لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 18, 2024
1 year ago
1,330 views
لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ 
سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتیا لري نه ګرمې هوا ته. بله دا چې که د ورېځو اغېز ترې لېرې شي، سولر ژمۍ او اوړی یو ډول برېښنا تولیدوي.
دا برېښنايي جریان د مستقیم جریان (DC - چې افغانستان کې ورته مړ برق وایي) په ډول تولیدېږي. خو زموږ په کورونو او دفترونو کې ډېر توکي د متناوب جریان (AC) برېښنا کاروي. له همدې کبله د سولر پینلونو تولید شوې DC برېښنا د انورټر له لارې AC ته بدلېږي. دې پروسې سولر پېنلونه د پاکې او نويېدونکي انرژۍ یوه مؤثره سرچینه ګرځولې، چې د چاپېریال ساتنې لپاره هم ګټوره ده.
د  ۱۹ پیړۍ په پای کې برېښنا لومړی د مستقیم جریان DC په ډول توماس ایډیسن اختراع کړه. ایډیسن DC برېښنا د وېش لپاره معیاري وبلله. خو د اوږدې فاصلې په لېږد کې یې لوی محدودیتونه لرل، ځکه چې ځواک یې د مسیر اوږدېدو له کبله لږ کېده او دې ستونزې یې پراخ وېش غیر مؤثره کاوه.
وروسته نیکولا ټیسلا د متناوب جریان (AC) ټیکنالوژي رامنځته کړه. AC کولی شول اوږدو واټن کې د ځواک کمېدو پرته ولېږدول شي. دې کار لویه اسانتیا رامنځ ته کړه ځکه له فابریکو یې مصرف کوونکو ته د برېښنا لېږد مساعد کړ. ادیسن او ځینو نورو پرې سختې نیوکې وکړې. بالاخره AC د اوږد واټن د لېږد لپاره عملي او بریالی شو.
خو اوسمهال د سولر پېنلونو د ډېرېدو له کبله د برېښنا توزیع بدلېدونکې ده ځکه سولر پېنلونه د مصرف کوونکي تر څنګ برېښنا تولیدولی شي. 
په افغانستان او نورو سیمو کې ځینې وسایل اوس د سولر پینلونو څخه مستقیم DC برېښنا کاروي، چې د تبادلې اړتیا کموي او موثریت لوړوي. د سولر پینلونو برېښنا په مستقیم ډول په DC-پاور شویو وسایلو لکه LED څراغونو، DC پکو، ایرکندېشنونو، مرکز ګرمیو او نورو کوچنیو برقی توکو کې کارېدلی شي. دا ډول مستقیم استعمال د انورټر اړتیا له منځه وړي او د تبادلې په پروسه کې د انرژۍ ضایعات کموي.
#ساینس زده کړئ!
www.x.com/assemmayar1

Related Articles

Oct 17, 2021
2,369 views

ګلابو - درېیمه برخه

ګلابو (ناول) - #درېیمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي غالب کتابچه ترې واخیسته خپل پر ځای کښیناست او شوکت یې پهٔ څټ ووهلو ویې ویل:- ستا د لاسه یې دومره لیکچر راکړ پوهنتون رخصت شو غالب کورته راغی… کورته ورسید بې سلامه دننه شو مور یې وویل:- عجیبه وخت شو...

Dec 11, 2020
6,226 views

دپښتو ژبې لهجې

پښتو د یوي ژبې په توګه نه په یو واریز ډول له آسمانه راکیوتي او نه د یوي اختراع غوندي په نا ببره ډول رامنځ ته شوی ده. بلکې لکه څنګه یې چي ویونکې په بیلابیلو تاریخې پړاوو کي له نورو بشري ټولنو او توکمونو (نژادونو) څخه را جلا شوي او ځانته په یوه ټبری نا...

Jul 19, 2021
4,845 views

ایپي فقیر د ازادۍ د لارې ستر مبارز!

ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,235 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,279 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,421 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...