د راشد خان ارمان پېژندګلوي

i
imranghani
Author
Nov 16, 2021
4 years ago
2,193 views
د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي

 

زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري.

خو له دومره ستونزه سره سره بیا هم هڅه کوي چې پرمختګ وکړي او ځان له نورو هېوادونو سره برابر کړي چې تر ټولو غوره بېلګه یې زموږ د کرېکټ ملي لوبډله او د هغه لوبغاړي دي.

 موږ په دغې لیکنې کې د نړۍ په کچه د غوره لوبغاړي 'راشد خان ارمان' د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د مشهور توپ اچونکي او اتل په اړه معلومات درکوو، که تاسو هم د راشد خان ارمان مینه وال یاست او غواړئ په اړه یې پوه شئ، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

راشد خان په ۱۳۷۷کال د وږي  میاشتې په ۲۹مه نېټه د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې زېږدلی دی، لومړی یې په ننګرهار کې کرېکټ پیل کړ، د خپل ځانګړي استعداد په واسطه یې په ډېر لږ وخت کې وکولای شو چې د افغانستان ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي. 

ښاغلي ارمان په ۱۳۹۴ هـ ش کې د افغانستان د کرېکت د ملي ټيم غړیتوب تر لاسه کړ. 

راشد خان اوس مهال ۲۳کاله عمر لري. دی د افغانستان د مشهورو توپ اچونکو یا بالرانو څخه دی، چې په ښي لاس توپ اچونه کوي. راشد خان هغه لوبغاړی دی چې د نړۍ په کچه یې په بېلابېلو لوبو کې ګډون کړی دی او ښې لاسته راوړنې لري. 

راشد خان ارمان په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶لمریز کلونو کې د بنګلدېش د کومیلا ویکټورینز په لوبه کې ګډون کړی و. خان په ۱۳۹۷لمریز کې د نړۍ په کچه د غوره توپ اچونکي په توګه وپېژندل شو، په همدې کال کې د راشد خان نوم د کرېکټ په شل اوریزو لوبو کې د نړیوالې شورا په نوملړ کې ولیکل شو.

راشد خان څوڅو ځله په یو ورځنۍ لوبو کې هم د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو، په داسې حال کې چې د لومړي ځل لپاره د لوبو په تاریخ کې د راشد خان نوم د ویسډن کتاب (چې د نړۍ له لویو او غوره کتابونه څخه دی) ولیکل شو، راشد د هندوستان د غوره لیګ(ای. پي. اېل) تر ټولو قېمته لوبغاړی و، چې د نبي عیسی خېل سره یو ځای یې دا ټیم تر اتلولی پورې ورساوه.

 د راشد خان دویم نوم یا تخلص ارمان دی، راشد خان تر دې مهاله د افغانستان د کرېکټ په ملي ټیم کې ۵۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، ۱۱۸ وېکټې یې اخیستې دي، په ۳۶ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې چې هره لوبه یې د نړیوالې شورا غړیتوب لري هم ګډون کړی دی، همدارنګه خان د افغانستان د کرېکټ  الف ټيم لپاره ۵۹ لوبې کړې دي او په دغو سیاليو کې یې ۶۹ ويکټې اخيستې دي.

 راشد خان د نړۍ په کچه یو نامتو توپ اچونکی یا بالر دی، خان د خپل هېواد ترڅنګ د ډېری هېوادونو په بېلابېلو لیګونو کې ګډون کړی دی، لکه هندوستان، پاکستان، بنګلدېش او اسټرالیا.

راشد خان د نړۍ په کچه هغه پېژندل شوې څېره ده، چې ټوله نړۍ یې پېژني، ده د افغانستان او افغانانو نوم په ټوله نړۍ کې لوړ کړی او ټول افغانان یې په نوم او لوبو ویاړي.

Related Articles

Sep 02, 2021
3,832 views

د ام روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ام یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پیدا کېږي. ددې مېوې د ودې اصلي ځايونه ګرمې سیمې دي، چې د ام ونې پکې ښه وده او تکثر کوي. لکه د نورو ټولو مېوو "ام" هم خپلې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پو...

Jul 24, 2020
2,694 views

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

د چين لوی دېوال د نړۍ ترټولو لوی دېوال او د تاريخ له پلوه ترټولو جالبه معماري ده چې د نړۍ د اوه ګونو عجايبو څخه هم شمېرل کېږي. د دې په هکله د چينايانو دا خبره ډېره جالبه او مشهوره ده، دوی وايي: کوم بهرنۍ ( غير چيني وګړی ) چې چين ته راشي او د چين د لو...

May 14, 2022
4,148 views

د ګیډې د درد لاملونه او درملنه

د ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون ناروغي. تشخیص یې د درد له کچې او د درد له ځایه کیږي. د ګیډې درد د سینې او خاصره لګن ترمنځ رامنځته کیږي. د ګیډې درد ممکن د عضلاتو شاخک ته ورته درد وي، پڅ یا نا ښکا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,734 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,141 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,027 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...