توماس اډیسن

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,730 views
توماس اډیسن

#ټنبل #نابغه
توماس #اډیسن (لوی مخترع) یوه ورځ له ښوونځي څخه راغی، مور ته یې یوه پارچه ورکړه، او ورته یې وویل، چې ښوونکي ویل، چې دا پارچه دې باید صرف مور ولولي.
مور یې پارچه ولوسته.
اډیسن ورته وویل:
#مورې! څه یې لیکلي؟
#مور: زویه! ستا ښوونکي لیکلي، چې زوی دې نابغه دی، زموږ ښوونځی دومره ښه نه دی، چې نابغه وروزي نو روزنه یې ته په غاړه واخله!
کله، چې د اډیسن مور مړه شوه، او اډیسن د خپلې پیړۍ یا وخت لوی مخترع شو، 
نو یوه ورځ یې د خاطراتو کتابچه را واخیسته، په یو کاغذ یې سترګې ولګیدې! یاد یې شول چې هماغه د ښوونکي پارچه ده، ویې لوسته، 
#لیکلي یې وو:
ستاسې زوی ډیر #ټنبل دی، سر له سبا یې ښوونځي ته #مه رالیږئ!
ښه شیبه یې ورته وکتل، بیا یې د یادښتونو کتابچه کې ولیکل:
آډیسن یو ټنبل زده کوونکی وه، چې مور یې #نابغه کړ!

ـــــ
هو ـ هر انسان نابغه دی، خو که د توماس په شان مور ولري.
#تشویق
All Information

Related Articles

Dec 10, 2022
3,023 views

د انسان په ژوند کي هدف ټاکل اساس اصل دی

د انسان په ژوند کي هدف ټاکل اساس اصل دی په دنيا کي تر (۹۵) فيصده زيات خلګ ناکام دي، د ډيرو ماهرينو د سروې څخه ثابته سوې ده، چي د ناکامي تر ټولو لوی سبب هغه د هدف نه ټاکل دي، کامياب خلګ په دې پوهيږي چي دوی د څه حاصلول غواړي، د کم څه جوړول او د کم څ...

May 17, 2021
1,953 views

در گذار

 در گذار مصطفی عمرزی داستان مهاجرت، بی خانمانی و پریشانی مردم ما که  سر آن به چهار سوی گیتی می رسد، به کسی پنهان نیست. در این میان، آن چه غیر طبیعی و شگفت می نماید، مهاجرت، بی خانمانی و پریشانی کسانی ست که  می توان گفت بی جاشده گان روزگار اند.  کو...

Jun 02, 2022
2,280 views

عادت که ضرورت

د "زرو هندارو کور" کتاب په یوه حکایت کې لیکل شوي: پاچا د خپلې ماڼۍ په باغ کې قدم واهه. یو ځای یې د یوه چمن د څنډې له ډبرینې چوکۍ سره یو عسكر وليد. پاچا پوښتنه ورنه وکړه: دلته د څه لپاره پیره یې؟ عسکر ځواب ورکر: قربان دې شم صیب، د ګارد قوماندان راته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,970 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,199 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...