دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 22, 2021
4 years ago
2,132 views
دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره کېدې؛ خو دا چې پاچا په قهر و، چا د خبرو جرأت نه کاوه. بالآخره یوه سپین ږيري چوپتیا ماته کړه. پاچا ته یې وویل: "پاچا سلامت! د سړک پر ځای خپلې پښې پوخ کړئ او چرمي بوټان جوړ کړئ. بیا به په هر سړک/لاره بېغمه مزل کوئ."  

درسونه

حکایتونه هېڅکله عادي کیسې مه ګڼئ. هر حکایت ځانته خپله معنا او خاص درسونه لري. که په حکایتونو کې پر پرتو معناوو پوه شئ، نو پخپل ژوند کې به ډېر پرمختګ وکړئ او پخپل ژوند کې به تل ښې پرېکړې کوئ. ددې حکایت د درسونو لنډيز په دې ډول دی:

  • هېڅکله د غوسې او احساساتو پر مهال پرېکړه مه کوئ. که مو وکړه، شاید د ګټې پر ځای مو تاوان ډېر وي.
  • ستونزې هم ګټه لري. انسان پکې تفکر ته هڅېږي او د ژوند تېرولو نوې لاره زده کوي. نو ستونزو ته د یوه ښه تحلیل کوونکي او زدکوونکي په نظر ګورئ.  
  • ژوند هېڅکله یوازې د خپل فکر له زاویې مه تحلیلوئ. ستاسو څخه د ټيټې طبقې د ژوند کړاوونه او سختې هم تصور کړئ، شاید پخپل حالت شکر وباسئ.
  • که هر کار کوئ، له نږدې او باوري ملګرو سره مشوره وکړئ. شاید له ستاسو څخه مو نور ملګري ډېر وپوهېږي او ښې مشورې درکړي.
  • تل اخلاقي جرأت ولرئ. دا کار مو هم پخپله ګټه ده او هم د نورو په خیر.
  • د ستونزو پر مهال یوازې یو اړخ ته په کتو پرېکړه مه کوئ. د ستونزې هر اړخ وسنجوئ. شاید د ستونزې د حل ډېرې اسانې لارې ومومئ.
  • ډېر/سخت کار مه کوئ، بلکې په فکر سره یې وکړئ. پښتانه وايي "هغه غوټه چې په لاس پرانستل کېږي په خولې/غاښونو مه پرانيزه."

Related Articles

Nov 17, 2021
2,034 views

د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

د بدن سوځیدل یو له سختو دردونو څخه ګڼل کیږي چې جدي او چټکې درملنې ته اړتیا لري، خو کله چې سوځېدل له خطره خالي او په ښکته درجه کې وي نو په لاندې کورنۍ لارو یې درملنه کولای شئ.شاتشات بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو د سوځېدو په مخنیوي کې هم د مرهم په ډول غ...

Jun 15, 2021
2,281 views

د لوی درذ څخه مخکی څه وه او د کائینات په هغه وخت کي کله چي مطلق هیڅ هم نه وه ماده څنګه په وجود راعله

ګرانو ملګرو د انسان دماغ له  سوالاتو ډک دی او په دغه سوالاتو کي دومره طاقت سته چي په واسطه یي دنیا بدلیدلای سي.نن همداسي یو سوال زما  په دماغ کي هم  ژوند اخیستی او سوال دا دی چي د لوی درذ څخه  مخکي څه وه؟آیا د مادې څخه  ډک یو کوچنی جسم وو کوم چي  د ټ...

Dec 28, 2021
2,329 views

! هغه لاملونه چې نارینه باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي

لیکنه: شکېبا نادري هغه لاملونه چې نارینه باید د یوه ښه ساعت څخه ګټه واخلي!   په پخوا وختونو کې به خلکو له ساعتونو څخه ډېره ګټه اخیستله، خو د موبایلونو د ډېرېدلو سره له ساعتونو څخه ګټه اخیستل ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي، خو هغه کسان چې غواړي منظم او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,485 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,859 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...