ډېر وخت داسې پیښیږي چې ماشومان د لوبو په اوږدو کې د خپلو همزولو ماشومانو سره په شخړو او جگړو لاس پورې کړي، حتی تر دې چې خبره وهلو او ټکولو ته رسیږی.
نو دا وخت ماشومان د خپلو همزولو څخه د کورنیو غړو او خپلو والدینو ته شکایت کوي، او دا هیله له هغوی څخه لري چې د همزولو په مقابل کې به د هغوی دفاع کوي، خو اصلي خبره دا ده چې په دې جریان کې به يې والدین څنگه سلوک غوره کوي.
شته زموږ په ټولنه کې یو شمیر میندې چې خپل ماشوم دې ته تشویق کوي، مثلاً ورته وایي له تاسره هم لاسونه ؤ، تا به هم وهلی وو، او یا دا چې زه به يې درته ووهم ته صبر وکړه. نو دلته دې چې دوی په خپل ماشوم کې د زورگویۍ او شخړو کولو روحیه تقویه کوي، او خپل ماشومان داسې روزی چې هغوی خپل ټول مشکلات او ستونزې او غوښتنې د جگړو له لارې حل کړي.
نو ټولو میندو او پلرونو ته غوره او ښه لاره دا ده چې خپل ماشومان منطقی او حوصلہ مند وروزي او د خپلو ماشومانو سره تل داسې سلوک وکړي چې د هغوی قهر او عصبانیت له منځه یوسي.
د ماشومانو د خصوصیاتو څخه یو دا دی چې ډیر زر خفه کیږي او همدا شان زر خوشحاله کیږی.
هغه ماشومان چې څو لحظې د مخه يې په خپلو کې يو د بل سره شخړې او جگړې کړې وي، څو لحظې وروسته بیا سره یو ځای لوبې کوي. نو والدینو ته نه ښایی چې د خپلو ماشومانو د مدافع رول تر سره کړي ځکه چې ماشومان بیرته
سره یو ځای لوبې کوي او خوشحاله وي.
دا د میندو او پلرونو دنده ده چې خپلو ماشومانو ته دا زمینه برابره کړي چې ماشومان يې وکولای شي خپلې ستونزې په خپلو کې حل کړي، او هڅه دې وکړي چې ماشوم مو د خپل مقابل لوري سره د شخړو په ځای ښه سلوک وکړي، ورسره پخلا شي، خو که چیرې ماشوم نه غوښتل او ضد يې کاوه ، نو والدین دې ورڅخه جدي مراقبت او څارنه وکړي چې ماشوم يې خپل ځان او نورو ته ضرر و نه رسوي.
د ماشومانو ترمنځ په شخړو او جگړو کې د والدینو رول
Related Articles
ځوانان او اندېښنه
ځوانان او اندېښنه لیکنه: وقار ابراهیمي پوهانو د انسان د ژوند هره دوره زرينه او د هڅې او هاند دوره بللې ده، خو هغه چې تر نورو زیات ټینګار پرې شوې دي، هغه د ځوانۍ قیمتي دوره ده، چې پوهانو په دې برخه کې په دې ډېر ټېنګار کړي دي/کوي چې انسان باید د...
سرحوض بند - فاریاب
۱۶. د سرحوض بند - فاریاب:دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی. بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا ا...
توماس اډیسن
#ټنبل #نابغهتوماس #اډیسن (لوی مخترع) یوه ورځ له ښوونځي څخه راغی، مور ته یې یوه پارچه ورکړه، او ورته یې وویل، چې ښوونکي ویل، چې دا پارچه دې باید صرف مور ولولي.مور یې پارچه ولوسته.اډیسن ورته وویل:#مورې! څه یې لیکلي؟#مور: زویه! ستا ښوونکي لیکلي، چې زوی...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...