د ناکامورا ( کاکا مراد) پېژندنه

i
imranghani
Author
Dec 01, 2021
4 years ago
2,002 views
د ناکامورا ( کاکا مراد) پېژندنه

لیکنه: شکېبا نادري، د ناکامورا (کاکا مراد) پېژندنه

 

ډاکټر ناکامورا په ۱۹۸۰کال کې د دې لپاره جاپان پرېښود، چې د خپل هېواد تر څنګ د نړۍ له خلکو سره د پیس ناروغۍ د درملنې په برخه کې مرسته وکړي. د ناکامورا موخه  افغانستان او پاکستان و، یعنې هغه غوښتل چې خپل کار ته په همدې دوو هېوادونو کې دوام ورکړي، خو کله چې ناکامورا د افغانستان د خلکو حالت ولید، چې خلک له ناروغیو څخه له وچکالۍ او د اوبو له نه شتون څخه ډېر ځورېږې، نو دی په دې پوه شو، چي د افغانستان  خلک له هر اړخه د هغه مرستې ته اړتیا لري.

ډاکټر ناکامورا له ځان سره وویل: «ډاکټر خو ناروغان یو یو معاینه کوي،‌ خو د اوبو لګولو بندونه د ټول کلي سره مرسته کولاي شي او ستونزې یې حل کولای شي، زه به هغه وخت خوشحاله شم چي یو کلی بیا را ژوندی او زرغون کړم.»

ښاغلي ناکامورا په ۲۰۰۰ام م کال کې، د جاپان د اوبو لګولو لرغوني سسيټمونه یو ځل بیا را ژوندي کړل. هغه د اوبو د بندونو د جوړولو په مرسته د کابو یو میلیون افغانانو ژوند وژغوره.

ښاغلي ناکامورا ۷۳ کلن و. هغه په پښتو روانې خبرې کولای شوې. 

کاکا مراد په ۱۹۴۶میلادي کال کې زېږېدلی و. هغه ۳۰ کلن و چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلی و.

ناکامورا په دې باور درلود چې ګډ کار کولای شي د افغانانو په ژوند کې بدلون راولي او پرمختګ وکړي.

کاکا مراد به په خپلو لاسونو ډېر ستونزمن کارونه تر سره کول، او د ننګرهار ولایت په ۵۰ درجې ګرمۍ کې به یې په خپله هم له نورو کارکوونکو سره یو کار  کاوه.

د ناکامورا مېرمن وايي ما به تل ناکامورا ته ویل چې نور بس دی، ته باید په جاپان کې له موږ سره ژوند وکړې، خو د به ویل چې نه، دا هېواد او خلک ماته اړتیا لري او زه باید ورسره مرسته وکړم.

دی د جاپانۍ خیریه کمپنۍ (پي. اېم. اېس) مشر و چې خپل ډېر فعالیتونه یې زموږ د ګران هېواد افغانستان په ننګرهار کې کړي دي، ښاغلي ناکامورا یې د خپل ژوند ډېره برخه د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ختیځ ولایت د ننګرهار د خلکو ښه ژوند د جوړولو لپاره تېر کړی دی. ده د ننګرهار او کنړ د ځمکو د خړوبولو لپاره یوولس د اوبو بندونه جوړ کړي دي.

د پي اېم اېس کمپنۍ انجینیران وایي چې ناکامورا ۱۵۰۰ څاګانې جوړې کړې، له دغو څاګانو څخه ۶۵۰ زره کسان د اوبو څښو لپاره ګټه ترې اخلي، په ختیځ لور کې د ناکامورا په واسطه دوه جوماتونه او دوه روغتونونه هم جوړ شول. ناکامورا د ننګرهار د خلکو په منځ کې د کاکا مراد په نامه مشهور و، ښاغلي ناکامورا د افغانستان لپاره نه هېرودونکي خدمتونه کړي دي، ده د افغانستان  سره د خپل هېواد په څېر مینه درلودله، تل به یې د افغانستان خلکو ته ویل، چې بهرنیان به راشي او بېرته به لاړ شي، خو موږ او تاسو به تل همدلته یوو، نو باید د دې هېواد د جوړولو هڅه وکړو، له خپلو اوبو څخه باید د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره ګټه واخلو، ناکامورا  له خپل مرګ څخه څه موده مخکې په یوې نوې پروژې د مروارید په نامه کار پیل کړی و، خو له بده مرغه چې د ده دا کار بشپړ نه شو او د نا معلومو کسان په واسطه ووژل شو او له دې فاني نړۍ څخه یې د تل لپاره خدای پاماني وکړه او لاړ، خو د ناکامورا مرګ د ټولو افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د ننګرهار او کنړ د خلکو لپاره یو ستر زیان و او خلک یې په مرګ ډېر خپه وو.

Related Articles

Jul 22, 2020
3,222 views

که غواړې چې تر ډېره ځوان او قوي پاتې شې!

پخوا د وخت یو حاکم او أمیر له ځان سره یو ښه تکړه هوښیار حکیم ساتلی وو ، حاکم به هر وخت له ځان سره دا خوبونه لېدل چې ،( زه دې تر مرګه همداسې ځوان او قوي پاتې شم) چې زوړوالی او کمزوري ونه وینم. نو له خپل حکیم څخه یې وغوښتل چې داسې بوټۍ یا دواء تلاش کړ...

Jul 18, 2024
1,302 views

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتی...

Sep 18, 2023
2,006 views

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته (Self Help in Depression):که چېرې دوه اونۍ او ياله دې څخه ډېروخت لپاره ځان خپه،نااميده،بې مينې اوبې له کوم معلوم لامل څخه بې خوبه،ډېر ستړى اوبې انرژۍ احساسوي بايد په رواني ناروغيو کې ماهر ډاکټرته ورشٸ.بې له دې چې داپه پا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,970 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,199 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...