خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره درې مهم ټکي

K
Ketabton
Author
Dec 12, 2021
4 years ago
2,568 views
خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره درې مهم ټکي

هر انسان په خپل ژوند کې ګڼ شمېر هیلې او آرمانونه لري. چې غواړي ورته رسېږي، همدوی دې آرمانونو ته په نیکه سترګه ګوري، او وایې چې زموږ د ژوند سوکالۍ او پرمختګ په همدې هیلو کې نغښتې دي، د ځینو هیلې او آرمانونه متاسفانه یوازې فکرونه او خیالونه پاتې کېږي او بس؛ خو ځینې بیا خپلو هیلو او آرمانونو ته د عمل جامې ور په تن کوي، په دې لیکنه کې موږ په لومړي ډله چې یوازې هیلې او آرمانونه یې خیالونه پاتې کېږي، بحث کوو.

هیلې او آرمانونه ولې یوازې، خیالونه پاتې کېږي؟
دلته یې درې لوي لاملونه، درته وړاندې کووم.

۱- خپل ځان کم ګڼل: ډېر ځله داسې پېښېږي، چې یو څوک خپلې هیلې او آرمانونه د خلکو د خبرو لاسه پرېږي، او وایې که دې هیلې یا آرمان لپاره لاس په کار شم، نو خلک به څه وایې یا زه د دې کار وړتیا لرم، یا به په ما نیوکه وکړي، یا که زه ناکام شم د خلکو د خندا به شم او نور داسې ډېر سوچونه به کوي.
خو یاد ولرئ؛ ستاسو ژوند ستاسو ده، نه د نورو ماتې خپګان ژړا، پاتې راتلل خوشحالۍ هر څه به یې تاسو زغمي/ لمانځي به یې.
یو ځای مې لوستل، دې خبرې ماته ډېر خوند راکړ او پوره له معنا ډکه خبره ده وایې چې: د لوبې په وخت کې هر څوک درته وایې چې داسې وکړۀ، هغسې وکړۀ، داسې مه کوۀ، او په دې ډول داسې ډېرې نورې خبرې درته کوي، خو که لوبه دې وبایلله بیا به خوله در باندې راوباسي او تا به ملامت کوي، او د بایللو لامل به دې بولي، خو فکر به نه کوي چې مشوره خو موږ ورکوله.
او بل خوا که لوبه دې وګټله ځان ته کریډیټ ورکوي، او وایې چې زما په برکت دې لوبه وګټله، حالانکه سختې به تا په ځان تېرې کړي وي، موضوع بله خوا لاړه نه شي، د تېر په څېر یاد ولرئ، یوازې خپل ښه فکر ته اهمیت وکړئ، او دا مه وایې چې هغه به څه وایې، او هغه ابل به څه وایې، ستاسو ژوند ستاسو دی.

۲-کوښښ نه کول: زیګ زیګلار وایې، په ذهن او ژبه کې تر ټولو ځواکمن توري یا لفظونه((کول)) دی، که له کولو سره د ((نه)) لفظ یو ځای کړو، ((کول)) به په ((نه کول)) بدل شي، ټول ځواک به یې ختم شي، او بالاخره به په یو داسې څه بدل شي چې ستاسې ماتې او ناکامي به حتمي کړي.
د زیګلار همدې خبرې ته په اشارې: مهم او رزښت څه چې دي، هغه هڅه کول کوښښ کول، او پاڅیدل دي، چې تحول رامنځ کوي، او یو هدف رنګ راوړي.
یوازې بې ځايه فکرونه کول، څه ګټه نه درته کوي، بلکې داسې فکر وکړي، تاسو وهڅوئ، او هدف ته د رسېدلو لپاره درسره مرسته وکړي، مهم پاڅېدل دي، نه خیالونه په خیالونو کې انسان ډېر څه سرته رسوي، خو مهم ده، چې ژوند، بریالیتوب، پرمختګ مو په د ژوند په طبيعت کې را وڅرخېږي.


۳-ستونزې ومنئ، او په وړاندې یې کلک دریځ ولرئ: ستونزې او کړاوونه د ژوند منل شوي حقیقتونه دي، چې باید له زړه یې ومنو، خو دا منل به په دې معنا نه وي، چې موږ خپل هیله او امید له لاسه ورکړو، او ووایو چې هر څه تر همدې ځایه وو، هر څه خلاص شول.
نه؛ په وړاندې یې باید کلک دریځ ولرو، ستونزې او ننګونې باید موږ ته یوه زده کړه وي، چې ډېر څه به ترې زده کوو، او راتلونکي کې به برعکس کار کوو، او تلسمېدل به له ذهن څخه حذف وي. د ځینو لویو او پیاوړو پوهانو او شخصیتونو ژوند مطالعه کړئ، ډېر څه به ترې زده کړي، چې د هغوې په وړاندې ستونزې د دې لامل شوې نه دي، چې د خپل هدف لاره پرېږدي، بلکې ستونزې د هغوې په وړاندې د یو ښه روزنکي په توګه ثابت شوې.

Related Articles

Jun 02, 2023
1,088 views

قسطنطنیه تاریخ 

#قسطنطنیه_تاریخ  د بازنطینې سلطنت په تاریخ کی د روم دارالخلافه قسطنطنیه اوسنی استامبول (ترکیه) 24 ځلې محاصره شوی ده، په 1204 میلادي کال باندي د څلورم صلیبي جنګ په جریان کې لومړی ځل پدغه ښار باندي د یورپ عیسایان قابض شول، په اسلامي تاریخ کې لومړی ځل...

Mar 10, 2024
1,251 views

زنا حد ثبوت

لیکنه:  مطیع الله دانش!عنوان: د زناحد د ثبوت وسایل.۱: شاهدان.دشاهدانو شرایط، او د شاهدانو تزکیه.۲: اقرار.۳: د حمل څرګندیدل.تزکیه دولونه ۱: ښکاره تزکیه: چې دا معمولآقاضي یی د شاهدانو د عدل لپاره په فعلی ډول په محکمه کي مخامخ د شاهدانو او له چا څخه چی...

Nov 14, 2021
2,620 views

د بوډا سړي کیسه

یو بوډا (زوړ) سړی وو، چې د هرې ورځې په پای کې له خپلو دردونو او سختېو څخه په نالښت کې وو،،، یو ملګري یې ورڅخه پوښتنه وکړه: دا ټول دردونه څه دي؟ چې ورڅخه په رنځ کې یې؟؟ بوډا سړي وویل: دوه باښې (بازَ) لرم چې باید رام (آرامه) یې کړم! دوه سُویه (خرګو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,834 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,163 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,102 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...