د لیونل میسي لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 03, 2021
4 years ago
1,919 views
د لیونل میسي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د مینه والو په لحاظ فوټبال د نړۍ لومړۍ درجه لوبه ده. په ځانګړې توګه په اروپا او امریکا کې یې د مینه والو شمېر بېخي زیات دی. ددې لوبې د کال غوره لوبغاړی یوه ارزښتناکه جایزه ترلاسه کوي، چې سږکال د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې او د پاریس سن ژرمن "Paris Saint-Germain" کلب بریدګر لوبغاړي "لیونل میسي" وکولای شول د اووم ځل لپاره هم دا ارزښتناکه جایزه (د سروزرو توپ) پخپل نوم کړي؛ د فوټبال د نړۍ دا ارزښتناکه جایزه هر کال د فرانس مجلې له لوري د کال غوره فوټبالر ته ورکول کېږي. شاید تاسو ته به هم د میسي د ژوند په اړه ګڼې پوښتنې ولرئ. همدې اړتیا ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړه.

 

د لیونل میسي لنډ ژوندلیک!

وړاندې له دې چې د فوټبال لوبې ددې کمساري لوبغاړي په اړه پر بشپړو جزئياتو پوه شو، راځئ چې په اړه یې تر یوه بریده معلومات ترلاسه کړو.

 

  • بشپړ نوم ـ لیونل آندرس ميسي
  • د زېږېدو ځای ـ روساریو، ارجنټاين
  • قد ـ ۱۶۹ سانتي متر
  • په لوبډله کې یې دنده ـ بریدګر
  • د کمیس نمبر ـ ۱۰
  • مدني حالت ـ متاهل

 

میسي د "۱۹۸۷ز" کال د جون په څلورویشتمه نېټه د ارجنټاين په روساریو ښار کې وزېږېد. نوموړی دوه نور وروڼه چې "رودریگو؛ ماتیاس" نومېږي او د "ماریا سل" په نوم یوه خور هم لري. میسي د ارجنټاين د ملي لوبډلې او د هسپانیې بارسلونا کلب لپاره هم لوبېږي. 

د معلوماتو له مخې نوموړي له کوچنیوالي فوټبال سره علاقه لرله او په پنځه کلنۍ کې یې دې لوبې ته مخه کړې ده. لا مهمه دا چې د نوموړي پلار هم د "ګراوندلي" فوټبال ټيم روزنکی و. په "۱۹۹۵ز" کال کې د ارجنټاين له "نیوولز اولدبویز" لوبډلې سره يو ځای شو. سربېره پر دې چې په یوولس کلنۍ کې ډاکټرانو وویل نوموړی د ودې د هورمون له کمښت سره مخ دی، بیا هم د "ریور پلاته" کلب د میسي د اخیستلو ته لېوالتیا وښوده؛ خو ستونزه دا وه، چې هغوی یې د درملنې لپاره کافي پیسې نه درلودې. په دې وخت کې د بارسلونا کلب ورزشي مدیر (کارلوس ریساچ) د میسي له پیاوړي استعداد څخه خبر شو. نوموړي د میسي له لوبې لیدلو وروسته قرارداد ورسره امضا کړ. د بارسلونا کلب وړاندیز وکړ، چې د میسي د درملنې ټول مصارف به پر غاړه واخلي؛ خو په دې شرط چې نوموړی د یو نوي ژوند د شروع لپاره هسپانيا ته راشي. په دې سره میسي له خپلې کورنۍ سره يو ځای اروپا ته وکوچېد او د بارسلونا د ځوانانو په لوبډله کې یې لوبه پیل کړه. په دې توګه هغه د نړۍ د یو بهترین فوټبال کلب غړی شو. چې په ګڼو لوبو کې یې خپل استعداد وښود او ډېرې لوبې یې وکړې/کوي. تر اوسه یې د فوټبال په نړۍ کې لسګونه جایزې ترلاسه کړي دي او لا هم خپلو ټيمونو لپاره لوبې کوي/ګڼې لاسته راوړنې هم لري.

 

د سرو زرو توپونه

میسي د سږ کال په شمول اووه ځلې دا غوره جایزه ترلاسه کړې ده. نوموړی د خپل کمساري استعداد پر مټ له نورو ګڼو لاسته راوړنو ترڅنګ د سرو زرو توپ هم ترلاسه کوي. نوموړي دغه توپونه په ۲۰۰۹، ۲۰۱‍۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ز کلونو کي ګټلي دي.

Related Articles

Dec 18, 2021
2,597 views

د انیمیا (د وینې د کمښت) مخنیوی

لیکنه: شکېبا نادري د انیمیا(د وینې د کمښت) مخنیوی   انیمیا(د وینې کمښت)چې ډېری خلک په ځانګړې توګه ښځې ورسره مخ دي. انیمیا(د وینې کمښت)په انسانانو کې د بېلابېلو ستونزو او ناروغیو لامل کېږي، لکه په ښځینه وو کې د مخ د پوستکي د خرابوالی، د مخ لکه کېد...

Feb 01, 2021
4,344 views

"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟

هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو. "په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو بای...

Dec 02, 2020
1,859 views

د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ

د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ  ژباړه فضل رباني قاضي زی ښځه نه پوهېده چې څه وکړي ... د خاوند خوی یې په بل مخ اوښتی و له دې وړاندې به یې خبر اترې کړې خندل به یې، د کور د ننه به له ماشومانو سره لوبې او مستۍ کړې ولې داسې څه پېښه شوې چې د څو میاشتو رایسې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,448 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...