To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

مينه، له یو چاسره زړه تړل او پر چا تکیه کول نږدې هر انسان پخپل ژوند کې تجربه کوي. کېدای شي له یوه انسان، سیمې، څيز او یا له خدای سره مينه وشي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د فیبرورۍ "۱۴" نېټه د مئينانو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې ددې ورځې پر تاريخچې وغږېږو. البته باید یادونه وکړم، چې د نمانځلو او نه نمانځلو بحث یې جدا دی. د لیکنې موخه ددې ورځې په اړه ستاسو ته د معلوماتو ډېرول دي.

ولنټاين

د ميلادي کال د دویمې میاشتې (فیبرورۍ) څوارلسمه نېټه د ولینټاين د ورځې په نوم نومول شوې ده. په دې ورځ هغه خلک چې له یو بل سره مينه لري، د ګلانو، پيغامونو، بنډارونو او نورو لارو خپلو معشوقو/عاشقانو ته د خپلې مينې ثبوت وړاندې کوي او نمانځي یې. البته باید یادونه وکړم، چې په دې ډول ددې ورځې نمانځل د دغې زمانې دود دی، پخوا به دا ورځ په دې شکل نه نمانځل کېدله.

په پخوانی روم کې به د فیبرورۍ له ۱۳ تر ۱۵ نېټې یو جشن جوړېده، چې روميانو به یوه بزه "اوزه" او یو سپی قرباني کول. د قرباني شوو حيواناتو له پوستکي به یې ډبېلي جوړول او ښځې به یې پرې وهلې. د تاریخپوهانو په وينا، پېغلو به صفونه جوړل کړل ترڅو په یادو پوستکو ووهل شي. دوی باور درلود، چې دا کار ددوی د ډېر امیندواره کېدو سبب کېږي.

پر دې سربېره بیا هم ددې ورځې د منشأ په اړه تاریخپوهان لا په یوه خوله نه دي خو اتفاق پر دې دی، چې پیل یې په روم امپراتورۍ کې شوی دی.

ولنټاين څوک و؟

یو عام او پخوانی روایت دا دی، چې په درېيمه میلادي پېړۍ کې یوه کشیش (د عيسویانو مذهبي شخص) ژوند کاوه، چې ولینټاين نومېده. په هغه زمانه کې د روم امپراتور دویم کلاديوس پر واده بندیز لګولی و. هغه پر دې باور و، چې متاهل سرتېري سم جنګ نه شي کولای. نو ځکه یې دغه بنديز وضع کړی و. خو سینټ ولينټاین ددې مفکورې خلاف و، نو په پټه به یې د سرتېرو نکاح ګانې تړلې.

کله چې کلادیوس له دې موضوع خبر شو نو ولينټاين یې لومړی پر بند او بیا په مرګ محکوم کړ. خو ولینټاين په بندخونه کې د زندان پر یوې ساتونکې مئين شو. کله چې د فیبروۍ په څوارلسمه ولینټاین اعدام کېده، نو د محبس ساتونکې ته یې د مینې لیک ورکړ. په وروستۍ برخه کې لیکلي و "ستا د ولینټاين له لورې!" نو د همدې مینې په خاطر دا ورځ د نوموړي په نوم ونومول شوه.

Related Articles

د اسفرزه (سپغولو) روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ وړانګه اکبر  سپغول د پلانټاګو د کورنۍ بوټي د سریښناکې مادې د تولید لپاره کارول کېږي. سپېغول (psyllium) ډېری وخت د قبضیت او منځنۍ کچې اسهال لپاره د غذایي فایبر په حیث استعمالېږي او کله کله د ډکو بولو د کلکولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د psyllium سره معمولا د حساسیت پېښې هم مله وي. هغه وګړي چې د وینې لوړه اندازه کولسټرول لري که چېرې په خ...

سکالرشیپ مرکې (اڼترویو) لپاره څنګه آمادګي ونیسو

#تحصیلي_مشورهد سکالرشیپ مرکې (Interview) لپاره څنګه آمادګي ونیسو؟  تیره اونۍ د ډآآډ بورسونو د ګواښ سره مخ محصلینو کټګورۍ (Hilde Domin) اړوند نوماندان چې د پوهنتونونو لخوا ډآآډ ته معرفي/نوماند شوي و، د خپلو غوښتنلیکونو مقدماتي پایلې تر لاسه کړې. پدې لر کې ځینو ته د رد ځواب راغلی، خو ځینې بیا آنلاین مرکې ته رابلل شوي چې د شارټ لیست کیدلو آخري مرحله...

په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟

په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟په علمي او تحقیقي مطالبو کې په متن کې دننه او د کتاب او مطلب په اخره کې ماخذونه او سرچینې څو ډوله لیکل کیږي؛ خو درې ډولونه یې مشهور او معیاري بلل کیږي:۱.اې پي اې- American Psychology Association (APA)۲.ام ال اې- Modern Language Association۳. شیکاګو/ترابین- Chicago/Turabianتر دې مخکې چې دا هر...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...