

نن راته فقير ګل ټيليفون اوکړو چي سيد عالم حاجي صيب هم تيره کړه خدائ خبر چي په قبر کښې به يې څه حال وي . ځکه چي د انسان حق صرف انسان معاف کولے شي او ابراهيم خان ورته د‌ مرګ‌ نه مخکښې ووئيلي وو چي تا ډير زياتے کړے وو په دروغه دي زما په زمکه قسم خوړلے وو وژلے مي نه شوے ځکه چي د يو انسان قتل د‌پوره انسانيت قتل دے. په دغه وجه مي د‌ زمکي نه زړه صبر کړے وو.. خو د‌ قيامت په ورځ مي زمه وار ئے زه تا نه بخښم- 

 

#الياس

Related Articles

Aug 04, 2024
1,240 views

د عود عطرو ونه -جالب

د عود عطرو 🌴ونه ☺️🤴تاسو فکر کوئ چې یوه ونه په څومره قیمت پلورل کيږي؟  یو لک يا یو میلیون روپۍ؟  د بنکاک په یوه معبد کې یوه ونه شته چې ارزښت یې ۲.۳ میلیونه ډالره دی.  بې له شکه دا په نړۍ کې تر ټولو قیمتي ونه ده چې په عربي کې "عود" او په انګلیسي کې...

Mar 27, 2022
1,761 views

شبنم

لنډه کيسه: شبنم ليکواله: شکېبا نادري   له کړکۍ مې وکتل بهر ټول ځایونه تیاره ښکارېدل، غوږ مې ونیو تر غوږ مې د باران اواز راغی، له کوټې راووتم، د برنډې د سر له زاړه طناب نه مې جامې را ټولې کړې، حیرانه ناسته وم چې دا جامې څنګه وچې کړم، د کوټې پر غولي...

Jul 17, 2022
2,108 views

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله)...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,507 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,878 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...