څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 19, 2020
5 years ago
15,734 views
څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟


 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري. 

 خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ
 د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي. 
 ددې لپاره چې ځانګړي و اوسو نو اړينه ده، چې خپل لباس، ويښتانو او حرکاتو ته بشپړ پام وکړو. البته له دې څخه موخه دا نه ده، چې له کلتور خلاف ځينو کړنو ته مخه کړو، مګر کولای شو، مناسب او پاک لباس پر تن کړو. همدارنګه د لباس په انتخاب کې باید خپل عمر، موقف او دنده هم په نظر کې ونيسو تر څو مقابل لوری مو لباس ته په کتو د حيرانتیا پر ځای د آرام احساس وکړي.
 
 خپل ځان وپېژنئ
 تاسو څوک یئ؟ په ملګرتيا، فرهنګي، اقتصادي او نورو مسئلو کې ستاسو ارزښتونه څه دي؟
 خپل ارزښتونه وپېژنئ او لیست یې جوړ کړئ. لاسته راغلي لغاتونه بې ځایه کلمې نه دي بلکې همدا ارزښتونه ستاسو د شخصيت اصلي ټکي دي.  

 د نورو د قضاوت په اړه خپله وېره ختمه کړئ
 موږ اکثره له دې وېرېږو، چې خلک به زموږ په اړه څه وايي. دا ددې لامل کېږي، چې خپل ځان سانسور کړو او د خپل شخصيت د ودې مخه ډب کړو. ځينې وخت خو آن خلک زموږ په اړه هېڅ قضاوت نه کوي خو موږ وېره لرو. له دې امله خپل ځان ځوروو.
 که څوک زموږ شخصيت وننګوي او پر موږ وخاندي بايد غلي نه شو. مقابل شخص سره بايد د خبرو له لارې ستونزه حل کړو، که داسې و نه کړو عقده به مو په زړه کې ځای ونيسي او عقده مو شخصیت ډېر زیات خرابوي. 

 هدف مو وپېژنئ 
 کله چې خپل ارزښتونه وپېژندل نو خپلې موخې واضح کړئ. غواړئ څه اوسئ؟ غواړئ څه وکړئ؟ بايد پوه اوسئ چې د نړۍ انسانان يو ډول نه دي او موخې هم بدلې وي. له ده وروسته خپلو موخو پسې کوټلي ګامونه واخلئ. باید ووایم چې موخې ته رسېدل سخت نه وي خو پيل سخت وي. کوښښ وکړئ هر څومره ژر چې کېږي د خپلو موخو پسې تګ پيل کړئ. 
 
 د نورو په اړه ډېر فکر مه کوئ 
 پر نورو او د نورو پر کړنو تمرکز تاسو له خپل ځانه لرې کوي. کوښښ مه کوئ چې فکري تمرکز مو د نورو له امله خراب کړئ.
 کله چې تاسو خپل ځان ته فکر و نه کړئ، شخصيت مو له خطراتو سره مخ کېږي.  
 
 لږ او منطقي وغږېږئ 
 ستاسو الفاظ ستاسو د شخصيت نمایندګي کوي. که سم او منطقي غږېږئ نو خلک مو په اړه مثبت فکر کوي. ډېرې خبرې ستاسو د ناسم شخصیت انځور وړاندې کوي. 

Related Articles

Jan 16, 2021
4,294 views

کاغذ؛ څنګه او له کومو موادو جوړېږي؟

کاغذ نرۍ ورقه شوي مواد دي. په کیمیاوي/میکانیکي توګه له پروسس شوي سلولوز فایبر څخه جوړیږي، د سلولوز فایبر یې له لرګي، له ټوټو او جنډو، وښو او نورو موادو ترلاسه کیږي. له موادو څخه اوبه وچېږي. مخکې په لاس جوړیدل خو اوس وخت کې هر ډول کاغذ په ماشین جوړېږي...

Apr 19, 2024
1,073 views

د کور عایق کول House insulation

Engr Farid Atifد کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په...

Jun 07, 2023
1,249 views

پوهه

د پوهې ترلاسه کولو لپاره د کتابونو لوستل پکار دي، خو د تجربې ترلاسه کولو لپاره بايد له خلکو سره وګرځې، سفر وکړې، بنډار وکړې، ملګرتيا وکړې، مړي ژوندي ته لاړ شې، ډلو ټپلو سره يوځاى شې، ماتې وخورې، ماتې ورکړې، مٸين شې او سل ګړنګونه پاس کړې.يوازې کتابي ژ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,099 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,885 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...