بې منزله مزل

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 28, 2022
4 years ago
2,278 views
بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم.  بوډا ځواب ورکړ: هغوی چې مقصد او منزل یې نه وي معلوم، پوښتنې ته اړتیا نه لري. ټولې لارې ورته یو شان دي.  

د حکايت درس

شاید تاسو دا یو عادي حکايت وګڼئ او فکر به کوئ، چې کوم خاص پیغام یې نه درلود؛ خو داسې نده. دا کیسه ګۍ یو ډېر مهم پیغام لري.

اول تاسو ووایئ، په ژوند کې ستاسو هدف څه دی؟

شاید اکثریت پر دې ځواب پوه نه شو. وایو به همدا ژوند دی، روان دی او آخر به مرو؛ خو دا ډېر غیر معقول او نامناسب ځواب دی.

ژوند پرته له موخو هېڅ دی. که موږ او تاسو مشخصې موخې و نه لرو، هېڅکله به بریا ته و نه رسېږو. ځکه چې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي؛ نو هغوی چې موخې و نه لري څنګه به بریا ترلاسه کړي؟

کوښښ وکړئ په ژوند کې مشخص اهداف ولرئ او د هغه لپاره کار وکړئ. دا تګلاره ډېرې ګټي لري. مثلا تاسو غواړئ کابل ته ولاړ شئ. هدف مشخص شو. له دې وروسته که تاسو هر یو ګام اخلئ یو ډول انرژي او انګېزه ترلاسه کوئ او فکر کوئ، چې خپل هدف ته نږدې کېږئ. همدا بېلګه په ټول ژوند کې د تطبیق وړ ده. مشخصې موخې تاسو ته د کار، پرمختګ او بریا انرژي درکوي. د خپل هدف پر لورې هر ګام نږدې کېدل یو ډول خوند لري چې له بل هېڅ خوند سره نه شي پرتله کېدای.

همدا نن او همدا اوس فکر وکړئ او څو مشخص اهداف وټاکئ. ورپسې همدې مشخصو اهدافو ته د رسېدو لارې چارې وسنجوئ او پیل وکړئ. باور وکړئ ډېر ژر به خپل هدف ترلاسه کړئ؛ خو زړه نا زړه توب، وېره او د کمزورۍ احساس مو لرې کړئ. تاسو پیاوړي یئ، ډېر پیاوړي! یو مشخص هدف، منظم پلان او پیل، ستاسو بریا تضمينوي. بسم الله کړئ!

ریاض مقامزی

Related Articles

Jan 10, 2021
4,460 views

مېلمه؛ کومو ټکو ته باید پام وشي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی که څه هم مېلمه پالنه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دود ده، خو په دغه برخه کې افغانان د ځانګړي نوم خاوندان دي. تقریبا هر افغان د مېلمه په قدر پوهېږي. دغه موضوع زموږ د ديني مسولیت ورهاخوا یوه کلتوري ريښه هم لري. افغانان د ميلمنو ډېر زی...

Apr 28, 2021
4,346 views

څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ډېرو ځوانانو پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شم ښه لیکوال شم؟ ددې پوښتنې ځوابول کوم آسانه کار نه دی. خو بیا هم ځينې لارښوونې او تګلارې شته، چې ستاسو لیکل ښه کړي او لوستونکي پيدا کړئ.   مینه تر هر څه لومړی باید دا پوښتنه ځواب کړئ...

Mar 08, 2021
3,115 views

د هند مشهور دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان

د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی. نوموړی د۱۹۲۵ زیږدیز کال دجنوري میاشتې په لومړۍ نیټه دهندوستان داتهرپردیش ایا لت ( صوبې ) په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی .ده خپلې زده کړې داعظم ګړ په مدرسة الا صلاح کې سرته رسولي دي او بیا دهند پلازمیینې ډ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...