! هغه لاملونه چې نارینه باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي

i
imranghani
Author
Dec 28, 2021
4 years ago
2,331 views
! هغه لاملونه چې نارینه باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي

لیکنه: شکېبا نادري

هغه لاملونه چې نارینه باید د یوه ښه ساعت څخه ګټه واخلي!

 

په پخوا وختونو کې به خلکو له ساعتونو څخه ډېره ګټه اخیستله، خو د موبایلونو د ډېرېدلو سره له ساعتونو څخه ګټه اخیستل ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي، خو هغه کسان چې غواړي منظم او ځانګړي و اوسي، نو ارومرو له ساعت څخه ګټه اخلي.

 موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هغو لاملونو په اړه معلومات درکوو چې نارینه باید د یو ساعت څخه ګټه واخلي.

که تاسو هم غواړئ له ساعت څخه د ګټې اخیستلو په لاملونو پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ.

 

۱. ځانګړي ښکاري

ساعت د هغو وسایلو له ډلې څخه دی چې نارینه وو ته ځانګړی شخصيت وربښي، له ساعت څخه ګټه اخیستل د نورو سټایلونو څخه یوه بېله برخه ده، د نارینه پر لاس ساعت د دې ښکارندویي کوي، چې یاد کس یو ښه وخت پېژندونکی دی او نه غواړي چې خپل وخت په بې ګټې کړنو تېر کړي.

 

۲. خپل ظاهر ته پاملرنه کوي 

هغه نارینه چې خپلې پیسې پر یوه قیمتي ساعت ورکوي او تل غواړي چې له ساعت څخه ګته واخلي، له دغه حالت نه یې څرګندیږي چې دا کس خپل ظاهر ته ډېره پاملرنه کوي.

 

۳. خوند اخیستل

د نارینه وو ډېر خوښېږي چې له قیمتي شیانو لکه، موټر، موبایل او ښه کور څخه ګټه واخلي، نو له قیمتي ساعت څخه ګټه اخیستل هم د دوی لپاره یوه خوشحالي ده او له خپل دغه حالت څخه خوند اخلي.

 

۴. ځان باوري مو زیاتوي

له ښه ساعت څخه ګټه اخیستل نه یوازې تاسو ته ځانګړی شخصيت درکوي، سربېره پر دې ستاسو ځان باوري هم پیاوړې کوي او دا ښیي چې تاسو یو منظم او باسلیقې کس یاست.

 

۵. له ساعت سره مینه

د یو نارینه په اند، یو ښه ساعت د ښایست نښه ده. دوی ته د خپل ساعت هره برخه یو هنر ښکاري، نو د یوه ځانګري او غوره ټاکوونکي په توګه دوی له ساعت سره ډېره مینه لري او خوښېږي یې.

 

۶. د غوره کسانو نړۍ ته دننه کېدل

ساعت هغه وسیله ده چې ټول خلک ځانته جذبوي، په ځانګړي توګه، سټایلي، لوړ پوړي او سیاستوال نارینه، نو که تاسو هم د ښه ساعتونو غوښتونکي یاست او غواړئ ور څخه ګټه واخلئ، نو تاسو به هم د غوره او نامتو کسانو نړۍ ته دننه کړي. 

 

۷. د خلکو پام مو ځانته را اړوئ

ډېری وخت چې کله موږ ساعت پر لاس کوو، نو هغه مو د لستوڼي لاندې کېږي او نه ښکاري، خو په ښایسته ساعتونو کې چې یو ځل هم ساعت ته وګورو، نو د شاوخوا خلکو پام ځانته را اړولی شو.

نو له یادو څرګندونو څخه ښکاري چې له ساعت څخه ګټه اخیستل د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د نارینه وو لپاره ډېره اړینه ده، نو هغه نارینه چې غواړي ښایسته، ځانګړی او غوره ښکاره شي، نو تل باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي.

Related Articles

Apr 19, 2024
1,073 views

د کور عایق کول House insulation

Engr Farid Atifد کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په...

Feb 26, 2021
3,231 views

د شکسپير ژوند او فن

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نوموړي بشپړ نوم ویلیام شکسپير (William Shakespear) دی. دی هغه نامتو لیکوال او متفکر دی، چې په نړۍ کې داسې لوستي خلک ډېر کم دي چې له نامه سره به یې اشنا نه وي. همدارنګه ویل کېږي، چې په انګلستان کې داسې کورونه بېخی لږ دي، چې د شک...

Apr 24, 2022
2,172 views

ولې مطالعه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   نن (د اپرېل درې ویشتمه نېټه) د کتاب نړېواله ورځ ده. په ټولنيزو رسنیو کې ګڼو خلکو د مطالعې او کتاب لوستنې په اړه خپل نظرونه لیکلي وو. د ډېريو تأکيد دا و، چې خلک باید مطالعې ته مخې کړي؛ خو پوښتنه پيدا کېږي انسان باید ولې مطالعه و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,518 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,888 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...