کشران مو داسې وروزئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 15, 2022
4 years ago
1,657 views
کشران مو داسې وروزئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

دا د افغاني او پښتني کورنيو دود دی، چې کشران د مشرانو لخوا تربیه کېږي او دوی ته د ژوند، اړیکو، خبرو او نورو مواردو په هکله پوهاوی ورکول کېږي؛ مګر له بده مرغه په اکثرو کورنیو د کورنۍ هر مشر غواړي چې کشران یې د هغه په څېر شي او یا کله ناکله غلطه تربیه هم ورکول کېږي. همدارنګه ځینې وختونه مشران د کشرانو تحقیر/سپکاوی خپل حق بولي او پدې توګه د هغوی پر جرأت، وړتیا او زړورتیا خاورې اړوي. موږ همدې ستونزو ته په کتو دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو تاسو یې په عملي کولو سره د خپلو کشرانو يو ښه راتلونکی تضمین کړئ. هیله ده، چې دا لارښوونې هم پخپله عملي کړئ او هم یې له نورو ملګرو سره شریکې کړئ.  

لومړی| غیر مستقیم یې ور زده کړئ!

کشر/ماشوم ته راسا مه وایئ، چې "غلا مه کوه!". ارواپوهنه وايي چې ماشوم/کشر د تجسس تېزه قوه لري او هڅه کوي هر څه تجربه کړي. که تاسو کشر ته مستقیمې خبرې وکړئ هغه غواړي تجربه یې کړي او له هغه څه چې تاسو یې منع کوئ حتما یې ترسره کوي. ددې پر ځای غوره دا ده، چې د یوه غله کیسه ورته وکړئ. داسې کیسه چې غل پکې خپله جزا ويني. پدې توګه ماشوم ډېره ښه زده کړه کوي او هېڅکله به غلا و نه کړي. همداسې که د هر څه ور زده کول غواړئ په هماغه برخه کې یوه کیسه یا ژوندي مثالونه ورته پیدا کړئ. دا د روزنې بهترینه لاره ده.  

دویم| د ماشوم/کشر له خوا څخه لرې شئ!

په ځينو شرایطو کې باید هڅه وکړئ، چې د ماشوم له خوا څخه لرې شئ. که په کورنۍ کې د اقتصادي ستونزو په اړه غږېږئ او یا هم پخپلو کې داسې جدي مسایل بحث کوئ، چې د ماشوم له سویې ډېر لوړ وي نو لرې کېږئ. که جنګ کوئ او یا له ستونزو سره ټکوئ، نو د ماشومانو په مخ کې یې مه کوئ. داسې چارې چې ماشوم ځوروي د هغوی د فکري ګډوډۍ او نورو رواني ستونزو سبب کېدای شي.  

درېيم| د ماشومانو د فکري ګډوډۍ مخه ونیسئ!

تاسو به هم لیدلي وي، چې په ځينو کورنیو کې هر مشر غواړي چې ماشومان/کشران د هغه په خوښه تربیه شي، په داسې حال کې چې ارواپوهنه دا کار ډېر ناسم بولي. د څېړنو پر اساس داسې کشران/ماشومان له فکري ګډوډۍ سره مخ کېږي او وړتیاوې یې کمزورې کېږي. انسانی مزاجونه فرق کوي. ځینې خلک تندخویه او ځينې نور بیا آرام او منطقي وي؛ خو یو انسان دا دوه خویونه همهاله نه شي لرلای. نو څنګه به یو ماشوم وکولای شي دوه متضاد خویونه ومني او یا یې زده کړي؟ د لومړنۍ توصیې په توګه به ووایو، چې د کورنۍ د کشرانو د تربیې واک یوه کس ته ورکړئ. که تاسو هم خپل نظر شریکول غواړئ نو له هماغه کس سره یې شریک کړئ او هغه به یې ماشوم ته ور وښيي.  

څلورم| خولې یې مه بندوئ!

داسې ډېری کورنۍ پېژنو، چې له خپلو کشرانو څخه یې د خبرو کولو صلاحیت اخیستی وي. په کورنيو کې کشرانو ته د مه غږېږه!، چپ شه!، وړوکی شی یې، قد ته دې وګوره! او دې ورته نور الفاظ کارول کېږي او پدې توګه د هغوی د تفکر او جرأت وړتیاوې ځپل کېږي. د کشرانو خولې مه بندوئ! پرېږدئ چې هره خبره، نظریه او فکر په پوره جرأت بیان کړای شي. له دې ټولو لارښوونو سره ـ سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • ماشوم مه وهئ، بلکې په مینه او خبرو یې پوه کړئ.
  • داسې فضا برابره کړئ، چې کشر/ماشوم هره خبره وکولای شي او هېڅ ډول خبره له تاسو پټه نه کړي.
  • ماشومانو ته دروغ مه وایئ. که څه مو له وسې پوره نه وي مستقیما یې ووایئ.
  • له کشرانو/ماشومانو سره د دروغو وعدې مکوئ او مه هم ورسره چل کوئ.
  • د ماشوم ماغزه د سپينې پاڼې په څېر دی، هر څه چې لیکئ پکې لیکل کېږي نو ښې خبرې، صداقت، جرأت او له نورو سره همکاري ور وښيئ. 

Related Articles

Jan 12, 2023
1,124 views

فسانچه (د اللّٰه په لار کښې ځان وقف کول )

د‌ امير صيب  رور  د‌ غربت د لاسه ډير تنګ وو ټوله ورځ به غريب محنت مزدوري اوکړه خو ګراني دومره ډيره وه چي ګوزاره ئي نه کيده . او چي امير صيب ته به ئې کله اووے چي روره ګزاره مي نه کيږې په جائداد‌کښې چي زما څومره  حصه کيږې که هغه دي راکړه نو زما حالت به...

Feb 14, 2021
4,876 views

د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مينه، له یو چاسره زړه تړل او پر چا تکیه کول نږدې هر انسان پخپل ژوند کې تجربه کوي. کېدای شي له یوه انسان، سیمې، څيز او یا له خدای سره مينه وشي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د فیبرورۍ "۱۴" نېټه د مئينانو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. مو...

Nov 17, 2021
2,172 views

ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟

په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,978 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,187 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...