قسطنطنیه تاریخ 

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,066 views
قسطنطنیه تاریخ 

#قسطنطنیه_تاریخ 

د بازنطینې سلطنت په تاریخ کی د روم دارالخلافه قسطنطنیه اوسنی استامبول (ترکیه) 24 ځلې محاصره شوی ده، په 1204 میلادي کال باندي د څلورم صلیبي جنګ په جریان کې لومړی ځل پدغه ښار باندي د یورپ عیسایان قابض شول، په اسلامي تاریخ کې لومړی ځل دغه ښار د حضرت عثمانِ غني رضي اللّٰه عنه په خلافت کې محاصره شو ، دوهم ځل په 674 میلادي کال باندي د حضرتِ امیر معاویه په قومنده کې محاصره شو، دریم ځل په 717 میلادي کال باندي د بنو اُمیّه په دوره کې د خلیفه سلیمان بن عبدالملک په وختونو کې د هغه ورور مسلمه بن عبدالملک په قومنده کی محاصره شو ، لاکن د سلیمان بن عبدالملک له وفات کیدو وروسته دغه اوږد مهاله محاصره د حضرت عمر بن عبدالعزیز په امر باندي ختمه شوه

له دغه ناکامه محاصرې 700 کاله وروسته په عثماني خلافت 🇹🇷 کې قسطنطنیه درۍ ځلې بیا محاصره شوه، په 1396 میلادي کال باندي د سلطان بایزید یلدرم په قومنده کې عثماني لښکرونو محاصره کړه لاکن د سلطان بایزید او تیمورې حکمران امیر تیمور لنګ تر مابین د اختلافاتو او جګړې له کبله بایزید یلدرم ماتې وخوړه او دغه محاصره هم ناکامه شوه، دوهم ځل په 1422 میلادي کال باندي د سلطان مراد الثاني په قومنده کی د قسطنطنیه محاصره د عیسایانو له سخت مقاومت وروسته بیا ناکامه شوه

بالاخره 1453 میلادي کال باندي له 53 ورځې محاصری او خونړۍ جګړې وروسته د رسول اللّٰهﷺ د عظیم بشارت په تکمیل سره قسطنطنیه د مسلمانانو لاس ته ولویده، او 22 کلن عثماني جنرال (سلطان محمد) د یؤ فاتح په حیث قسطنطنیه ته داخل شو.
`````````````````````````````````````
              ✍🏻بقلمِ: نجیب اللہ عادل

Related Articles

Jul 17, 2021
10,581 views

د پښتو یاګانو اسانه زده کړه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وړاندې له دې چې یاګانې شرحه کړو او تاسو یې زده کړئ، مهمه ده، چې پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو ډاډه شئ. ۱ ـ یاګانې په یوه ورځ کې زده کېږي.  ۲ ـ څوک چې لوستل کولای شي، یاګانې یې زده دي. فقط په لیک کې یې نه مراعتوي. ۳ ـ د یاګانو زد...

Aug 27, 2021
2,457 views

مثبت او منفي ګرا خلک څنګه تفکیک کړو؟

  لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، د مثبتو خلکو سره اوسېدل خورا اغېزناکه او متفاوته تجربه ده. که تاسې په دې هڅه کې یئ چې ځان یو مثبت شخص وګرځوئ او همدارنګه مثبت خلک تشخیص کړئ، نو د دې کار له پاره لاندې پینځلس ټکي په پام کې ولرئ: ۱. “ناکامي د زدکړې یوه برخه...

Dec 29, 2020
2,359 views

کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)

کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)کوانټم کمپیوټېنګ یو ډېر خطرناک او ویروونکی نوښت ښکاري سره د دې چې لا تر اوسه پورې په تحقیقاتي او څیړنیزو حالاتو کې موقعیت لري بیا هم ځینې څیړني نوموړی نوښت د تکنالوژي په برخه کې یو ډېر خطرناک او بې ساري نوښت ګڼي. ن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,428 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,074 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,823 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...